د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت رسمي پاڼه
(4)

غزني کې د څړځايونو پرسر راپورته شوي جنجالونه پای ته ورسېدلپنجشنبه ۴ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷د غزني ولایت د مالستان ولسوالي اړ...
21/05/2026

غزني کې د څړځايونو پرسر راپورته شوي جنجالونه پای ته ورسېدل

پنجشنبه ۴ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د غزني ولایت د مالستان ولسوالي اړوند د کوچیانو او مېشتو هزاره ګانو ترمنځ د څارويو د څړځایونو او مېله ځای پر سر راپورته شوې لانجه د حل په موخه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست ته راجع او د دواړو لوريو استازو په ګډون ګډه ناسته ترسره شوه، چې د ستونزې د حل لپاره لازم بحثونه او خبرې اترې وشوې.

د ناستې پر مهال د غزني ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس د دواړو خواوو خبرې واورېدې او د متقابل احترام پر بنسټ یې د ستونزې د هواري هڅې وکړې، چې د مسؤلینو د هلو ځلو او د دواړو لوريو د همکارۍ له امله یاد اختلاف په سوله ییز ډول حل شو.

په پای کې د دواړو اړخونو استازو ژمنه وکړه چې له دې وروسته به د یو بل حقونو ته درناوی کوي له هر ډول شخړې او تاوتریخوالي به ډډه کوي او د ورورولي ګډ ژوند ته به ادامه ورکوي.

20/05/2026

بغلان کې مسؤلينو د يوې خونړۍ شخړې مخه ونيوله

چهار شنبه ۳ ذوالحجهَ الحرام ۱۴۴۷

بغلان کې مسؤلينو د يوې خونړۍ شخړې مخه ونيولهچهار شنبه ۳ ذوالحجهَ الحرام ۱۴۴۷د بغلان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چا...
20/05/2026

بغلان کې مسؤلينو د يوې خونړۍ شخړې مخه ونيوله

چهار شنبه ۳ ذوالحجهَ الحرام ۱۴۴۷

د بغلان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت د مرکزي بغلان ولسوالي په بیسقال سیمې کې د مالونو د څړ ځايونو پر سر د دوو قومونو ترمنځ رامنځته شوې شخړه د قومي مشرانو په منځګړیتوب حل او فصل کړه.

دغه شخړه د دوو وروڼو قومونو ترمنځ رامنځته شوې وه، چې له امله یې د دواړو لوريو څخه لس تنه سخت ټپیان شوي وو او لوی مالي زيانونه هم ورته رسېدلي وو، چې د دواړو طرفونو ژوند يې ترېخ کړی وو او جدي اندېښنې يې راولاړې کړې وې

په پای کې د مسؤلينو له لوري د دواړو قومونو ترمنځ د روغې جوړې د زمينې په برابرولو سره د دې منازعې په چټک مخنيوي سره د لويو انساني تلفاتو او احتمالي پراخو نښتو مخه ونیول شوه او دواړو خواوو د سولې او ورورولي ژمنه وکړه.

د بلخ او سرپل ولايت د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ سوله وشوهچهار شنبه ۳ ذوالحجهَ الحرام ۱۴۴۷د جوزجان ولايت د سرحدونو، قومو...
20/05/2026

د بلخ او سرپل ولايت د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ سوله وشوه

چهار شنبه ۳ ذوالحجهَ الحرام ۱۴۴۷

د جوزجان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس د منځګړو مشرانو په ملتا د بلخ ولايت د چهاربولک ولسوالي او سرپل ولايت د سيدآباد ولسوالي د اوسيدونکو ترمنځ روغه جوړه تر سره کړه او دواړه لوري يې سره پخلا کړل.

دغه شخړه، چې د ځينو کورنيو موضوعاتو پر سر د راپورته شويو ستونزو له کبله پېښه شوې وه دواړو لوريو ته يې ګڼې آندېښنې او مشکلات ايجاد کړي وو، چې د مسؤلينو په هڅو د سولې او خبرو له لارې هواره شوه.

د پخلاينې په جوړو شويو مراسمو کې منځګړو مشرانو د سولې، يووالي او ورورولي په تړاو هر اړخېزې خبرې وکړې او ښکېل لوري يې د شخړو په بدو عواقبو وپوهول. په پای کې د دواړو کورنيو مشرانو يو بل ومنل او د خوښي غاړې يې سره ورکړې.

20/05/2026

شازرګل قومي مخور: موږ د ژوند تر وروستۍ سلګي د اسلامي ام!رت ملاتړ کوو.

په بامیانو کې د دوو کورنیو ترمنځ د شل کلن جنجال د لا پراخېدو مخنیوی وشوسه شنبه/۲/ ذوالحجه ۱۴۴۷د بامیان ولایت په آهنګرانو...
20/05/2026

په بامیانو کې د دوو کورنیو ترمنځ د شل کلن جنجال د لا پراخېدو مخنیوی وشو

سه شنبه/۲/ ذوالحجه ۱۴۴۷

د بامیان ولایت په آهنګرانو سیمه کې د دوو کورونیو ترمنځ دوه لسیزې وړاندې د کرنیزې ځمکې پر سر رامنځته شوې شخړه، چې دواړه کورنۍ یې له امله په ستونزو کې ښکېلې وې، پرون ورځ د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت له لوري د یوې جلسې په ترڅ کې حل شوه.

دغه شخړه، چې د ښکېلو غاړو ترمنځ له ۲۰ کلونو راهیسې روانه وه، له امله یې په دې وروستیو کې جنجالونو او خنډونه زیات شوي وو، تر دې چې دواړه خواوې لاس لوېدلو ته سره رسېدلې وو، او څو ورځې وړاندې د دوی ترمنځ د جنګ پرمهال یو تن ټپي شوی هم و، خو له د ځايي مشرانو او مسؤلینو د منځګړیتوب په پایله کې د شخړې د لا پراختېدو مخنیوي شوی و.

د دغې شخړې د حل او کرارېدلو په منظور د بامیانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر حافظ محب الله سجاد د یو شمېر سیمه ‌ییزو مخورو په همکارۍ په موضوع کې مداخله وکړه او د دودیزې جرګې او روغې جوړې له لارې یې د قضیې د حل هڅې پیل کړې، کله چې دواړه لوري روغې جوړې ته راضي شول په دې اړه غونډه راوبلل شوه.

د جوړه شوې غونډې پرمهال جرګه کوونکو د اسلامي شریعت له مخې د انسانانو ترمنځ د حقوقو په رعایت کولو ټینګار وکړ او له ښکېلو غاړو سره په ګډ تفاهم یې د دوی ترمنځ د سولې پرېکړه ترتیب او ابلاغ کړه. یاده شوې فیصله د دواړو لورو له خوا ومنل شوه او دغه کورنۍ له شل کلن جنجال وروسته سره پخلا شوې.

لغمان کې اته کلنه دښمني په دوستي بدله شوهسه شنبه ۲ ذوالحجهَ الحرام ۱۴۴۷د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ د سایګل درې په نچالا...
19/05/2026

لغمان کې اته کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

سه شنبه ۲ ذوالحجهَ الحرام ۱۴۴۷

د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ د سایګل درې په نچالام کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ اته کلنه دښمني د سيمه ييزو قومي مشرانو او د لغمان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده.

یاده دښمني چې د دوو کليوالو کورنيو ترمنځ د یوې مېرمنې پر سر رامنځته شوې وه او شاوخوا اته کاله يې دوام کړی و، پکې یوه مېرمن وژل شوې وه، ترمنځ يې اوږدمهاله ستونزې موجودې وې او لوی مالي تاوانونه هم ورته رسېدلي وو.

د اسلامي امارت مشرانو د يادې دښمني د پای ته رسولو په موخه د روغې جوړې د مراسمو پرمهال له دواړو لوريو څخه د مسؤلینو او قومي مشرانو په تائيد یو تعهد لیک واخېست او يو بل ته يې ورغاړې وېستل، چې په همدې سره يې ياده د کلونو دښمني په دوستي بدله شوه.

19/05/2026

قومي مخور: دا نظ!م د افغانانو د وینو په برکت راغلی دی.

ننګرهار کې د دوو تنو له مرګ ژوبلې وروسته روغه جوړهسه شنبه ۲ ذوالحجهَ الحرام ۱۴۴۷د ننګرهار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبا...
19/05/2026

ننګرهار کې د دوو تنو له مرګ ژوبلې وروسته روغه جوړه

سه شنبه ۲ ذوالحجهَ الحرام ۱۴۴۷

د ننګرهار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د ولايتي ادارې د استازو، قومي مشرانو او د يني عالمانو په ملتا د ياد ولايت په کامې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو د ځوانانو ترمنځ د ځينو سيمه ييزو لوبو پر سر راپورته شوې شخړه هواره کړه.

د دغې شخړې په پايله کې له دواړو خواوو څخه يوکس وژل شوی او يو بل کس ټپي شوی و، چې ترمنځ يې لوی اختلافات او بدبينۍ هم راپورته کړې وې، چې مسؤلينو د يوې غونډې پرمهال د خبرو اترو له لارې سره پخلا کړل.

د روغې جوړې په رابلل شوې غونډه کې د اسلامي امارت مشرانو د بښنې، جبر او زغم په هکله د صحابه کرامو د ژوند ځينې بيلګې وړاندې کړې او بښنه کول يې د صحابه کرامو صفات ياد کړل. يادو مشرانو په ننګرهار کې د سلګونه زړو دښمنيو په دوستي د بدلولو هر کلی وکړ او په دې برخه کې يې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت هڅې وستايلې.

لغمان کې پنځه کلنه شخړه په سوله او پخلاینه پای ته ورسېدهدوشنبه ۱ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷د لغمان ولایت الینګار ولسوالي د کلما...
18/05/2026

لغمان کې پنځه کلنه شخړه په سوله او پخلاینه پای ته ورسېده

دوشنبه ۱ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷
د لغمان ولایت الینګار ولسوالي د کلمان درې اړوند په فارج کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه پنځه کلنه شخړه، چې د خپلمنځي اختلافاتو له امله رامنځته شوې وه او له وجې یې څلور تنه ټپیان شوي وو، د ياد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت مسؤلینو، قومي مخورو او علماوو د هڅو په پايله کې د سولې او ورورولۍ په فضا بدله شوه.

د پخلاینې په مراسمو کې مسؤلینو وویل، هڅه کوي چې په لغمان ولایت کې پاتې شخړې د ولس په همکارۍ حل کړي، ترڅو خلک د سولې په فضا کې ژوند وکړي. هغوی همداراز د قومي مخورو او دیني علماوو له همکاریو هم مننه وکړه، چې د دښمنیو او لانجو په ختمولو کې مهم رول ادا کوي.

بلخوا د سیمې اوسېدونکو او د دواړو ښکېلو کورنیو استازو د اسلامي امارت له مسؤلینو مننه وکړه، چې یاده اوږده شخړه یې په سوله ییز ډول پای ته ورسوله او يادې کورنۍ یې بېرته سره پخلا کړې.

Address

Kabul
1001

Opening Hours

Monday 08:30 - 15:30

Telephone

+93729122118

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت:

Share