Dr Sheerzad Sh Safi

Dr Sheerzad Sh Safi Pace. Medical, good health

25/04/2026
فارمکالوژي:  څلورم درس :  بيټالکټم ميکروب ضد درمل .د میکروب ضد درملو څخه لومړی ګروپ درمل.پينــــــسليــــــن penicillin....
31/01/2026

فارمکالوژي:
څلورم درس :
بيټالکټم ميکروب ضد درمل .
د میکروب ضد درملو څخه لومړی ګروپ درمل.
پينــــــسليــــــن penicillin.
دا د میکروب درملو له ډلۍ څخه لومړنۍ کورنۍ ده
پينسلین په ګرام مثبت ميکروبو قوي تاسير نسبت ګرام منفي ته البته ځنو ګرام مثبتو ميکروبونو هم تاسير لري .

د پينسلين پيژندنه:
پينسلين په لاندې ګروپونو تقسیم شوې دي

لومړی کمزوري تاسير کونکي پينسلین
Penicillin G
penicillin V
Nefacillin
oxacillin
Cloxacillin
dicloxacillin
flucloxacillin
methacillin
)
دویم پراخه یا قوي تاسير لرونکي پينسلين
Ampicillin
Amoxycillin
Bacampicillin
Talapcillin
carbapencillin
ticracillin
Azlocillin
mezocillin
pipracillin
.
پينسلينو کلينکي استعمال ځایونه.
پورتنیو درملو څخه مهم درمل اموکسيلین او امپسلين تر ټولو مهم دي او ډير استعماليدونکي درمل دی.

اول استعمال. د تنفسي سيسټم انتاناتو کې استعمال لکه برانشيټس، انفلونزا، سټريپټوکول نمونیا.

دویم استعمال .اموکسيل او امپسلین دواړه د شدیدو انتاني حالت کې د خولی او د رګ لارې استعمالولای شو لکه نمونیا ( سينه بغل ) مينیجايټس( سحایاو التهاب یا دماغ پردو ميکروب ).

دریم استعمال:اموسکیلین + ميټرونیډازول+ppi د معدې میکروب ايچپالوري درملنه معدې په زخم کې استعمالولای شو.

څلورم استعمال:اموکسلین +پوتاشیم کلونینلیټ یا تجارتي نوم AUgmentin هغه میکروبي حالت کې استعالو کله چې د اموکسلین پر وړاندې مقاومت ولري لکه انفلونزا، ایکولي، کلبسيله .

پينځم استعمال: د بولي لارو میکروبونو کې، د غوږ په میکروب کې، او د ساینسونو په التهاب کې استعمالولای شو .

د درملو جذب اطراح.

دا درمل د خولی د لارې که استعمال شي د امپسلین په نسبت اموکسلین خه جذبیږي او خواړه د اموکسلین جذب کې کوم بد تاسیر نلري.
د بدن انساجو ته رسیږي په ځيګر کې په استقلاب رسیږي او د پښتورګو لارې خارجیږي.

درملو دوز يا اندازه
اول: امپسلین: کپسول 250 او 500 ملي ګرامه څلور وخته خولی دلارې
شربت یې125/250 mg /5 ml
انجيکشن يې 500 to تر 1000 mg خطرناکو انتاناتو کې 6 نه تر 12g پورې د رګ د لارې استعمالولای شو په څلورو دوزونو کې.
او ماشومانو ته بیا 25 څخه 50mg پر کیلوګرام ورکوو څلور دوزه په ورځ کې.

دویم: اموسکلین:
کپسول: 250څخه تر 500mg.درې وخته خولی د لارې.
شربت: 125/250mg/ ml .ماشومانو ته 20څخه40 ملی ګرامه پر کیلو درې دوزه د ورځې.

دریم کو اموکسلین:
کو اموکسلین: 375. 625 تر 1000mg دوه یا درې وخته د ورځې.

جانبي عواض یا بد تاسير يې.
کانګه .
اسهالات.
الرجي یا حساسیت.

نه استعماليدونکي او احتياطي حالت .
الرجي پينسلینو سره.
پينسلينو کورنیو درملو څخه اموکسيلین په حمل کې محفوط ترین درمل دي .
د پښتورګو مزمنو ناروغیو کې باید درملو دوز برابر.کړی شي.
Dr Sheerzada safi
ریفرینس👇
Essential pharmacology 9th Editon

11/01/2026

# #ورور #

Please like my tik tok
10/01/2026

Please like my tik tok

5671 Followers, 3584 Following, 63.8k Likes - Watch awesome short videos created by Dr Sherzad safisafis

24/03/2025

نارینه وو کې د #سپـ.رم کمښت ، لاملونه او درملنه یی؛

په نارینه وو کې د سپـ.رم کمښت (Low S***m Count) – لاملونه، اغیزې، او درملنه

سپـ.رم کمښت څه شی دی؟
سپـ.رم کمښت یا اولیګوسپرمیا (Oligospermia) هغه حالت ته ویل کېږي چې د نارینه د منـ.ې په مایعاتو کې د سپـ.رم اندازه له نورمال څخه کمه وي. که د سپـ.رم شمېر له ۱۵ میلیونو سپرمو څخه کم وي (په یو ملي لیتر منې کې)، نو دا کم ګڼل کېږي. که چیرې سپـ.رم هېڅ نه وي، نو دې ته ازوسپرمیا (Azoospermia) ویل کېږي.

د سپ.رم کمښت لاملونه
د سپـ.رم کمښت مختلف فزیکي، هورموني، او چاپېریالي عوامل لري، چې ځینې یې دا دي:

۱. فزیکي لاملونه
ویریکوسیل (Varicocele) – د خـ.ـصیو د وریدونو پراخېدل، چې د سپـ.رم کیفیت خرابوي..
انتی بیوټیک او التهابي ناروغۍ – ځینې انتانات، لکه سوزاک (Gonorrhea) یا کلامیدیا (Chlamydia)، د سپـ.رم تولید ته زیان رسوي.
هرنیا (Hernia) یا د خـ.ـصیو زخمونه – د خـ.ـصیو د عملیاتو یا صدمې له امله د سپـ.رم تولید زیانمنېدای شي.
نه ښکته شوي خصـ.ی (Undescended Testicles) – که د ماشوم په کوچنیوالي کې خـ.ـصیي خپل نورمال ځای ته نه وي ښکته شوي.

۲. هورموني لاملونه
د ټیسټوسټیرون کمښت – د نارینه هورمون ټیسټوسټیرون کمښت د سپـ.رم تولید اغېزمنوي.
د دماغي غدواتو ناروغۍ – د هیپوفیز یا هایپوتالاموس ستونزې، چې د سپـ.رم تولید تنظیموي.

۳. چاپېریالي او ژوند طرز عوامل
سګریټ او نشه يي توکي – نیکوټین، الکول، او کوکایین د سپـ.رم تولید کموي.

زیاته تودوخه – ګرمو ځایونو ته ډېر تګ، د لمر لاندې زیات کار، یا د لیپټاپ اوږدمهاله کارول په تودوخه کې زیاتوالی راولي، چې د سپـ.رم تولید ته زیان رسوي.

خراب خواړه – د ویټامینونو، زنک، او انټي‌اکسیدنټ موادو کمښت د سپـ.رم تولید کموي.

اضطراب او سټریس – دوامداره روحي فشار د هورموني توازن ګډوډوي.

د سپـ.رم کمښت اغیزې
شنډوالی (Infertility) – د حمل نه اخیستل یا ستونزې
ج+نسي کمزوري – د میل کمښت یا د تنـ.ـاسلي قوت کمېدل
رواني فشار – د کورنۍ او ټولنیزې اړیکو ستونزې

د درملنې لارې
۱. طبیعي او غذایي درملنه
زنک (Zinc) لرونکي خواړه – لکه غوښه، هګۍ، بادام، او مغز لرونکي خوراکونه
ویټامینونه (Vitamin C & E) – تازه میوې، سبزیجات، او د غنمو تخم
امېګا ۳ فایټي اسیدونه – د کب غوړ او د زیتون تېل
اوبه ډېرې څښل – بدن هیدریټ ساتي او سپـ.رم تولید ته ګټه رسوي

۲. درملنه د درملو له لارې
د هورموني درملو استعمال – که چیرې د ټیسټوسټیرون یا FSH/LH هورمون کم وي، نو درمل ورکول کېږي.
انتي بیوټیک درمل – که د انتان له امله سپـ.رم کم وي، نو د ناروغۍ درملنه ضروري ده.
د ویریکوسیل عملیات – که د وریدونو ستونزه وي، نو جراحي حل لري.

۳. د ژوند د طرز بدلون
د سګریټ، الکول، او نشه يي توکو پرېښودل
د فزیکي تمریناتو کول (خو ډېر سخت تمرین نه)
د ذهن ارام ساتل، د سټریس کمول
د ګرمو ځایونو څخه ځان ساتل

نتیجه
د سپـ.رم کمښت د نارینه و د شنډوالي یو عام لامل دی، خو دا اکثره وخت د درملنې وړ وي. د صحیح تشخیص لپاره باید د ډاکټر مشوره واخیستل شي، د ازموینو له لارې اصل لامل پیدا شي، او بیا مناسب درمل یا تغذیه وکارول شي.

د لیکنې کاپي کولو حقوق خوندي دى

د نورو ملګرو سره یی شریک کړئ #شیر کړئ! پاڼه #فالو کړئ
ډاکترشىرزاده صافي

*🔲 لوستلو 📖 ، او نشرولو ✅ په هیله . چا چې ولوستل نو په مینه یو لایک 👍 یا هم ❤️ ورکئ .*

Address

Kunar

Telephone

+93777730505

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Sheerzad Sh Safi posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share