29/04/2026
پامیر پوهنتون کې د مخکښو استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو لپاره د ستاینې غونډه ترسره شوه.
غونډه د قرانکریم په تلاوت پیل شوه، ورپسې د ادارې مسؤولینو د وینا پر مهال د علم او زدهکړې پر ارزښت خبرې وکړې او له محصلینو یې وغوښتل چې له شته فرصتونو څخه په ښه ډول ګټه واخلي. دوی همداراز د هڅاندو محصلینو لاسته راوړنې وستایلې او هغوی یې د نورو لپاره د الهام وړ وبلل.
په دې غونډه کې د تکړه محصلینو او غوره کارکوونکو نومونه واخیستل شول او هغوی ته د ستاینلیکونو ترڅنګ ډالۍ هم ورکړل شوې.
دغه رازهغو ګډونوالو ته چې روزنیز پروګرامونه یې په بریالیتوب سره بشپړ کړي وو، تصدیق پاڼې ووېشل شوې.
ګډونوالو دا ډول پروګرامونه د مثبتې سیالۍ، علمي ودې او مسلکي پرمختګ لپاره ګټور وبلل او د ورته پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه.
د غونډې په پای کې مسؤولینو د ټولو ګډونوالو مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دا ډول هڅونې به د راتلونکو لا زیاتو بریاوو لامل وګرځي.
د نشراتو او عامه اړیکو مرکز