19/07/2020
د کومو سبزیجاتو ترکیب د اینې(ځیګر) یا Fat of the liver غوړ لیری کوی :
د اينې يا ځيکر غوړ او وازګه د دغه اُرګان یو د هغو ناروغيو له جملې څخه ده، چي ډیر زیات پيښږي او د نړۍ تقریبأ ۲۵ فیصده انسانان په اخته دی. که یې علاج ونه سي د اينې د سرطان او کار پریښولو سبب یې کیږي.
خو د پورته روغتیايي خطرناکې ستونزې د سبب تر څنګ، د سبزیجاتو د یوه ترکیب ساده لار یې هم موجوده ده.
د صحي تګلاري (هلث لاین) مجلې د یوه رپوټ پراساس د اينې وازګه د ډیرو الکهولو د چښلو او نورو غیر الکهولي مضرو شيانو د چښلو څخه پيښیږي او تر ټولو ډیر په چاغو کسانو کي لیدل کیږي. خو سربیره پر دې د اينې د وزادې د علاج یوه طریقه یې د ځینو میوو او سبزیجاتو خوړل ښوولي دي، لکه بروکلي، ګلپي (ګوبی)، کوچني ګلپي (براسلز سپراوټ) او کاهو.
دغه سبزیجات د ګلوتانین یوه اصلي منبع ده، کوم چي د انزایمونو د تحریک سبب کیږي او هغه بیا د مسموم سوي اينې د پاکولو وظیفه پر غاړه لري.
د ځینو څیړنو پراساس هغه کسان چي قهوه چښي، اينې ته یې لږ تکلیف پيښیږي. داسي معلومیږي، چي کوفیین د اينې د غیرطبیعي انزایمونو د میزان درجه راکموي.
د سویا پروتینونه هم د ایزوفلان په نامه انتي اکسیډونو څخه ډک دي، چي د انسولین سره حسایت جوړوي او په بدن کي د غوړ د کمیدو سره کومک کوي. د پنیرو اوبه هم د پروتینو څخه ډکي دي. یوې څیړني تشخیص کړې ده، چي هغه ښځي چي چاغي وي او د اينې د غوړ په تکلیف اخته وي، که د څلورو اوونیو دپاره هره ورځ ۶۰ ګرامه د پنیر اوبه وچښي، د اينې غوړ یې ۲۰ فیصده راکمیږي.
اووکادو هم سالم غوړ لري او داسي کیمیاوي ترکیبات پکښي موجود دي، چي د اينې په تکلیف اخته کیدل راکموي. د زیتون غوړي هم د اينې د انزایمونو سطح سموي.
د اُمیګا ۳ غوړو اسیډونو خوړل هم د اينې غوړ راکموي، کوم چي په سالمون ماهي، چارمغز (جوز) او کتان دانو کي ډیر پیدا کیږي. خو شنې چای هم د اينې او په مجموع کي د ټول بدن غوړ راکموي.
مشاهده سایت
Copy
5 ساعت پیش / Deutsche Welle (www.dw.com) / DW-WORLD´S Pashto Homepage