Faculty of Economics - Kunar

Faculty of Economics - Kunar Economics

27/04/2026
الحمدللهداسې زېري او وياړونه دې لا ډېر شياقتصاد پوهنځي اداره  په خپلو کادرونو وياړي، چې تل يې پوهنتون او پوهنځي ته اعلی ...
24/04/2026

الحمدلله
داسې زېري او وياړونه دې لا ډېر شي
اقتصاد پوهنځي اداره په خپلو کادرونو وياړي، چې تل يې پوهنتون او پوهنځي ته اعلی مقامونه راوړي دي.

د سيد جمال الدين افغاني - کونړ پوهنتون اقتصاد پوهنځي وياړلو استادانو جهان پوهنتون په علمي ـ څیړنېز کنفرانس کې خپلې مقالې...
23/04/2026

د سيد جمال الدين افغاني - کونړ پوهنتون اقتصاد پوهنځي وياړلو استادانو جهان پوهنتون په علمي ـ څیړنېز کنفرانس کې خپلې مقالې ارائيه کړی!
مصنوعي ځیرکتیا د تکنالوژۍ په ډګر کې یوه نوې راڅرګنده شوې پدیده ده. چې د صنعت، تولیداتو، پانګونې، تکنالوژۍ او مدیریت په برخو کې اغېزمن او ګټور رول لوبولی شي او د دوامداره ودې لپاره بنسټیز اهمیت لري.
مصنوعي ځېرکتیا د معاصرې نړۍ هغه پرمختللې ټکنالوژي ده چې د معلوماتو د تحلیل، دقیقو پرېکړو، چټکو خدمتونو او نوښتګرو حللارو زمینه برابروي. نن ورځ هېوادونه له همدې وسیلې څخه په اقتصاد، روغتیا، کرنه، ښوونه او روزنه او عامه خدمتونو کې پراخه ګټه اخلي.
د اقتصاد پوهنځي اداره په خپلو کادرونو وياړي او په اينده کې ورته د لا برياليتوبونو او وياړونو دعا کوي.
تاند او سر لوړي اوسئ
د اقتصاد پوهنځي اداره

21/04/2026

د خوښۍ زېرې
د اقتصاد پوهنځي د تشبثاتو اداره او مدیریت څانګې محترم استاد تسل نورزي، د خپلو علمي او مسلکي هڅو په پایله کې د پوهنيار علمي رتبې ته ترفیع ترلاسه کړې ده.
دغه علمي ترفیع د نوموړي د مسلکي وړتیاوو، علمي لاسته راوړنو، ژمنتیا، دوامدارو خدمتونو او هڅو څرګندونه کوي او د اقتصاد پوهنځي لپاره یو مهم علمي پرمختګ او د ویاړ وړ ګام دی. تمه ده چې د استاد تسل نورزي علمي تجربې، څېړنیز فعالیتونه او تدريسي وړتیاوې به د محصلینو د علمي روزنې د کیفیت په لوړولو او د پوهنځي د علمي بهیر په لا پیاوړتیا کې اغېزناک رول ولوبوي.
د اقتصاد پوهنځي مشرتابه، استادان، مديران او محصلین نوموړي ته د دې سترې علمي لاسته راوړنې مبارکي وایي او ورته د لا ډېرو علمي پرمختګونو، څېړنیزو لاسته راوړنو او اغېزناکو خدمتونو هېله څرګندوي.
په درنښت
د اقتصاد پوهنځي اداره

خبرتیا!د درنو محصلینو د پام وړ!هېله ده، چې د کمکي اختر د رخصتيو شپې او ورځې به مو په خېر، خوشحالۍ او عافيت سره تر سره کړ...
22/03/2026

خبرتیا!
د درنو محصلینو د پام وړ!
هېله ده، چې د کمکي اختر د رخصتيو شپې او ورځې به مو په خېر، خوشحالۍ او عافيت سره تر سره کړي وي.
ګرانو محصلانو لکه څرنګه، چې تاسو په جریان کې یاست، د کمکي اختر رخصتۍ پای ته رسېدلي دي، پر همدې اساس تاسو ګرانو محصلانو ته خبر درکول کېږي، چې خپلو درسونو ته مو پر وخت د مهال وېش مطابق حاضر شئ.
د اقتصاد پوهنځي اداره
په خورا درنښت

19/03/2026

تَقَبَّلَ اللَّهُ مِنَّا وَمِنْكُمْ صَالِحَ الْأَعْمَالِ
نېکمرغه کوچنې اختر مو مبارک شه. عبادات، طاعات، روژې، صدقات او نېک عملونه مو قبول شه.

د پسرلني سمستر د درسونو د پېل خبرتیا!! د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اقتصاد پوهنځی ټولو برحال محصلینو ته خبر ورکول کېږ...
02/02/2026

د پسرلني سمستر د درسونو د پېل خبرتیا!!
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اقتصاد پوهنځی ټولو برحال محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې د راتلونکي پسرلني سمستر درسونه به إن شاء الله له گرمسيرو پوهنتونونو سره هم مهال د چهارشنبې په ورځ، د روان ۱۴۰۴ لمريز کال د دلوې مياشتې پر ۱۵مه نېټه، چې د ۱۴۴۷ سپږميز کال د شعبان المعظم مياشتې له ۱۶مې نېټې سره برابره ده، رسماً پېل شي؛ نو پر همدې بنسټ د دې پوهنتون ټولو برحال محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې پر ټاکلې نېټه خپلو درسونو ته په منظم ډول حاضر شي.

د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون - کنړ د اقتصاد پوهنځي (مالي او بانکداري) څانګې د علمي کادر خبرتیا!1404/11/9د مالي او بانک...
30/01/2026

د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون - کنړ د اقتصاد پوهنځي (مالي او بانکداري) څانګې د علمي کادر خبرتیا!
1404/11/9
د مالي او بانکدارۍ څانګې وړ او په شرايطو برابر فارغانو ته زرين چانس.
د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ لاندې لینک ته مراجعه وکړئ.
https://mohe.gov.af/ps-AF/Vacancy-card/vacancy-333
د نوملینکې فورمه له لاندې لینک څخه ښکته کړئ!
https://mohe.gov.af/.../fwrm_bst_hay_kadr_elmy_97afc2c098...

Address

Kunar
Asadabad
2801

Telephone

+93775878790

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Faculty of Economics - Kunar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to Faculty of Economics - Kunar:

Share