28/09/2024
د انارو دانو لس ـ پنځلس پارسلې چپه وې. یو ماشوم ورته ناست و، سر یې زنګنو کې و. چې ومې لید ژړغونی و. مال دا ولې؟ وايي: « یو هلک رانه پهٔ پښه ووهلې، وتښتېد. »
سخت یې خپه کړم. مال هلک نه پېژنې، چې یا خپل تندی مات کړم، یا ددهٔ. وايي: نه.
اویا روپۍ وې راسره، پنځوس مې ورکړې. ترې جګېدم، مخامخ کرولا موټر کې ناست یو ځوان راباندې غږ کړ، ورغلم، ویل یې:
ـ ډېر ساده یې، ما پهٔ دې ګناهګارو سترګو ولیدل، چې پارسل یې خپله چپه کړل.
ـ نو ولې؟
ـ برادره! دا خو د کاروبار چل دی کنه!
پیسې مې ام بیرته نه شوی تر اخیستی. را روان شوم. بس: « زموږ غوندې ساده ګان چې د بازار خوی زده کوي، زمانې بهٔ تېرې وي… هغه وریژې هم پاتې شوې. مېرمن یې غۍ! »
محمدالله همیم