Araban High School د عربانو عالي لیسه

Araban High School د عربانو عالي لیسه د عربانو عالي لیسې رسمي فیسبوک پاڼه!
د عربانو عالي لیسې مدیریت ویاړي چې د فیسبوک مجازي نړۍ کې هم له خپلو شاګردانو سره د زړه خواله وکړي.

د عربانو د عالي لیسې د بنسټ ډبره په 1332 لمریز کال کې ایښودل شوې ده، په لومړیو وختونو کې ابتدائیه او بیا متوسطه شوه، بالآخره له متوسطې څخه یې لیسې ته ارتقاء وکړه، د دولسم ټولګي فارغین یې د لومړي ځل لپاره په 1372 لمریز کال کې ورکړي .

11/05/2026

دفاتحې اعلان !
انا لله وانا الیه راجعون
دکابل پوهنتون دپښتو ادبیاتو پوهنځي محصل نصیر احمد، دعربانو لیسې زده کوونکي تمیم احمد او یحی زامن. دچارو ادارې لوي ریاست ددفتر ریاست داسنادو او اړیکو ریاست مدیر محدم حنیف حبیبي،متقاعد ډګرمن محمد شریف حبیبزی، محمد نعیم حبیبزی، جګړن وحیدالله حبیبزی ، په بهر کې میشت روح الله حبیبزی، دبهرنۍ موسسې کارکوونکی حمیدالله نوري دتره زامن. حاجی صاحب محمد منیر، حاجی صاحب معلم عمر خان، دپلار دتره زامن.
عمرګل ماما، ملا سید جان، رحیم الله، خان ولی اوښي ګان. متقاعد ډګروال محمد حلیم شهباز، متقاعد ډګروال محمد نعیم شهباز، دمحابسوو مدیر محمد کلیم شهباز، احمد ګل، رحیم ګل د ماما زامن. دکورنیو چارو وزارت جګړن الله محمد محمدي، په بهرکی میشت محمد ابراهیم محمدي، محمد بصیر محمدي، ددفاع وزارت افسر قاري صبغت الله، قاري حسیب الله خورییونه. دعربانو لیسې مرحوم سرمعلم محمد سعید، جنازه مخکې دوردګو ولایت دچک ولسوالۍ دعربانو درې شهباز خانخیل کلی کې اداء او وروسته په خپل پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل شوي ده. د ارواښاد دمړینی له کبله دوستانو او خواخوږو ته خبر ورکول کیږی چی دمرحوم فاتحه چهار شنبې د ۱۴۰۵ لمریز کال دغویي میاشتي په ۲۳ مه نیټه ماسپښین له یوي نیمي تر درینیمو بجو پوري دخوشحال خان مینې دامام اعظم جامع جومات کې دیوې ورځې لپاره اخستل کیژی.

ښځینه فاتحه: دامام اعظم صاحب جومات ته څیرمه په ښځینه صالون کې په ورته وخت کې اخستل کیږي.
په درنښت
دارواښاد کورنۍ

په ډېرې خواشینۍ سره خبر درکوو چې د عربانو عالي لېسې مخکښ، تکړه او خوش‌اخلاقه استاد، مرحوم استاد محمد سعید، د ورپېښې نارو...
07/05/2026

په ډېرې خواشینۍ سره خبر درکوو چې د عربانو عالي لېسې مخکښ، تکړه او خوش‌اخلاقه استاد، مرحوم استاد محمد سعید، د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې او خپل پاک روح یې رب العالمین ته وسپاره.
انا لله و انا الیه راجعون

مرحوم استاد محمد سعید د الجبر یو پیاوړی، نوښتګر او بااستعداده استاد و، چې د څو لسیزو راهیسې یې د عربانو عالي لېسه کې د استادۍ سپېڅلې دنده په اخلاص، مینې او لوړ احساس سره ترسره کړه. هغه نه یوازې په خپل مضمون کې ځانګړی مهارت درلود؛ بلکې د تدریس داسې ځانګړی اسلوب یې خپل کړی و چې زده‌کوونکي به یې د درسي ساعت تر پایه علاقمند او خوښ ساتل. مرحوم استاد به د درس په جریان کې په زړه پورې ادبي ټوکې او خوږې خبرې شریکولې، ترڅو د زده‌کوونکو ستړیا له منځه یوسي او د زده‌کړې فضا لا خوږه او اغېزمنه کړي.

مرحوم استاد د زرګونو زده‌کوونکو روزونکی، د علم یو رښتینی خدمتګار او د ښو اخلاقو څښتن و. د هغه مړینه نه یوازې د عربانو عالي لېسې؛ بلکې د معارف او علمي ټولنې لپاره یوه ستره ضایعه ده.

د مرحوم استاد جنازه به نن پنجشنبه، د ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۷مه نېټه، ماسپښین یوه نیمه بجه د شهبازخان کلي کې اداء او وروسته به په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

د عربانو عالي لېسه له ټولو زده‌کوونکو، دوستانو او خواخوږو څخه هیله کوي چې د مرحوم استاد لپاره د مغفرت دعا وکړي، الله تعالی دې ورته جنت الفردوس نصیب کړي او کورنۍ ته دې یې جمیل صبر او اجر ورکړي. همدارنګه له ټولو زده‌کوونکو او دوستانو څخه غوښتنه کوي، که د مرحوم استاد له لوري کله د چا زړه بد شوی وي یا کومه ناخوښي موجوده وي، د الله تعالی لپاره دې نوموړي ته بښنه وکړي، ځکه انسان له تېروتنې خالي نه دی.

روح دې یې ښاد او قبر دې یې له نورونو ډک وي.

اکسوس په تېرو ۱۲ کلونو کې د کتاب او مطالعې د فرهنګ په وده کې مهم رول لوبولی دی او دا خپله یوه د ستاینې وړ لاسته راوړنه د...
02/05/2026

اکسوس په تېرو ۱۲ کلونو کې د کتاب او مطالعې د فرهنګ په وده کې مهم رول لوبولی دی او دا خپله یوه د ستاینې وړ لاسته راوړنه ده.

د اکسوس دوامداره هڅې، د کتابونو برابرول، فرهنګي ناستې او د لوستونکو لپاره د آرامې فضا رامنځته کول ښيي چې دا کار یوازې سوداګري نه؛ بلکې یو فکري مسوولیت هم دی.

د اکسوس نوې ودانۍ پرانېستل او نوې تګلاره د پرمختګ او بدلون ښکاره نښې دي. دا ډول ګامونه کولای شي د لوستونکو لپاره لا ښې اسانتیاوې برابرې کړي او د مطالعې کچه لوړه کړي. همدارنګه، "په هر افغان کور کې یو کتاب" یو ارزښتناک هدف دی، که عملي شي د ټولنې پر فکري ودې به مثبت اغېز ولري.

هیله ده چې دا هڅې دوام وکړي او لا پراخې شي، ترڅو د کتاب مینه‌وال لا زیات شي او د مطالعې فرهنګ نور هم پیاوړی شي. 📚

Araban High School د عربانو عالي لیسه
د اکسوس پرمختګ د ټولنې پرمختګ ګڼي او د اکسوس له مشرتابه څخه مننه کوي چې تل یې د عربانو عالي ليسې لاسنیوی کړی دی.
Hameed Nasary
Ahmad Nasary
Hazrat Nasary
Safiullah Nasary

https://www.facebook.com/share/p/1Ce3KtL4Fc/

Araban High School د عربانو عالي لیسه یو شمېر پخواني او اوسني استادانکوم ستاسې استادان تېر شوي دي؟
02/01/2026

Araban High School د عربانو عالي لیسه یو شمېر پخواني او اوسني استادان
کوم ستاسې استادان تېر شوي دي؟

د عربانو عالي لېسې پخواني زده کوونکي دکتور محمد جاوید فدائي ژباړل شوی کتاب "ډیپلوماټیک لارښود" تازه له چاپ راوتلی دی.د ی...
21/12/2025

د عربانو عالي لېسې پخواني زده کوونکي دکتور محمد جاوید فدائي ژباړل شوی کتاب "ډیپلوماټیک لارښود" تازه له چاپ راوتلی دی.
د یادونې وړ ده چې ژباړن یو ټوک کتاب د عربانو عالي لېسې کتابتون ته ډالۍ کړ، چې نژدې وخت کې به کتابتون ته ورسېږي.
د عربانو عالي لېسه د خپلو زده کوونکو په لاسته راوړنو ویاړي او هغوی ته د نورو بریاوو هيله څرګندوي.
https://www.facebook.com/share/p/1AWshAaUWy/

کتاب: ډیپلوماټیک لارښود
‏‎ليکوالان: پروفیسور دکتور شاکر محمود وهیب البیاتي
پروفیسور دکتور علي عبدالحسین عبدالله العقابي
ژباړن: دکتور محمد جاوید فدائي
بیه: ۶۵۰؋‏
‏‎‏ ‎رسونه:
کابل: تر کور او کار ځایه 30؋
ولایات: د ولایت تر مرکزه150؋
پته:
‏‎کابل ښار، درېیمه ناحیه، دهبوري پارك جنوبي اړخ ته مخامخ
93202504652+
93798989696+
‏🌐www.aksosbookstore.af
‏📧[email protected]
#ډیپلوماټیک

02/12/2025
د چک ولسوالۍ د ساینسي علومو په یوه آزمویښتي آزموینه کي  چې د چک ولسوالۍ په سطحه لومړی مقام حفيظ الله ( حسنزي) د عربانو د...
28/11/2025

د چک ولسوالۍ د ساینسي علومو په یوه آزمویښتي آزموینه کي چې د چک ولسوالۍ په سطحه لومړی مقام حفيظ الله ( حسنزي) د عربانو د عالي لیسې د یولسم تولګي زده کونکي تر لاسه کړی دی د عربانو عالي لېسه آمر صیب او ښوونکي د نوموړي زده کوونکي ته مبارکي وايي د لا بریاوو په هیله.

د میدان وردګ ولایت په کچه د ١٤٠٤ کال کانکور ازموینې مخکښان وستایل شول. د یادونې وړ ده چې د Araban High School د عربانو ع...
31/07/2025

د میدان وردګ ولایت په کچه د ١٤٠٤ کال کانکور ازموینې مخکښان وستایل شول.
د یادونې وړ ده چې د Araban High School د عربانو عالي لیسه زده کوونکی شهاب الله د ټول ولایت په کچه لومړی مقام ترلاسه کړی دی.
دا ویاړ د شهاب الله، د نوموړي کورنۍ او د عربانو عالي لیسې ته مبارک وي.

Address

Araban
Cake Wardak

Telephone

+93775941610

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Araban High School د عربانو عالي لیسه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to Araban High School د عربانو عالي لیسه:

Share