01/09/2025
د تېر په څېر یو ځل بیا د ګران هېواد ختیځ زون یوې نسبتا شدیدې زلزلې ولړزاوه. دا زلزله چې تېره شپه ۱۱:۴۷ دقیقې رامنځته شوه د هیواد ختیځ ولایتونه په ځانګړ ي ډول ښایسته کنړ یې د غم په ټغر کښېناوه. د دې زلزلې مرکز د جلال اباد ختیځ په ۲۷ کیلومتری کې موقعیت درلود او ژوروالی یې ۸ کیلومتر ته رسېده چې له لږ ځنډ وروسته یوې بلې زلزلې هم یاده سیمه ولړزوله چې د لومړۍ څخه یې شدت کم او ۴.۵ مګنیټوډ ته رسیده چې د سلګونو هېوادوالو د مړینې، ټپي کېدنې، بیځایه کېدنې، ویرې او مالي زیانونو لامل شوه. دا زلزله هغه مهال رامنځته شوه چې له یوې خوا د نوموړي ولایت اوسېدونکي غریب، استوګنځایونه د زلزلې پر وړاندې اسیب پذیر او درانه هېوادوال په خواږه خوب ویده وو.د چاپېریال پوهنې پوهنځي علمي او اداري کارکوونکي په دې درانه غم کې له خپلو درنو هېوادوالو سره اوږه په اوږه ولاړ دی. او د دوی غم د خپل کور غم ګڼي. شهیدانو ته جنت الفردوس او ټپیانو ته د الله ج له عظیم دربار څخه د بیړنۍ روغتیا غوښتونکې دي.