Communication Studies - KU

Communication Studies - KU The Department of Communication Studies was established in 2018 with the assistance of (USAID)

پوهنځی ارتباطات و ژورنالیزم پوهنتون کابل به منظور ارتقای ظرفیت و بهبود امور اداری، ورکشاپ یک‌روزه‌ای را تحت عنوان «مراسل...
24/05/2026

پوهنځی ارتباطات و ژورنالیزم پوهنتون کابل به منظور ارتقای ظرفیت و بهبود امور اداری، ورکشاپ یک‌روزه‌ای را تحت عنوان «مراسلات اداری» برای کارمندان اداری خویش برگزار نمود.

این ورکشاپ به ابتکار و هدایت ریاست پوهنځی ارتباطات و ژورنالیزم به همکاری پوهنیار حمدالله قریشی استاد پوهنځی اداره و پالیسی عامه دایر گردید. در این برنامه، اشتراک‌کنندگان با اصول و شیوه‌های معیاری مراسلات اداری، طرز نگارش مکاتب رسمی، تنظیم اسناد و روش‌های موثر ارتباطات اداری آشنا شدند.

مسئولان پوهنځی هدف از برگزاری این ورکشاپ را بلند بردن سطح آگاهی و ظرفیت کاری کارمندان اداری عنوان نموده و تأکید کردند که چنین برنامه‌ها در بهبود روند اجراآت اداری و ارائه خدمات بهتر، نقش مهم و مؤثر دارد.

10/05/2026

د ارتباطاتو او ژورنالیزم پوهنځی د دوه خالي کادري بستونه اعلان ته سپارلي.
نوماندان کولای شي ددې لینک له لارې نورمعلومات ترلاسه کړي.

د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځی د محصلانو د علمي، فکري او مسلکي وړتیاوو د ودې او پیاوړتیا په موخه، د پوهنځی د دریو ډیپار...
10/05/2026

د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځی د محصلانو د علمي، فکري او مسلکي وړتیاوو د ودې او پیاوړتیا په موخه، د پوهنځی د دریو ډیپارټمنټونو (ژورنالېزم، د ارتباطاتو مطالعې او عامه اړیکو) ترمنځ د «غوره ویناوال» تر سرلیک لاندې علمي او فرهنګي سیالي ترسره شوه.

دغه سیالي په څو پړاوونو کې ترسره شوه چې ګډونوالو پکې د وینا، استدلال، د موضوع د وړاندې کولو، د مخاطب د قناعت او ټولنیزو مهارتونو له مخې خپلې وړتیاوې ازمايښت شوې. د سیالۍ د ارزونې او څارنې چارې د پوهنځي د استادانو او د فرهنګي کمېټې په همغږۍ ترسره شوې، او ګډونوالو وکولای شول خپل علمي او فکري استعدادونه په اغېزمن ډول وړاندې کړي.

په پای کې د سیالۍ د لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونکو محصلانو ته د ستاینلیکونو ترڅنګ، یوه جوړه کالي، کتابچه او قلم د ډالیو په توګه ورکړل شول، څو د هغوی علمي او فرهنګي هڅې وستایل شي او نور محصلان هم ورته فعالیتونو ته وهڅول شي.

دغه ډول علمي او فرهنګي پروګرامونه د محصلانو د استعدادونو د ودې، د سالمې سیالۍ د رامنځته کېدو او د وینا او ټولنیزو مهارتونو د پیاوړتیا لپاره اغېزمن او ګټور ګام بلل کېږي.

د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي د ممتازو محصلانو او د ټولګیو د استازو د هڅونې او ستاینې په موخه ځانګړې ستاینغونډه ترسره ...
10/05/2026

د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي د ممتازو محصلانو او د ټولګیو د استازو د هڅونې او ستاینې په موخه ځانګړې ستاینغونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د پوهنځي د ټولو ټولګیو لومړۍ درجه لرونکي محصلان او د ټولګیو استازي د ستاینلیکونو په ورکړې وستایل شول، څو خپلو زده کړو ته لا ډېره پاملرنه وکړي او له پوهنځي ادارې سره په علمي، فرهنګي او اداري چارو کې فعاله همکاري دوامداره وساتي.

دغه ډول برنامې د محصلانو د علمي هڅونې، د مسؤلیت احساس د پیاوړتیا او د سالمې علمي فضا د رامنځته کېدو لپاره مهم او اغېزمن ګام بلل کېږي.

04/03/2026
اطلاعیه_آغاز_دروس_سمستر_بهاری_سال_۱۴۰۵به اطلاع تمامی محصلین گرامی رسانیده می‌شود که بر اساس هدایت وزارت محترم تحصیلات عا...
04/03/2026

اطلاعیه_آغاز_دروس_سمستر_بهاری_سال_۱۴۰۵

به اطلاع تمامی محصلین گرامی رسانیده می‌شود که بر اساس هدایت وزارت محترم تحصیلات عالی، دروس سمستر بهاری سال ۱۴۰۵ در تمامی پوهنتون‌های ولایات سردسیر، از تاریخ_۱۶_حوت_۱۴۰۴ رسماً آغاز می‌گردد.
بناً از همه محصلین محترم پوهنځی ارتباطات و ژورنالیزم تقاضا می‌گردد تا در تاریخ تعیین‌ شده، به‌ گونه منظم بالای دروس خویش حضور یافته و مطابق لوایح و مقررات تحصیلی وزارت تحصیلات‌عالی، روند آموزش‌شان را با احساس مسئولیت، تعهد و جدیت آغاز نمایند.
#کسانیکه خدا ناخواسته تعلل و بی‌توجهی می‌نمایند قطعاً با ایشان برخورد قانونی صورت گرفته، محروم خواهند شد.

د کابل پوهنتون ارتباطاتو او ژورنالیزم پوهنځی له امید رسنیزې شبکې، رڼا او باختر پوهنتونونو سره د ګډې همکارۍ هوکړه‌لیکونه ...
09/02/2026

د کابل پوهنتون ارتباطاتو او ژورنالیزم پوهنځی له امید رسنیزې شبکې، رڼا او باختر پوهنتونونو سره د ګډې همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.
ارتباطاتو او ژورنالیزم پوهنځی د ۱۴۰۴ کال د دلوې میاشتې په ۱۳ نېټه په کابل کې د یوې رسنیزې غونډې پر مهال له امېد شبکې، رڼا پوهنتون او باختر پوهنتون سره د ګډې همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.
د کابل پوهنتون د ارتباطاتو او ژورنالیزم پوهنځي رییس پوهنوال ذبیح‌الله بشردوست ویلي، چې د رسنیو ترمنځ سالم رقابت د ټولنې لپاره مهم دی او رسنۍ د حق او باطل د توپیر په روښانه کولو کې اساسي رول لري. نوموړي د امید رسنیزې شبکې او تحصیلي بنسټونو ترمنځ د همکارۍ نوښت وستایه او له رسنیزو کارکوونکو یې د نوښت او ولس‌ګټو مطالبو د وړاندې کولو غوښتنه وکړه. هغه د رسنیز سکتور پیاوړتیا د ناوړه تبلیغاتو پر وړاندې مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د دې ډول هوکړه‌لیکونو له لارې ملي ګټې خوندي کېدای شي
د امېد شبکې مسوولینو ویلي، د دغو هوکړو موخه د رسنیزو چارو اړوند د ظرفیت‌لوړونې پروګرامونو پلي کول، د عامه پوهاوي خپرونو پیاوړتیا او د ژورنالیزم پوهنځیو بااستعداده زده‌کړیالانو ته د کاري فرصتونو برابرول دي.
د دوی په وینا، امید رسنیزه شبکه د خپلو رسنیزو فعالیتونو ترڅنګ د لومړي ځل لپاره د ژورنالیزم مسلک زده‌کړیالانو ته د کاري فرصتونو او ظرفیت‌لوړونې تړون ابتکار کوي، څو ځوانان وکولای شي خپلې زده کړې په عملي ډګر کې وکاروي.
په دې غونډه کې د امید رسنیزې شبکې رییس، حسن‌الله حبیبي، له معتبرو تحصیلي بنسټونو سره د همکارۍ دا هوکړه‌لیکونه د ځوان نسل د مسلکي روزنې، فکري ودې او ټولیز پرمختګ لپاره مهم او اغېزمن ګام وباله.
نوموړي وویل: «دغه شبکه د ځوانانو د ظرفیت لوړونې لپاره جدي هڅې کوي او غواړي د اسلامي او افغاني روحیې پر بنسټ مسلکي کدرونه وروزي.»
هغه زیاته کړه، چې تازه فارغو شویو ژورنالیستانو ته به لنډمهاله او اوږدمهاله کاري زمینې برابرې شي، تر څو وکولای شي خپلې زده کړې په عملي توګه وازمويي او د رسنیو په سکتور کې فعاله ونډه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې کابل پوهنتون ارتباطاتو او ژورنالیزم پوهنځی تر دې وړاندې هم له یو شمېر رسنیو او دولتي او غیر دولتي ادارو او پوهنتونونو سره د ګډو همکاریو هوکړې لاسلیک کړې دي.

#ژورنالیزم

26/12/2025
د علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو د کابل پوهنتون د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي او "د افغانستان د  خبریالانو ملي کور" ...
26/07/2025

د علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د کابل پوهنتون د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي او "د افغانستان د خبریالانو ملي کور" بنسټ ترمنځ د علمي همکاریو په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو، چې له مخې به یې د ژورنالېزم پوهنځي استادان د یاد بنسټ په ورکشاپونو کې خبریالانو سره خپلې تجربې وړاندې کوي او د ژورنالېزم پوهنځي له علمي ظرفیت او امکاناتو څخه به بنسټ د خپلو مسلکي غړو د ظرفیت لوړونې په برخه کې استفاده کوي. د خبریالانو اتحادیه به د ژورنالېزم پوهنځي محصلین د ظرفیت لوړونې او عملي کارونو د زده کړې په موخه بېلابېلو رسنیو ته معرفي کوي او د ژورنالېزم مسلک په اډانه کې به دواړه لوري ګډ ورکشاپونه هم پر لاره اچوي.

یاده دې وي چې د کابل پوهنتون د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي تر دې وړاندې هم له بېلابېلو رسنیو سره د محصلینو ظرفیت لوړونې او عملي کارونو د زده کړې په موخه هوکړې کړي، چې د تطبیق په حال کې دي.

نېټه:شنبه
۱۴۰۴/۵/۴ هـ ش
۱۴۴۷/۲/۱ هـ ق
************
تفاهم‌ نامه همکاری‌ های علمی به امضاء رسید

تفاهم‌نامه همکاری‌ های علمی میان پوهنځی ارتباطات و ژورنالیزم پوهنتون کابل و نهاد "خانه ملی خبرنګاران افغانستان" به امضاء رسید. بر اساس این تفاهم‌نامه استادان پوهنځی ژورنالیزم تجربیات علمی خود را در ورکشاپ‌ های این نهاد با خبرنګاران شریک خواهند کرد و این نهاد نیز از ظرفیت علمی و امکانات این پوهنځی برای ارتقای ظرفیت اعضای مسلکی خود استفاده خواهد کرد. همچنان نهاد خبرنګاران محصلین این پوهنځی را برای آموزش‌ های عملی و ارتقای ظرفیت به رسانه‌ های مختلف معرفی خواهد کرد و هر دو جانب ورکشاپ‌ های مشترک را در چارچوب مسلک ژورنالیزم برګزار خواهند کرد.

قابل یادآوری میباشد که پیش از این نیز پوهنځی ارتباطات و ژورنالیزم پوهنتون کابل تفاهم‌ نامه‌هایی را با رسانه‌ های مختلف به منظور ارتقای ظرفیت و آموزش‌ های عملی محصلین امضا نموده است که در حال تطبیق می‌ باشد.
تاریخ: شنبه
۴/ ۵/ ۱۴۰۴ هـ ش
۱/ ۲/ ۱۴۴۷ هـ ق

پیام تسلیت ریاست پوهنځی ارتباطات و ژورنالیزم به مناسبت درگذشت پوهاند عبدالرسول سعیدریاست پوهنځی ارتباطات و ژورنالیزم با ...
26/07/2025

پیام تسلیت ریاست پوهنځی ارتباطات و ژورنالیزم به مناسبت درگذشت پوهاند عبدالرسول سعید

ریاست پوهنځی ارتباطات و ژورنالیزم با اندوه فراوان درگذشت مرحوم پوهاند عبدالرسول سعید استاد گران‌قدر این پوهنځی را به خانواده‌ی مرحوم، جامعه‌ی اکادمیک افغانستان و جامعه‌ی رسانه‌یی افغانستان تسلیت می‌گوید. بی‌تردید نبود استاد ضایعه‌ی بزرگ و جبران ناپذیر برای جامعه‌ی اکادمیک و رسانه‌یی افغانستان می‌باشد.
مرحوم پوهاند عبدالرسول سعید به تاریخ 29/12/1333در ولسوالی نجراب ولایت کاپیسا در یک خانواده‌ی کشاورز چشم به جهان گشود. تعلیمات ابتدایی‌اش را تا صنف نهم در زادگاهش تکمیل کرد، سپس وارد صنف نهم لیسه مسلکی اداره‌ی عامه درکابل شد و تا صنف چهاردهم این دوره را نیز با موفقیت تکمیل کرد. نظر به شایستگی و درخشش استاد در دوران تحصیل، نامبرده برای تکمیل دوره‌ی لیسانس و ماستری به خارج کشور اعزام شد، پس از تکمیل دوره‌های لیسانس و ماستری در رشته‌ی ژورنالیزم، دوباره به کابل برگشت.
پوهاند سعید در جریان سال‌های تدریس سفرهای پردست‌آورد علمی- آموزشی به کشورهای امریکا، اتحاد جماهیرشوروی سابق، فرانسه، مالیزیا و هندوستان داشت.
استاد سعید در سال 1365 خورشیدی به حیث کادر علمی در دیپارتمنت مطبوعات به عنوان استاد به کار آغاز کرد. مرحوم پوهاند سعید از استادان برجسته، اصول‌گرا و پرتلاش پوهنحی ژورنالیزم بود. او استاد دقیق، مسووُلیت پذیر و خوش‌برخورد بود، نامبرده به دلیل حسن خلق ، رفتار نیک و صداقت در میان محصلان، استادان و همکاران شهرت نیک داشت. پوهاند سعید در تدریس کوشا و مصمم بود و با جدیت سعی می‌کرد، دانش و آگاهی را به محصلان انتقال دهد.
مرحوم پوهاند سعید در سال 1395 به بلندترین رتبه علمی تحصیلات عالی افغانستان، یعنی رتبه‌ی علمی پوهاند نایل شد و در سال 1399 خورشیدی پس از 35 سال خدمت صادقانه و پیوسته با افتخار به بازنشستگی سوق یافت. مرحوم پوهاند سعید در طول سالیان عمر اکادمیک خود خدمات بزرگی برای رشته‌ی ژورنالیزم انجام داده، هرازان جوان را در این رشته آموزش داده است که امروز اکثر آن‌ها در رسانه‌های داخلی و خارجی به حیث روزنامه‌نگاران حرفه‌یی مشغول کار اند.
از استاد اثرها و تالیف‌های علمی سودمندی به‌جا مانده است، که هر اثر وی تا امروز مورد استفاده محصلان و دانش‌پژوهان قرار دارد. اثرهای علمی استاد:
- ایجاد و رشد مطبوعات مترقی در افغانستان
- خصوصیات، محتوا و شکل فوتو ژورنالیزم
- اداره، پلان‌گذاری و سازمان‌دهی روزنامه ( مطبوعات)
- اساسات تخنیک مطبوعات " گرافیک مطبوعاتی"
- فوتو ژورنالیزم
هم چنان از استاد ده‌ها مقاله‌ی علمی در مجله‌های علمی داخلی و خارجی منتشر شده اند که زینت‌بخش کتاب‌خانه‌های معتبر می‌باشند.
مرحوم پوهاند عبدالرسول سعید پس از تقاعد یک بار دچار حمله قلبی شد، که پس از عمل جراحی دو باره بهبود یافتند؛ اما متاسفانه در ماه‌های اخیر وضعیت جسمانی شان رو به وخامت گذاشت و پس از ماه‌ها مجادله با بیماری، سرانجام به تاریخ دوم اسد 1404 خورشیدی به عمر 71 سالگی جهانی فانی را وداع گفت. روحش شان شاد و بهشت برین مکان شان باد.
ریاست پوهنځی ارتباطات و ژورنالیزم از درگاه ایزد منان برای مرحوم پوهاند عبدالرسول سعید رحمت بی‌پایان و برای خانواده، محصلان و همکاران‌شان صبر و شکیبایی مسألت می‌نماید.

‎په ژوره خواشینۍ سره باید ووایو چې د افغانستان د علمي ټولنې یو ستر او دروند شخصیت، پوهاند عبدالرسول سعید، له دې فاني نړۍ...
24/07/2025

‎په ژوره خواشینۍ سره باید ووایو چې د افغانستان د علمي ټولنې یو ستر او دروند شخصیت، پوهاند عبدالرسول سعید، له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

‎پوهاند صاحب نن د اوږدې ناروغۍ له زغملو وروسته په کابل کې وفات شو. ددې ستر استاد له لاسه ورکول د افغانستان د علمي او اکادمیکې ټولنې لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه ده. د هېواد علمي قشر د ده له هڅو، علمي خدمتونو او د ځوان نسل په روزنه کې له نه ستړي کېدونکو زحمتونو څخه د زړه له تله منندوی دی.

‎موږ او ګڼ شمېر نور زده‌کوونکي د دغه مهربانه استاد له درسي تجربو، ریښتینولۍ، شجاعت او ښوونیز برخورد څخه الهام اخیستی. د ده ځای به د شاګردانو، همکارانو او د علم د مینه‌والو لپاره تل تش او نه‌هېرېدونکی وي.

‎پوهاند عبدالرسول سعید د کابل پوهنتون د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي علمي کادر غړی و، چې تر درېو لسیزو ډېر یې په دې ستر علمي بنسټ کې د تدریس، څېړنو او د ځوان نسل د لارښوونې په برخه کې تېر کړل، او بلاخره تقاعد ته ورسېد. د هېواد په کچه لسګونه ژورنالېستان، ځوان استادان او نومیالي څېړونکي یې وروزل.

‎که څه هم پوهاند صاحب نور زموږ تر منځ نشته، خو د ده یاد، خدمتونه، لیکنې او علمي کارنامې به زموږ په ذهنونو کې تلپاتې وي. روح دې ښاد او یاد یې ژوندی!

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Communication Studies - KU posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share