09/03/2024
د سلام پوهنتون، کمپیوټر ساینس پوهنځي، کمپیوټر ساینس ډیپارټمینټ ټولو ګرانو زده کړیالانو ته خبر ورکول کیږي چې د ۱۴۰۲ لمریز کال ژمنۍ رخصتي پای ته رسیدلې ده او د ۱۴۰۳ لمریز کال بهاري سمستر نن د شنبې په ورځ چې د ۱۴۰۲ لمریز کال حوت میاشتې ۱۹ نیټې سره سمون خوري پیل شو.
د لمړي سمستر په شمول د ټولو سمسترونو درسونه نن په عادي ډول سره پیل شوي دي او استادان د همدې نیټې څخه حاضري اخلي.
د ډیپارټمینټ له خوا ټولو زده کوونکو ته بیا ښه راغلاست وایو او هیله لرو چې د روان سمستر څخه ډېر څه ترلاسه او په زده کړو مو برلاسي اوسئ.