09/10/2025
د کتاب په اړه ځانګړې برنامه
د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي د لومړي ټولګي محصلانو ته د کتاب او مطالعې پر ارزښت او د کتابتون پر پېژندنه باندې ځانګړې برنامه دائره شوه.
دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الثانی میاشتې (۱۳)مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال تلې میاشتې له (۱۴)مې نېټې سره سمون لــــــــــــــــــــــــري، د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي د لومړي ټولګي محصلانو ته د کتاب او مطالعې پر ارزښت او د کتابتون پر پېژندنه باندې ځانګړې برنامه دائره شوه.
په جوړه شوې برنامه کې لومړی د پوهنتون علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالوهاب حکمت د کتاب او مطالعې پر ارزښت او کتابتون پر پېژندنه باندې مالومات په یوه پریزنټېشن کې شریک کړل.
ورپسې د پکتیا پوهنتون عمومي کتابتون مسؤل عادل حبیب د پکتیا پوهنتون عمومي کتابتون په اړه د لومړي ټولګي محصلانو ته مالومات ورکړل، چې څنګه کولای شي څو په څلور کلنه تحصیلي دوره کې له دغه کتابتون څخه لازمه ګټه پورته کړي.
وروسته په پروګرام کې هغه محصلین هم وستایل شول، چې د پوهنتون د عمومي کتابتون له منابعو څخه یې ډېره استفاده کړې وه.
د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت