د حق غږ

د حق غږ دغه یو آزاده او خپلواکه پاڼه ده ، مونږ تاسي ته حقایق خپر

29/12/2021

د ځوان نسل فکرې روزنه...
اوله برخه.
نشرونکی ـ مولوی کریم الله حماد
الحمد لله وکفى والصلوة والسلام على سيد الانبياء محمد وعلى اله واصحابه اجمعين
په کومه نړۍ کې چې ژوند کوو، د حق او باطل د جګړو ډګر دى او د ادم عليه السلام له پيدايښت څخه تر ننه پورې د حق او باطل همدا جګړه روانه ده، د حزب الرحمن او حزب الشيطان دغه جګړه يوه ډيره اوږده او تاريخي پس منظر لري،
چې د يوې زمانې او ځاى پورې خاص نه دى، په هر ځاى او هر وخت کې په
مختلفو طريقو، شکلونو، لارو چارو او وسايلو تر ننه پورې روانه ده او تر قيامته به روان وي، مګر په هره زمانه کې د جګړې شکل او طرز عمل بدليږي.
که چېرې د تاريخ پاڼو ته ځير شوو، نو ټول حقايق به راڅرګند شي، کله ظالمو،
جابرو، باغي او طاغي پادشاهانو خلک د باطلې شرکي او کفري عقيدو منلو ته
مجبوروي او کله هم د شيطان لښکريانو د وژونکو، ذروي او کيمياوي اسلحو په
واسطه ملتونه او قومونه تر يرغل لاندې نيسي او خپل باطل او شيطاني عقيدى پر
هغوي تحميلوي او د نه منلو په صورت کې يې ژوندي تر خاورې لاندې ښخوي.
له پيړيو راهيسي، د ابليس لښکريان همدې ټکي ته متوجه وو، چې يو ملت له حقې عقيدې نه د جګړو او وژنو له الرې اړولو سره د هغوي دښمني نور هم
زياتوي او په مقابل کې يې پاڅون کولو ته هڅوي، بلکه مسلمانان نور هم په خپلو
عقيدو کلکوي. له همدې امله )نوى استعمار( د )زوړ استعمار( ځاى ونيوه او ګرمه جګړه په سړه
جګړه بدله شوه، پخوانې تګلارې، فکرونه، پلانونه او پرګرامونه بدل شول او يوه
نوى بڼه يې غوره کړه، چې دا يې تر ټولو خطرناکه او دردونکى دور پيل شو، دغه
نوى ارتداد هر کور، هر کلي، هر دفتر او هر فرد ته ورسيد.
قاضي اکبر اله ابادي د هند له مشهورو شاعرانو او د غربي تمدن له سختو
دښمنانو او انتقاديانو څخه دى، هغه په خپل يو انتقادي شعر کې وايي:
که فرعون د بني اسرائيلو د ماشومانو وژلو پر ځاى تربيتي او تعليمي مرکزونه
ودان کړى واى او د خپلو فکري انحرافاتو له لارې د هغوي ذهنونه وينځلى واى،
کيداى شي، داسې بدنامه شوى نه و، مګر داسې څوک نه و، چې هغې بيچاره ته
دا فکر ورکړى واى.....
نور بیا....
یادونه....
که مو لوستلې وی، کمنټ وکړئ پوسټ شئیر کړئ.

27/12/2021

د فسبوک کاروونکو ته ضروري خبرتیا!

ځینې دوستان اسلامي پوسټونه کوي او ورسره لیکي، که له قرآن سره مینه لرۍ؛ نو لایک یې کړئ، که له اللهﷻ سره مینه لرئ؛ نو ماشاءالله ولیکئ، که له حضرت محمد ﷺ سره مینه لرۍ؛ نو شیر یې کړئ او ځینې نور بیا د قرآن او موسیقۍ عکسونه یو ځای کوي او ورسره ليکي چې، کوم یو مو خوښ دی؟
ځینې بدبخته خو لا ورسره ليکي چې، زه قسم کوم دا پوسټ به شیر کوم او یا هم ورسره ليکي چې، دا پيغام مو نورو ملګرو سره شریک نکړ؛ نو پنځه ویشت (۲۵) کاله به خوشحالي ونه ګورې!

ګرانو وروڼو!
دا یوه تېروتنه ده، قرآن له نورو شیانو لکه؛ موسیقۍ او ډالرو سره برابرول لویه ګناه ده، داسې مه کوئ! شکر الحمدلله موږ ټول مسلمانان یو، موږ ته قرآن او اسلام تر ټولې نړۍ بهتره دی، هیله کوم د (لایک) لپاره داسې لیکل مه کوئ، هر څه د اللهﷻ د رضا لپاره وکړئ!
اسلام خپرول د هر مسلمان دنده ده؛ خو په صحيح طريقې سره اسلامي معلومات نشر کړئ

القرآن الکریم

27/12/2021

د کفارو او د دوي د مفسدو ملګرو په ضد ې دومره شئیر کړئ!چی ټوله نړۍ ې حیرانه شي👇
پوسټ لائک او شئیر حتمي دي.
زمونږ صفحه لائک او فالو کړئ👍

27/12/2021
27/12/2021

د ژوند او معاشرې اصلاح اړوند مهمې لارښوني👇
لوستل، عملې کول او شئیر کول مه هیروئ.
زمونږ دغه پیج لائک او فالو کړئ👍

Address

Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د حق غږ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share