Al-Taqwa University - Computer Science Faculty

Al-Taqwa University - Computer Science Faculty This is an official page of Computer Science Faculty of Al-Taqwa University.

د نېکمرغه لوی اختر د مبارکۍ پیغام د التقوی پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي رهبري، د پوهنځي ټولو قدرمنو استادانو، اداري او...
28/05/2026

د نېکمرغه لوی اختر د مبارکۍ پیغام
د التقوی پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي رهبري، د پوهنځي ټولو قدرمنو استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو، ګرانو محصلانو او درنو هېوادوالو ته د نېکمرغه لوی اختر د را رسېدو له امله د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي.
هیله ده چې الله تعالی مو ټول عبادات، طاعات، قربانۍ او نېکې هیلې په خپل دربار کې قبولې کړي، او دا مبارکې ورځې مو د خوښۍ، سوکالۍ، علمي پرمختګ، ورورولۍ او سولې زیری وګرځوي.
لوی اختر مو مبارک، ژوند مو له بریاوو، برکتونو او خوشحالۍ ډک شه.
په درنښت
د التقوی پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي اداره

رقابتي سیالۍ ترسره شوه!د کمپیوټر ساینس پوهنځي د معلوماتي ټکنالوژۍ څانګې له لوري د محصلانو ترمنځ د (Tech Master:  Conquer...
23/05/2026

رقابتي سیالۍ ترسره شوه!

د کمپیوټر ساینس پوهنځي د معلوماتي ټکنالوژۍ څانګې له لوري د محصلانو ترمنځ د (Tech Master: Conquer the Coding Arena) تر عنوان لاندې علمي او رقابتي سیالۍ ترسره شوه.

په دغه سیالۍ کېچې د یاد پوهنځي ګڼ شمېر محصلانوګډون درلود، د قرآن کريم د مبارکو اياتونو په تلاوت سره پیل شوه.

ورپسې د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس، محمد صابر نیازي، د پرانیستې وینا پر مهال وویل چې پوهنځي تل د محصلانو د نظري زده کړو ترڅنګ عملي مهارتونو، نوښتونو او غیر نصابي فعالیتونو ته ځانګړې پاملرنه لري او هڅه کوي څو د ورته علمي برنامو له لارې د محصلانو استعدادونه وده ومومي او مسلکي وړتیاوې یې پیاوړې شي. همدارنګه له هغو ټولو محصلانو څخه، چې د یادې برنامې په تنظیم او بریالي ترسره کولو کې یې فعاله ونډه اخیستې وه، ځانګړې مننه او قدرداني وکړه.

ورپسې د برنامې د لارښود استاد په توګه ښاغلي نامزد پوهنيار عرفان الله عمر ګډونوالو ته د سیالۍ اړوند لازمې لارښوونې وکړې، ژوري هیئت یې معرفي او د ارزونې معیارونه یې په تفصیل سره تشریح کړل.

په دې سیالۍ کې د معلوماتي ټکنالوژۍ څانګې د سهار او ماښام دورو محصلانو ګډون کړی و، چې د دواړو ډلو ترمنځ سیالي په عملي ډول ترسره شوه.

په پای کې د ژوري هیئت له لوري د ګډونوالو پروګرامونه وارزول شول او د سهار دورې محصلین د سیالۍ ګټونکي اعلان شول. همدارنګه بریالۍ ډله د ځانګړو ډالیو او ستاینلیکونو په ورکولو وستایل شوه.

د نشراتو او ټوليزو اړيکو آمریت

د “Practical IT Skills Bootcamp” ځانګړې شپږ اونیزه برنامه پای ته ورسېده۲۹/ثور/۱۴۰۵ هـ.شد التقوی پوهنتون د کمپیوټر ساینس ...
19/05/2026

د “Practical IT Skills Bootcamp” ځانګړې شپږ اونیزه برنامه پای ته ورسېده
۲۹/ثور/۱۴۰۵ هـ.ش
د التقوی پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي له لوري د “Practical IT Skills Bootcamp” تر عنوان لاندې ځانګړې شپږ اونیزه روزنیزه برنامه په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.
یاده برنامه د لومړي سمستر محصلینو د عملي مهارتونو د پیاوړتیا، د ستونزو حل کولو وړتیاوو لوړولو، او مسلکي چمتووالي په موخه جوړه شوې وه.
وروستی درس د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس، محمد صابر نیازی، له لوري وړاندې شو، چې په ترڅ کې یې د محصلینو د لا پرمختګ لپاره مهمې سپارښتنې او لارښوونې شریکې کړې.
د التقوی پوهنتون د علمي چارو مرستیال، پوهنیار بختیار حلیمي، د کمپیوټر ساینس پوهنځي له رهبرۍ او استادانو څخه مننه وکړه، چې د محصلینو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو لپاره یې دا ډول ګټورې برنامې ترسره کړې دي.
په پای کې، له محصلینو وغوښتل شول چې د زده کړو تر څنګ عملي کار ته دوام ورکړي او خپل مهارتونه نور هم پراخ کړي.
د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت

Tech Master: Conquer the Coding Arena The Faculty of Computer Science at AL-Taqwa University proudly announces a Coding ...
17/05/2026

Tech Master: Conquer the Coding Arena

The Faculty of Computer Science at AL-Taqwa University proudly announces a Coding Competition for Computer Science students.

Date: May 19, 2026
Time: 04:00 PM

Show your coding skills, solve exciting challenges, and compete with the best programmers.

Special awards will be given to the 1st, 2nd, and 3rd position winners.

Organized by: Faculty of Computer Science, AL-Taqwa University

د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلانو علمي سیر ترسره کړ!د التقوی پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د معلوماتي ټکنالوژۍ محصلانو د ی...
16/05/2026

د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلانو علمي سیر ترسره کړ!

د التقوی پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د معلوماتي ټکنالوژۍ محصلانو د یاد ډیپارټمنټ آمر او لارښود استاد ښاغلي نامزد پوهنیار هدایت الله عادل په ملتیا، د یارا نېټ (ISP) ادارې څخه لیدنه ترسره کړه.

په دې علمي سیر کې محصلانو د یارا نیېټ د سرور روم، ډیټا سنټر او مخابراتي ټاور څخه لیدنه وکړه، چې موخه یې محصلانو ته د انټرنېټي خدمتونو، شبکو او معلوماتي ټکنالوژۍ د عملي فعالیتونو معرفي کول وو.
د لیدنې پر مهال د یادې ادارې مسؤلینو محصلانو ته د انټرنېټي خدمتونو، د شبکو مدیریت، ډیټا سنټر او تخنیکي سیستمونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

محصلانو د دې علمي سیر څخه خوښي څرګنده کړه او وې ویل، چې د پوهنځي له لوري ورته د پلان مطابق علمي برنامې برابرېږي.

د نشراتو او ټولنیزو اړیکو آمریت

د کمپیوټر ساینس پوهنځي د لومړي سمستر محصلینو لپاره د (Practical IT Skills Bootcamp) ځانګړې روزنیزې برنامې څلورم او پنځم ...
12/05/2026

د کمپیوټر ساینس پوهنځي د لومړي سمستر محصلینو لپاره د (Practical IT Skills Bootcamp) ځانګړې روزنیزې برنامې څلورم او پنځم درس وړاندې شول!

د التقوی پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د لومړي سمستر محصلینو لپاره د (Practical IT Skills Bootcamp) شپږ اونیزې ځانګړې روزنیزې برنامې څلورم او پنځم درسونه د یاد پوهنځي استادانو، ښاغلي حیات الله صافی او زین الله احمدزی له لوري په عملي ډول وړاندې شول.
یاده روزنیزه برنامه د کمپیوټر ساینس پوهنځي او د مسلکي پرمختیا آمریت (PDC) په ګډه همکارۍ پر مخ وړل کېږي، چې د تېر درس پر دوام یې لاندې موضوعات تشریح او عملي تمرینونه ترسره کړل:
• د CCTV Camera سیستمونو نصب او تنظیم
• د CCTV Commands او کنټرول عملي زده کړه
• د DVR/NVR اساسي تنظیمات
• د IP Camera اتصال او مدیریت
• د انټرنېټ او معلوماتي ټکنالوژۍ عملي مهارتونه

دا روزنیزه برنامه د محصلینو د عملي IT مهارتونو د پیاوړتیا په موخه پیل شوې، چې د یو بل درس په وړاندې کولو سره به پای ته ورسېږي.

د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت

د تحقیق وړاندیز (Research Proposal) او تحقیق تېزس (Research Thesis) توضیحات او د هغوی ترمنځ اصلي توپیرونه په لاندې ډول د...
11/05/2026

د تحقیق وړاندیز (Research Proposal) او تحقیق تېزس (Research Thesis) توضیحات او د هغوی ترمنځ اصلي توپیرونه په لاندې ډول دي:
تحقیق وړاندیز (Research Proposal):
• تعریف: د تحقیق وړاندیز هغه سند دی چې څېړونکی وړاندې کوي تر څو د خپلې څېړنې لپاره د اجازې یا ملاتړ ترلاسه کولو لپاره خپل پلان او نظریه بیان کړي.
• موخه: د دې موخه دا وي چې دا څرګنده کړي چې څېړونکی څه ډول موضوع څېړي، د څېړنې اهمیت څه دی، او څرنګه به یې ترسره کړي.
• محتوا:
1. د څېړنې موضوع تعریف
2. د څېړنې موخې او پوښتنې
3. د څېړنې میتودولوژي (څه ډول څېړنه به ترسره کیږي)
4. د اړوندې ادبیاتو بیاکتنه (Literature Review)
5. د تمویل یا اړتیاو پلان
• وخت: دا مخکې له څېړنې ترسره کیږي.
تحقیق تېزس (Research Thesis):
• تعریف: د تحقیق تېزس د څېړنې پایله ده چې څېړونکی د خپلې څېړنې د بشپړتیا وروسته وړاندې کوي.
• موخه: د دې موخه دا ده چې څېړونکی خپلې څېړنې موندنې او پایلې په تفصیل سره وړاندې کړي او د خپلې تیورۍ یا مفکورې ملاتړ وکړي.
• محتوا:
1. د څېړنې لنډیز (Abstract)
2. مقدمه (Introduction)
3. د څېړنې طریقه (Methodology)
4. د څېړنې پایلې (Findings/Results)
5. بحث (Discussion)
6. پایلې او سپارښتنې (Conclusion and Recommendations)
7. ماخذونه (References)
• وخت: دا د څېړنې بشپړولو وروسته وړاندې کیږي.
اصلي توپیرونه:
تحقیق وړاندیز (Research Proposal):
وخت: مخکې له څېړنې وړاندې کیږي
موخه: د څېړنې پلان وړاندې کول
محتوا: د څېړنې موضوع، موخې، او میتودولوژي تشریح کوي
اړتیاوې: د اجازې او ملاتړ ترلاسه کولو لپاره اړین دی
تحقیق تېزس (Research Thesis):
وخت: د څېړنې د بشپړتیا وروسته وړاندې کیږي
موخه:د څېړنې پایلې او موندنې وړاندې کول
محتوا: د څېړنې پایلې او بحث وړاندې کوي
اړتیاوې: د علمي سند ترلاسه کولو لپاره اړین دی

#: محمد صابر نیازی

د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو ته علمي سمینار وړاندې شو!د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو ته د “The Roadmap for Computer Sc...
09/05/2026

د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو ته علمي سمینار وړاندې شو!

د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو ته د “The Roadmap for Computer Science Students” تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي سمینار د یاد پوهنځي رئیس له لوري وړاندې شو.

یاد سمینار د محصلینو د علمي پوهې، مسلکي مهارتونو او راتلونکو کاري فرصتونو په اړه د لا زیات پوهاوي په موخه تنظیم شوی و، ترڅو محصلین وکولای شي د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې خپل مهارتونه لا پیاوړي کړي.
د التقوی پوهنتون رئیس ښاغلي زاهدالله سیدي د کمپیوټر ساینس پوهنځي له رهبرۍ او علمي کادر غړو څخه مننه وکړه، چې د محصلینو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو لپاره یې دا ډول ګټورې او اغېزناکې برنامې تنظیم کړي. نوموړي همداراز د محصلینو پر دوامدارې زده کړې، د مهارتونو پر ترلاسه کولو او له عصري ټکنالوژۍ سره پر بلدتیا ټینګار وکړ.

د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس ښاغلي محمد صابر نیازي د یاد سمینار موخې روښانه او د سمینار په جریان کې یې د کمپیوټر ساینس پوهنځي د بېلابېلو څانګو، د پروګرامینګ ژبو، ویب پراختیا، سایبري امنیت، مصنوعي ځیرکتیا (AI)، ډیټابېس مدیریت او د معلوماتي ټکنالوژۍ په نړیوال بازار کې د شته کاري فرصتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي محصلینو ته سپارښتنه وکړه چې د نظري زده کړو ترڅنګ عملي مهارتونو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي، څو وکولای شي په راتلونکي کې د هېواد د پرمختګ او د ټکنالوژۍ د ودې په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.
په پای کې محصلینو خپلې پوښتنې مطرح او د ښاغلي نیازي لخوا ورته منونکي ځوابونه وویل شول.

د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت

د کمپیوټر ساینس پوهنځي د دویم سمستر محصلینو لپاره ځانګړې څلور اونیزه برنامه پای ته ورسېده۱۶/ثور/۱۴۰۵ هـ.شد التقوی پوهنتو...
06/05/2026

د کمپیوټر ساینس پوهنځي د دویم سمستر محصلینو لپاره ځانګړې څلور اونیزه برنامه پای ته ورسېده
۱۶/ثور/۱۴۰۵ هـ.ش

د التقوی پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د دویم سمستر محصلینو ته د “Practical Training on Programming Skills” تر عنوان لاندې ځانګړې څلور اونیزه برنامه پای ته ورسېده.

د التقوی پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار بختیار حلیمي د کمپیوټر ساینس پوهنځي له رهبرۍ او علمي کادر غړو څخه مننه وکړه، چې د محصلینو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو لپاره یې دا ډول ګټورې برنامې په لاره اچولې دي.

یاده برنامه د محصلینو د عملي پروګرامینګ مهارتونو د پیاوړتیا، د ستونزو د حل، د وړتیاوو د لوړولو او د مسلکي چمتووالي په موخه طرحه شوې وه.
د برنامې په ترڅ کې محصلینو ته د پروګرامنګ ژبې بنسټیز مفاهیم، عملي تمرینونه، او کوچنۍ پروژې وړاندې شوې، چې له لارې یې محصلانو وکولای شول خپل عملي مهارتونه لا پیاوړي کړي.
وروستی درس د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس محمد صابر نیازي له لوري وړاندې شو، چې په ترڅ کې یې د محصلینو د لا پرمختګ لپاره مهمې سپارښتنې او لارښوونې هم شریکې شوې.

په پای کې، له محصلینو څخه وغوښتل شول چې د زده کړو تر څنګ دې عملي کار ته دوام ورکړي او خپل مهارتونه دې لا پراخه کړي.

د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت

Public Seminar AnnouncementThe Faculty of Computer Science at Al-Taqwa University proudly invites you to an inspiring on...
04/05/2026

Public Seminar Announcement

The Faculty of Computer Science at Al-Taqwa University proudly invites you to an inspiring one-day seminar:
“The Roadmap for Computer Science Students”

Are you unsure which path to choose in the world of technology?
Join us to discover the opportunities, skills, and strategies you need to succeed in today’s fast-growing IT industry.

Explore your interests
Learn the most in-demand skills
Get expert guidance for your future career

This insightful session will be led by Mohammad Saber Niazy, Assistant Professor and Dean of the Faculty of Computer Science.

Don’t miss this opportunity to shape your future in tech!

Address

Nangarhar, Jalalabad City, Gulay Araban
Jalalabad
2601

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Al-Taqwa University - Computer Science Faculty posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share