Economics Faculty of Zam Zam university

Economics Faculty of Zam Zam university Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Economics Faculty of Zam Zam university, Community College, Paktia/Gardiz, Gardiz.

د 1404ه ش کال فارغ محصلینو د فراغت په ویاړ غونډه د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه!1404/10/02په یاده غونډه کې...
23/12/2025

د 1404ه ش کال فارغ محصلینو د فراغت په ویاړ غونډه د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه!
1404/10/02
په یاده غونډه کې له (اقتصاد، انجنیري، حقوق او سیاسي علومو پوهنځیو) څخه 48 تنه محصلین ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
غونډه کې ګڼو علمي شخصیتونو، مخورو، سپين‌ږيرو او ځوانانو ګډون درلود.
یاده غونډه د مولوی سیف الرحمن رحماني له لوري د قران عظیم الشان په څو مبارکو ایتونو سره پیل شوه، په پيل کې زم زم پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنيار محمدنبي التموري د پرانیست او ښه راغلاست پر مفهومه وینا وکړه، ګډونوالو ته یې د ښه راغلاست تر څنګ د دوی د راتګ څخه مننه وکړه، فارغ محصلانو ته یې له فراغت نه وروسته له دوۍ سره د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه، محصلان او کورنۍ يې د لا ډېرو لوړو زده‌کړو ته وهڅول، ترڅنګ يې محصلانو ته یو لړ مهمې سپارښتنې وکړې.
ورپسې له اجنډا سره سم ګران میلمه وکیل ګلزار زیارمل، د فارغو محصلینو د والدینو په نمایندګۍ خپله علمي وینا وکړه او خوښي يې څرګنده کړه چې په دومره لوی شمیر محصلین ټولني ته دخدمت په موخه وړاندي کوي.
د غونډې په بهير کې د پکتیا پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي صفت الله حقاني علمي وینا وکړه، زم زم پوهنتون د فعالیتونو ستاینه یې وکړه، محصلین یې تشویق کړل چې لا ډیرو زده کړو ته ادامه ورکړي او د دوۍ کورنیو ته یې د فراغت مبارکي وویله، ورپسې د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر قاري صاحب راز محمد حماس وینا وکړه، د زم زم پوهنتون فعالیتونو یې ستاینه وکړه او محصلین یې لا ډېرو لوړو زده کړو ته تشویق کړل او د دوی کورنیو او استادانو ته د فراغت مبارکي وویله، ورپسې د اجنډا مطابق یو تن محصل نثار احمد نجات د محصلینو په استازولي خبرې وکړي او د زم زم پوهنتون له اداري او استادانو یې مننه وکړه چې محصلین یې په پوره اسلامي او افغاني روحیه په علم سمبال وروزل او د تحصیل په جریان کې یې په ټولو برخو کې پراخ امکانات ورته چمتو کړي وو، ورپسې د اجنډا مطابق زم زم پوهنتون د دعوت ارشاد آمر مولوی محمد خان روحاني عالمانه وینا وکړه، محصلینو ته او د دوی کورنیو ته یې د فراغت مبارکي وویله، ورپسې د زم زم پوهنتون محصلانو چارو مرستیال استاد عبدالله بې ریا وینا وکړه، فارغ شویو محصلینو ته او د دوی کورنیو ته د فراغت مبارکي وویله او د غونډې ګډونوالو ته د زم زم پوهنتون د ټولو پوهنځیو د عملي زده کړو په تړاو هر اړخیزه معلومات وړاندې کړا او د زم زم پوهنتون په امکاناتو یې خبرې وکړې.
د پای په شېبو کې، میلمنو ته مننلیکونه، اول نمره‌ګانو ته ستاینلیکونه او فارغ محصلانو ته تصدیق‌ پاڼې په منظم ډول ووېشل شوې او غونډه د مولوي محمد خان روحاني له لوري د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
درنښت
#د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت
#زم زم؛ سپېڅلی نوم، سپېڅلی هدف.

اقتصاد پوهنځی د اکاډمیک کادر په درلودلو سره خپل ټول علمي او څېړنیز فعالیتونه د لاندې لرلید او ماموریت په رڼا کې پرمخ وړي...
24/09/2025

اقتصاد پوهنځی د اکاډمیک کادر په درلودلو سره خپل ټول علمي او څېړنیز فعالیتونه د لاندې لرلید او ماموریت په رڼا کې پرمخ وړي.

لرلید (Vision)
اقتصاد پوهنځی غواړي چې په راتلونکي کې د هیواد په کچه د کار بازار د اړتیا سره سم د ظرفیتونو د وړاندې کوونکې او څېړنیزې پوهنځی په توګه وپيژندل شي.

ماموریت (Mission)
اقتصاد پوهنځی به د اکاډمیک کادر پر مټ د معیاري تحصیلي نصاب، تدریس څېړنې او د ملي او نړیوالو معیارونو په پلي کولو سره هیواد ته د خدمت په موخه نوښتګر او مسلکي انساني ځواک وړاندې کوي.

د ۱۴۰۳ ل کال ژمني سمستر درسونو د پیل خبرتیا!د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیک مهال وېش سره سم د ۱۴۰۳ ل کال ژمني سمستر درسون...
05/08/2024

د ۱۴۰۳ ل کال ژمني سمستر درسونو د پیل خبرتیا!
د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیک مهال وېش سره سم د ۱۴۰۳ ل کال ژمني سمستر درسونه نن دوشنبه چې له ۱۴۰۳/۰۵/۱۵ نېټې سره سمون لري، رسمآ پيل شول.
ټولو ګلونو محصلانو ته خبر ورکول کیږي چې خپلو درسونو ته پر خپل وخت حاضر شي.
یادونه: هېره دې نه وي چې د لومړي سمستر درسونه به د ۱۴۰۳ ل کال ژمني کانکور ازموینې له اخیستلو وروسته پيل شي.
د ۱۴۰۳ل کال ژمني سمستر کانکور ازموینې لپاره نوم لیکنه روانه ده او عمومي کانکور ازموينه د اسد د مياشتي په ٢٦مه نیټه اخیستل کیږي.
درنښت
اقتصاد پوهنځی ریاست

26/05/2024
26/05/2024
د ١٤٠٣ پسرلني سمستر درسونو د پیل خبرتیا!دا چې د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیک تقویم په اساس پسرلني سمستر درسونه وار له مخ...
17/03/2024

د ١٤٠٣ پسرلني سمستر درسونو د پیل خبرتیا!
دا چې د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیک تقویم په اساس پسرلني سمستر درسونه وار له مخه پیل شوي دي، تاسو درنو محصلانو ته یو ځل بیا خبر در کول کیږي چې خپلو درسونو ته حاضر شئ.
درنښت
اقتصاد پوهنځی ریاست

واجد شرايط محصلينو د پام وړ!د دولسم ټولګي هغه فارغين چې د 1402 ه ش کال دولتي کانکور ازموينه کې خصوصي پوهنتونونو او لوړو ...
18/09/2023

واجد شرايط محصلينو د پام وړ!
د دولسم ټولګي هغه فارغين چې د 1402 ه ش کال دولتي کانکور ازموينه کې خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مٶسساتو ته واجد شرايط اعلان شوي يوازې د دې اونۍ تر پايه کولای شي چې د خپلې خوښې وړ پوهنځي کې نوم‌ليکنه وکړي!

زم زم پوهنتون په دري ګونو پوهنځيو(انجنيري، اقتصاد، حقوق اوسياسي علومو) کې په بيساري تخفيف سره نومليکنه پيل کړي ده.

د لا ډېرو او پروخت معلوماتو لپاره په دې شمېرو په اړيکه کې شئ!
0777212212 || 0798212212

درک: ګردېز کابل لويه لار، لوړپوړيزې ودانۍ، پکتيا

زم زم سپېڅلی نوم، سپېڅلی هدف

اقتصاد پوهنځی کې د شاملیدو یو بل فرصت!
11/09/2023

اقتصاد پوهنځی کې د شاملیدو یو بل فرصت!

هغه ځوانان چې دولتي پوهنتونو کې يې د خپلې خوښې وړ پوهنځي ته لار نه وي موندلې او خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مٶسساتو ته د ”واجد شرایط“ محصلانو په توګه ورپېژندل شوي وي، په ډېر درنښت خبر ورکول کېږي، چې زم زم پوهنتون په درې‌ګونو (حقوق او سياسي علوم، اقتصاد او انجنيري) پوهنځيو کې ځانګړی او بې ساری تخفیف په پام کې نیولی دی.
زم زم پوهنتون د تضمين کيفيت د دوو برياليو پړاوونو په لرلو سره د هيواد په کچه معتبر پوهنتون دى.
نوم لیکنه هره ورځ د سهار له شپږو بجو څخه د ماښام تر شپږو بجو پورې روانه وي!
بيړه وکړئ وخت محدود دى.
پته: لوړ پوړیزې ودانۍ- ګردیز ښار- پکتیا
اړيکو شميرې
0777212212
0799212212
زم زم؛ سپيڅلى نوم، سپيڅلى هدف.

05/09/2023

زم زم پوهنتون

یوازې یوه ورځ وخت لرئ چې ثبت نام وکړئ، نو راځئ له نن یې پیل کړئ.
17/08/2023

یوازې یوه ورځ وخت لرئ چې ثبت نام وکړئ، نو راځئ له نن یې پیل کړئ.

Address

Paktia/Gardiz
Gardiz

Telephone

0775110113

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Economics Faculty of Zam Zam university posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to Economics Faculty of Zam Zam university:

Share