04/06/2024
کوټه پوهنتون زولوجى ډيپارټمنټ ښه راغلاست غونډه ؛
د پښتونخوا سټوډنټس ارګنايزېشن کوټه پوهنتون سره مربوط زولوجى يونټ تر نظارت لاندې و نوو راغلو لوستونکو ته يوه ډېره پراخه او پرتمينه غونډه د يونټ سيکرټرى احمد خان خروټى په صدارت کې ترسره شوه. په غونډه کښي ٧ لوستونکو په خپل قامي تنظيم پښتونخوا سټوډنټس ارګنايزېشن کې د شموليت اعلان وکړی.
په غونډه کې د پښتونخوا سټوډنټس آرګنايزيشن کوټه ضلع سيکرټرى يار محمد بريال ضلع سنئیر معاون واسع سنځر د پښتونخواه سټوډنټس آرګنايزيشن کوټي پوهنتون علاقائی سیکرټرى ضياء کاکړ علاقائی سنئیر معاون سیکرټرى جبار خان پانیزئی علاقائی آفس سیکرټرى زين درانى او علاقائی معاون انعام خان او ګنړ شمير ملګرو ګډون درلود
و غونډي ته د پښتونخوا سټوډنټس ارګنايزېشن کوټه ضلع سېکريټري يار محمد بریال، ضلعي سينئر معاون واسع سنځر، د کوټى پوهنتون علاقائی سیکرټرى ضياء کاکړ او په اخر کې د پښتونخوا سټوډنټس ارګنايزېشن کوټى پوهنتون سره مربوط زولوجى ډيپارټمنټ يونټ سيکرټرى احمد خان خروټى صدارتى وينا وکړه.