Nangarhar University

Nangarhar University د ننګرهار پوهنتون نوې رسمي فیسبوک پاڼه

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د ج...
21/05/2026

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د عامه پوهاوي زیاتوالي په موخه یو ورځنی سيمینار وړاندې شو.

یاد سيمينار د میوند طبي لابراتوار په تخنیکي مرسته د همدې لابراتوار د جنیتیک څانګې مشر ډاکتر صفي الله له خوا وړاندې شو، چې پر مهال یې د تلاسیمیا ناروغۍ د خطرونو، لاملونو، نښو او اغېزو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

د سيمینار وړاندې کوونکي وویل، چې تلاسیمیا یوه ارثي د وینې ناروغي ده، چې د مور او پلار له لارې ماشومانو ته انتقالېږي او که پر وخت یې تشخیص او مخنیوی ونه شي، د ناروغانو روغتیا او راتلونکی له جدي ستونزو سره مخ کولی شي.

نوموړي همدا راز د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص په برخه کې د وروستیو طبي پرمختګونو، عصري لابراتواري معایناتو، جنیټیک سکریننګ او د واده مخکې د معایناتو د اهمیت په اړه معلومات ارایه کړل او زیاته یې کړه، چې د وخت مخکې معاینات او عامه پوهاوی کولای شي، د دې ناروغۍ د خپرېدو کچه تر ډېره راکمه کړي.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي مرستیال پوهاند ډاکتر محب الله شینواري د میوند طبي لابراتوار له مسؤلینو د مننې تر څنګ وویل، چې د روغتیايي، تعلیمي او تحصیلي مرکزونو او خلکو ګډه همکاري د تلاسیمیا ناروغۍ څخه د پاکې او سالمې ټولنې د رامنځته کولو لپاره اړینه ده او اړونده برخه کې باید ټول خپل مسؤلیت په سمه توګه ترسره کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ننګرهار طب پوهنځی به راتلونکي کې هم د ورته خطرناکو ناروغیو په هکله د عامه پوهاوي د سيمینارونو او ورکشاپونو د جوړولو زمینه برابره کړي.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې د اخیستنې بهیر پیل شو.د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د کانکور په یاده درې و...
21/05/2026

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې د اخیستنې بهیر پیل شو.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د کانکور په یاده درې ورځنۍ ازموینه کې به د دې ولایت د دولسمو ټولګیو له (۹۲۵۰) تنو فارغانو څخه ازموینه واخیستل شي.

په همدې مناسبت د ثور میاشتې په ۳۱ مه نېټه د امام ابوحنیفه (رحمه الله) تالار کې پرانیستغونډه جوړه شوې وه، چې د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه او استادانو سربېره په کې د ازموینو عمومي ادارې څخه د راغلي هیئت غړو برخه لرله.

غونډې ته د وینا پرمهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شـ/یخ انعام الله مدني د ممتحنه هیئت غړو او استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې د ازموینې شفافیت ته د ځانګړې پاملرنې ترڅنګ ګډونوالو ته په ښه توګه لارښوونه وکړي، څو حق حقدار ته وسپارل شي.

د ازموينو عمومي ادارې څخه د راغلي هیئت مشر احمد نويد نوري د غونډې بل ویناوال و، چې د ازموینې په اړه د لنډو معلوماتو ورکولو سربېره یې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د ننګرهار پوهنتون له استادانو سره په ګډه به د ازموينې په شفافې اخيستنه کې هلې ځلې وکړي.

د غونډې په پاى کې د ټولو ګډونوالو په حضور کې د پوښتنپاڼو د بکسونو قلفونه خلاص او رسماً ازموينه پيل شوه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شـ/یخ انعام الله مدني او د محصلانو چارو مرستیال م.ولوي عبیدالله عابد د ازموینو عمومي ادارې د مسؤلینو په ملتیا د ازموینې بهیر څخه لیدنه وکړه.

د کانکور یاده ازموینه، چې هره ورځ د دې پوهنتون په پنځو حوزو کې د (۱۵۰) تنو استادانو له خوا اخیستل کېږي، دوه نورې ورځې (جمعه او شنبه) به هم دوام وکړي.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د قربانۍ مسایلو په هکله سيمینار وړاندې شو.د ننګرهار پوهنتون دع.وت او ارشاد امریت له خوا د...
20/05/2026

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د قربانۍ مسایلو په هکله سيمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون دع.وت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د قربانۍ احکامو او شرعي مسایلو په هکله معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار چې د دعوت او ارشاد مبلغ م.ولوي نجیب الله ثاقب اداري کارکوونکو ته د سهارني درس پر مهال وړاندې کړ، پر مهال یې د قربانۍ پېژندنه، شرعي طریقه، فضیلت، اهمیت، شرایط، د مشروعیت فلسفه، قربانۍ کې د خلکو عامې تېروتنې او نور مسایل د قرانکریم او نبوي احادیثو په رڼا کې تشریح او په اړه یې معلومات ورکړل.

په پای کې د سیمینار ګډونوالو پوښتنې ځواب شوې او ورته سپارښتنه وشوه، چې د قربانۍ احکام په ښه توګه زده او عملي کړي.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

20/05/2026
ننګرهار پوهنتون کې د ۶۶ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.په نوموړي نندارتون کې د ننګرهار پوهنتون د وترنري علومو پوه...
19/05/2026

ننګرهار پوهنتون کې د ۶۶ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.

په نوموړي نندارتون کې د ننګرهار پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي د پنځم کال وروستي سمستر محصلینو د خپلو ترسره کړو ۶۶ څېړنو پايلې د څېړنيز پوسټر له لارې نندارې ته وړاندې کړې.

یاد نندارتون نن د ثور میاشتې په ۲۹ مه نېټه د وترنري علومو پوهنځي پارک کې جوړ شوی ؤ، چې د دې پوهنتون رهبري هیئت، مختلفو پوهنځيو او امام ابو حنیفه رحمه الله دیني تخصصاتو جامعې مسؤلینو، د خصوصي پوهنتونونو او سکتوري ادارو استازو او د محصلینو د کورنیو غړو برخه لرله.

د نندارتون د پرانیستې مراسمو ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال م.ولوي عبیدالله عابد محصلینو او فارغانو ته تر دې د لوړو علمي مقاصدو ټاکلو، عصري ټکنالوژۍ او زیاتو ژبو زده کولو، تیوري تر څنګ عملي فعالیتونو ته زیات وخت ورکولو او نورو بېلابېلو برخو کې سپارښتنې وکړې او راتلونکي کې یې ورته د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار په خپله وینا کې د ننګرهار پوهنتون په کچه د څېړنو پر اوسني وضعیت خبرې وکړې، یاده برخه کې یې د خپلو لاسته راوړنو یادونه وکړه او د تحقیقاتي بهیر لا ښه والي لپاره یې د خپلو پلانونو او پروګرامونو په اړه د غونډې برخوالو ته معلومات ورکړل.

د وترنري علومو پوهنځي رئیس پوهنوال رضوان الله ممله وال او د یاد پوهنځي د څېړنو کمېټې مشر پوهنمل دوکتور محمد ملیار رحماني د غونډې نور ویناوال وو، چې د محصلینو د ترسره کړیو څېړنو د محتوا او کړنلارې په اړه یې خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې ډاډ ورکړ، چې ټولې څېړنې د علمي اصولو سره سمې ترسره شوي او پایلې به یې د اړوندو سکتوري ادارو سره د ستونزو حل په موخه شریکې کړي.

په پاى کې د غونډې برخوالو د نوموړي نندارتون د ترسره شويو ۶۶ څېړنو له پايلو څخه، چې مالدارۍ، عامه روغتیا او غذايي موادو په برخه کې ترسره شوې وې، د څېړنيز پوسټر له لارې لیدنه وکړه او د محصلینو له خوا معلومات ورکړل شول.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

19/05/2026

د لوړو زده کړو وزارت مرکز او مرکزي امارتي پوهنتونونو د نشراتو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی ورکشاپ دایر شو
د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې، چې د کابل پوهنتون له لوري په دغه پوهنتون کې دایر شو، د لوړو زده وزارت مالي او اداري معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې په اوسني وخت کې کفار د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې په پراخ ډول منفي تبلیغات کوي، له مثبتو خبرو منفي جوړوي، کوچنۍ خبره ستره او ستره خبره کوچنۍ کوي.
محترم معین صاحب د ورکشاپ ګډونوالو ته وویل چې د دښمن د منفي تبلیغاتو پر وړاندې مبارزه وکړي، د خپلې ادارې لاسته راوړنې او فعالیتونه په معیاري او اغېزناک ډول نشر کړي او په دې برخه کې ډېره انرژي مصرف کړي.
دغه راز د کابل پوهنتون مالي او اداري مرستیال له فتحې مخکې د ا.ا.ا د عالي تحصیلاتو کمېسیون نشراتي چارو ته په اشارې سره وویل چې اطلاعات او نشرات د نظام سترګې او ژبه دي او د نشراتو له مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې د خپلې دنده حق په ښه ډول اداء کړي.
همدارنګه د کابل پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال استاد صلاح الدین ایوبي وویل چې دښمن زموږ پر ټولنه خپله باطله خبره د حق په نوم تحمیلوي او زیاته یې کړه چې د ټولنې خلک باید د مسایلو له پلټنې وروسته قضاوت وکړي.
د پرانیستې له مراسمو وروسته د کابل پوهنتون د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي استاد پوهنمل ننګیالي ننګیال د خبري او تولیدي راپور او له سمو انځورونو څخه د استفادې په اړه موضوع ارائیه کړه.

17/05/2026
د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د احتکار  په اړه د عامه پوهاوي سيمینار وړاندې شو.د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو او اقتصاد پوهن...
17/05/2026

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د احتکار په اړه د عامه پوهاوي سيمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو او اقتصاد پوهنځیو محصلینو ته د احتکار پېژندنې، لاملونو، دنیوي او اخروي زیانونو، مخنيوي او ټولنیزو ـ اقتصادي ستونزو په هکله معلوماتي سيمینار دایر شو.

یاد سيمینار د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا د امام ابوحنیفه (رحمه الله) د غونډو په تالار کې جوړ شوی و، چې لسګونو تنو محصلینو په کې ګډون او د موضوع په اړه معلومات حاصل کړل.

سيمینار د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي استاد م.ولوي نصرت الله جلالي وړاندې کړ او د احتکار په اړه یې هر اړخیز معلومات له محصلینو سره شریک کړل.

په سيمینار کې وویل شول، اسلام احتکار، یعنې د خلکو د اړتیا وړ توکو قصدي ذخیره کول او د قیمتونو د لوړوالي په وخت کې یې بازار ته عرضه کول، چې خلکو ته اقتصادي ستونزې جوړوي او هم د اجناسو د کمښت سبب ګرځي، حرام ګڼي، خو عادي ذخیره چې خلکو ته زیان ونه رسوي، احتکار نه بلل کېږي.

په یاد سیمینار کې د انصاف، امانتدارۍ، سالم تجارت، د مشتریانو، عامو مسلمانانو حقونو او ټولنیز مسؤلیت په اړه هم خبرې وشوې او له محصلینو وغوښتل شول، چې د احتکار زیانونو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي او مخنیوي کې یې خپل رول ادا کړي.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

د ننګرهار پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو ته جوړ شوی ۴ ورځنی ديني او اصلاحي سيمینار پای ته ورسېد.یاد سيمینا...
17/05/2026

د ننګرهار پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو ته جوړ شوی ۴ ورځنی ديني او اصلاحي سيمینار پای ته ورسېد.

یاد سيمینار، چې د ننګرهار پوهنتون د دع.وت او ارشاد امریت په نوښت څوارلس ګونو پوهنځیو ته جوړ شوی و، پر مهال یې د جیدو علماوو او افتخاري شیوخ کرامو له خوا د مختلفو دیني او اصلاحي موضوعاتو په هکله ویناوې او معلومات وړاندې شول.

د ننګرهار پوهنتون د دع.وت او ارشاد آمر م.ولوي اعجازالحق َزلِف په وینا له دې سيمینار څخه یې موخه د استادانو، محصلینو او اداري کارکوونکو فکري روزنه، د پوهې کچه لوړول، د اسلامي احکامو اقامه، نبوي اخلاقو او طریقو تطبیق و.

د یاد سيمینار په ۴ ورځو کې د دوو تنو علماء کرامو شـ/یخ الحدیث م.ولوي امیرالرحمن نعماني او مفتي شاهدالله ح.قاني له خوا د اسلامي عقیدې، ایمان، د ایمان څانګو، د عبادتونو د معنوي او تربیوي اغېزو، د لمانځه حکم، فضیلت او اسرارو اړوند بېلابېل علمي او ديني معلومات وړاندې شول.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

Address

Kabul-Jalalabad Highway, Daronta, Nangarhar
Jalalabad
2601

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Nangarhar University posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share