25/05/2026
خبرتیا!
د عرفې مبارکې ورځې او د لوی اختر د رخصتیو په مناسبت، د ا.ا.ا د رسمي تقویم له مخې ذوالحجة الحرام میاشتې له ۹مې نېټې (سهشنبه ـ د عرفې مبارکه ورځ) څخه تر ۱۳مې نېټې پورې په ټول هېواد کې څلور رسمي کاري ورځې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.
له همدې امله، د روښان پوهنتون ټولو درنو استادانو، محصلینو او اداري کارکوونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د یادو رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته به اداري چارې او د محصلینو تدريسي بهیر به د ذوالحجة الحرام په ۱۴مه نېټه، چې د جوزا میاشتې له ۱۰مې نېټې او د یکشنبې ورځې سره سمون خوري، بېرته په عادي ډول پيل شي.
د روښان پوهنتون مشرتابه د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت ټولو هېوادوالو، په ځانګړي ډول د پوهنتون استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته مبارکي وړاندې کوي او د لوی الله تعالی له درباره ستاسې د عبادتونو، دعاوو او قربانیو د قبلېدو هیله کوي.
اختر مو مبارک شه!
تقبل الله منا ومنکم صالح الأعمال.
درنښت
نشراتو آمریت