06/04/2023
🟥 د هګۍ ځېني مهمي ګټې !
🩺 عصبي روغتیا لپاره ډیر اړین دی : هګۍ د کولین ( Choline ) نومې مواد غوره سرچینه ده کوم چې د اعصابو انتقالي سیسټم په پیاوړی کولو کې مهمه ونډه لري . هګۍ د اعصابو روغتیا ساتلو کې ډیره زیاته مرسته کوي . د هګۍ ژیړ خاصه اندازه فولیټ ( Folate ) لري کوم چې عصبي حجرات فعاله ساتي او له دې سره د اعصابو فعالیت له پخوا چټک او زیاتوي . هګیو کې شته ویټامین بي ۱۲ ( Vitamin 12 ) د اعصابو لپاره دفاعي سیسټم جوړوي .
🩺 هډوکې پیاوړی کوی : هګۍ د ویټامین ډي ( Vitamin D ) لپاره هم غوره منبع ده کوم چې په بدن کې د کلسیم جذبولو لپاره ډیر اړین دی . له دې سربیره په هګیو کې شته کلسیم ( Calcium ) او فاسفورس ( Phosphorous ) له بدن څخه اوستیوپروسېس ( Osteoporosis ) نومې مواد له منځه وړي او هډوکې لا پیاوړی او کلکوي .
🩺 د بدن وزن په یو حالت ساتي : هګۍ زیاته اندازه پروتین لري چې په همدې اساس هغو کسانو لپاره چې غواړي پیاوړي عضلې ولري یوه غوره انتخاب دی . د هګۍ استعمال د زیات خواړه خوړلو مخه نیسي چې په دې ډول د اضافي وزن زیاتیدو په مخنیوی کې مرسته کوي .
🩺 د نوکانو او ویښتانو لپاره ډیر ګټور دی : څیړنې ښيي چې هګۍ سلفر ( Sulphur ) لرونکی امینو اسید ( Amino acid ) لري کوم چې نوکانو پیاوړی کولو سربیره ویښته هم پیاوړی او ښکلی کوي . هګیو کې شته نور منرالونه لکه سلینیم ( Selenium ) ، اوسپنه ( Iron ) او زینک ( Zinc ) د ویښتانو او نوکانو روغتیا لپاره ډیر زیات اړین دي .
🩺 سترګو لید زیاتوي : هګیو کې لیوتین ( Lutein ) او زیاګزانتین ( Zeaxanthin ) نومې مواد وجود لري کوم چې د کروټینایډ ( Carotenoids ) ډولونه دي . دغه مواد د سترګو لید زیاتولو کې خاص اهمیت لري . پورتني مواد انسان د سترګو له مختلو ناروغیو لکه د سترګې ګل ( catract ) ، سترګو عدسيي له منځه تلل او ځینې نورو څخه مخنیوی کوي .
🩺 د سینې سرطان خطر کموي : مختلفو څیړنو پر بنسټ هفته کې ۶ هګۍ خوړل په انسان کې ۴۴٪ د سینې سرطان خطر کموي .