Bahij Virtual Academy - BVA

Bahij Virtual Academy - BVA Find the answers you need. The channel is led by Dr. Abdul Hamid Osmani, an expert in the field with a wealth of knowledge and experience to share.

Bahij Virtual Academy is a YouTube channel dedicated to providing valuable and informative content on a variety of topics related to parenting, children's education, self-awareness, self-discovery, and personality development. The channel offers a range of new scientific information, providing viewers with the latest research and insights in these areas. Whether you're a parent looking for advice

on how to raise happy and healthy children, a student looking to improve their self-awareness and personality development, or simply someone interested in these topics, Bahij Virtual Academy is a valuable resource that is sure to educate and inspire.

01/12/2025
06/11/2025

که غواړئ د فیلمونو او سريالونو له لارې په اسانه انګرېزي ژبه زده کړئ دا پاڼه درسره فالو کړئ.
نور هېڅ مه کوئ، يوازې په ورځ کې شل دقيقې هره ويډيو په دقت وګورئ. تاسو به هره ورځ نوې جملې او د جملو په لړ کې ګڼ نوي لغتونه زده کړئ.‌
لينک يې په لومړي کامنټ کې دی.

د اولادونو د روزنې د لړۍ په ۲۳ برخه کې چې څو شېبې وړاندې خپره شوه پر دې خبرې شوې چې تلويزيون، موبايل او کمپيوټر څه ډول د...
15/07/2024

د اولادونو د روزنې د لړۍ په ۲۳ برخه کې چې څو شېبې وړاندې خپره شوه پر دې خبرې شوې چې تلويزيون، موبايل او کمپيوټر څه ډول د وړو ماشومانو پر ذهن او ماغزو باندې ناوړه او تلپاتې اغېزې کوي.

In this 23rd episode of the Parenting Series, Dr. Abdul Hamid Osmani shares crucial insights on child development and the impact of electronic media on young...

23/02/2024

د مباح علم له دنياګۍ څخه يو تازه خبر دا دی چې پوهان په لومړي ځل توانېدلي په لابراتوار کې د موږکانو مصنوعي "خوټې" جوړې کړي دي.‌ دوی وايي دا پرمختيا به له شنډو نرانو سره چې اولاد يې نه کېږي مرسته وکړي چې پلرونه شي.

12/02/2024

د ډاکتر صايب امان شمس دا طلايي مشوره هېڅکله مه هېروئ.

ورزش په وجود کې د يوې کېمياوي مادې چې ډوپامين نوميږي مقدار لوړوي او هغه بيا انسانانو ته د دې قدرت ورکوي چې له روزانه ژوند څخه خوند واخلي او خوشحاله وي.
ورزش دا معنا نه لري چې يو انسان به حتماً پر خپل ځان زحمت او مشقت تېروي بلکه هغه ورزش وکړئ چې تاسو ته خوند درکوي او همېشه يې کولای شئ.
مثلاً:
پياده تګ خوند درکوي، و يې کړئ!
منډه خوند درکوي، و يې کړئ!
بايسيکل چلول خوند درکوي، و يې کړئ!
اتڼ خوند درکوي، و يې کړئ!
لامبو خوند درکوي، و يې کړئ!
توپ ډنډه خوند درکوي، و يې کړئ!
د خوسي لوبه خوند درکوي، و يې کړئ!
جېم ته تګ خوند درکوي، و يې کړئ!
واليبال خوند درکوي، ويې کړئ!
کرکټ خوند درکوي، و يې کړئ!
فوټبال خوند درکوي، و يې کړئ!
مقصد چې هر ورزش ته لاسرسی لرئ او تاسو ته خوند درکوي او همېشه يې کولای شئ هغه و کړئ.

09/01/2024

د ماشومانو او اولادونو د روزنې د کارپوهانو ترمنځ د بحث يوه توده موضوع د «نړيوال ښاروند» هغه ده. هند، اندونيزيا، بنګلاديش، فليپين، سوېلي کوريا، ويتنام او ... هېوادونه غواړي خپل ماشومان داسې وروزي چې د نړۍ په هر هېواد کې ژوند وکولای شي، د هغه ځای له امکاناتو څخه د ځان په ګټه استفاده وکړي او بيا په مخامخ يا نامخامخ ډول خپل هېواد ته ګټه ورسوي. د دې نظريې ملاتړي استدلال کوي چې د هر وګړي ځاني هوساينه، بريا او وده د هېواد هوساينه ده توپير نه کوي چې دا وګړی چېرې او په کوم هېواد کې ژوند کوي.

په مقابل کې بيا د يوشمېر نورو هېوادونو ښوونيز نظامونه ښه ګڼي چې ماشومان له خپل وطن، کلي، ژبې او نورو سيمه‌ييزو ارزښتونو سره داسې غوټه لوی کړي چې له خپل وطن يا حتا خپل ولايت او سيمې دباندې ژوند ونشي کړای. دوی استدلال کوي چې دغه تګلاره يې د هېوادونو او ارزښتونو د ساتنې او بقا يوازينۍ لار ده.

موږ چې له نړيوال پوهنيز، اقتصادي او سياسي کاروان څخه د بېلابېلو لاملونو له کبله بې‌درېغه شاته پاتې يو د دويمې نظريې له مخې خپلو خلکو ته د هوسا او ځان‌بسيا ژوند شرایط نشو چمتو کولای نو بايد هڅه وکړو چې خپل اولادونه د «نړيوالې ښاروندي» لپاره وروزو چې آرامه او د عزت ژوند ولري. که کوم بل هېواد ته کډوال شي په ټولنه کې ځان مدغم کړای شي او د ژوند تر پايه د مسافري او بې‌وطني سندرې ونه وايي. د هر هېوادوال هوساينه او ځان‌بسياينه د هېواد هوساينه ده توپير نه کوي چې هغه وګړی د خاورينې په کوم ځای کې مېشت دی.

که چېرې مو احساس وکړ چې شهوت او جنسي غوښتنې مو ناببره کمې شوې دي په بېړني ډول مو له خپل ډاکتر سره سلا مشوره وکړئ. دا پېښ...
19/12/2023

که چېرې مو احساس وکړ چې شهوت او جنسي غوښتنې مو ناببره کمې شوې دي په بېړني ډول مو له خپل ډاکتر سره سلا مشوره وکړئ. دا پېښه عادي مه ګڼئ، له داسې خطرناکو ناروغيو څخه ريښه اخلي چې انسان وژلای شي.

که په تدريجي ډول مو په اوږده موده کې جنسي غوښتنې او شهوت کم شوی وي بيا هم له خپل ډاکتر سره سلا مشوره مه هېروئ. د جنسي احساس کمېدل ګڼې رواني او ذهني ستونزې زېږوي چې د انسان پر شخصي او کاري ژوند برسېره په کورنۍ هم اغېز کوي.

نو د شهوت د کنټرول سوچ مو چورلټ له سره وباسئ. شهوت او جنسي احساس د خدای تعالی يو بې‌ساری او ستر نعمت دی. د ژوند له شريک سره مو څه ډول چې زړه غواړي جنسي اړيکې وساتئ او که د ژوند ملګری يا ملګرې نلرئ ځان په نورو کارونو هومره بوخت وساتئ چې فکر اؤ ذهن مو جنسي مسايلو ته وزګار نشي. ورزش کوئ او د خامو او پخو سلو او سبزيجاتو خوړل مه هېروئ. پوره خوب کوئ او د ژوند له نورو اړخونو خوند اخلئ.

07/12/2023

دا اوونۍ د مصنوعي ځيرمنتيا خبرونو پر سر اخيستې ده. د دې ټېکنالوجي بې‌سارې چټکې ودې ټوله نړۍ حيرانه کړې ده. گوگل د غبرګولي يا Gemini په نوم خپل تر ټولو پرمختللی لوی ژبنی ماډل په بارډ کې فعال کړ چې په ځينو برخو کې له چټ جي پي ټي پرمخ تللی او کره دی.‌دا ماډل کولای شي وويني، واوري او وغږېږي.‌

مېټا شرکت بيا د هم‌مهالې ژباړې داسې سيسټم وړاندې کړی چې ستاسو خبرې، ستاسو په خپل غږ د نړۍ ګڼو ژبو ته د دوه ثانيو په ځنډ ژباړلای او خپرولای شي. دا وړتياوې به په راتلونکي کې د مېټا شرکت په اپلکېشنونو کې لکه وټس اپ او منسجر کې هم فعالې شي. تاسو به کولای شئ د نړۍ په هر ګوټ له هر چا سره د هغوی په خپله ژبه خبرې وکړئ. د خبرو او ژباړې د کيفيت له لوړوالي سره سره کولای شي د غږېدونکي انسان احساسات او د خبرو ټون هم ولېږدوي.

د ګوګل، مايکروسافټ او مېټا په ګډون ستر شرکتونه هڅه کوي دغه ټېکنالوجي دومره عامه کړي چې يوه ورځ ستاسو د خپلې بې مزي غوږۍ له لارې چې له موبايل سره مو نښلېدلې وي وکولای شئ د ځمکې پر مخ د هرې ژبې له ګړېدونکو سره د هغوی په خپله ژبه خبرې وکړئ.

يو خياليګر انځور
20/04/2020

يو خياليګر انځور

Address

Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Bahij Virtual Academy - BVA posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to Bahij Virtual Academy - BVA:

Share