محمدیاسین باقي زوی mohammad yasin Baqizoy

محمدیاسین باقي زوی  mohammad yasin Baqizoy زموږ هدف دټولني خبرول او خپله پوهه تقویه کول دي

28/12/2025

عامه پوهاوی
یوه ناڅاپه موقتي بې هوشي چي دماغ ته دویني دکمي رسیدو له امله رامنځ ته شي سینکوپ بلل کیږي
دلته یې دځینو یادوونه کوو
Defecation syncope
کله چي یو کس دغایطه موادو دکولو پروخت ډیر زور وهي خصوصا دقبضیت پرمهال نو دلته داخلي صدري فشار لوړیږي او وریدي دویني راتګ زړه ته کمیږي چي ورسره دزړه پمپ هم کمیږي او په عیني حال کي واګوس عصب ټون هم اضافه کیږي چي دزړه دضربانو دکمښت سبب ګرځي او هم ورسره فشار ټیټیږي چي په دې سره ددماغ دویني ورتګ کمیږي او یو شخص یو دم را چپه کیږي او شعور یې په موقت ډول له منځه ځي
احتیاطي تدابیر
دقبضیت مخنیوی باید وکړو
دزور وهلو پرځای مناسب دقبضیت دوا وخورو یا laxative یا stool softener وکاروو
دتشناب پر وخت زور نه وهل او راحت تمرکز کول
Micturation Syncope
دشپې لخوا یو دم تر راوښیدلو بعد که یو څوک ادرارو ته ځي نو دلته پاراسمپاتیک تنبیه ډیره زیاته وي چي دا نو د Urination ادرار کولو
درګونو دپراخوالي او ټیټ فشار دسبب کیدلو مسوولیت لري
چي په ټیټ فشار او درګونو په پراخوالي سره به دماغ ته دویني ورتګ کم او شخث به بیا هم موقتا دشعور له منځه تګ سره مخامخ شي خصوصا هغه نارینه چي دپروستات دغدې غټوالی یا BPH ولري
احتیاطي تدابیر
دناڅاپي بیذاریدو څخه لږ څه وروسته تشناب ته ځو
دناڅاپه ولاړیدولو څخه پرهیز کوو
که دشپې ناوخته وي رڼا لګوو او له چټک حرکت څخه هم پرهیز کوو
Swallow syncope
دلته د شیانو دتیرولو پرمهال له دماغو سره وصل دمرۍ میخانیکي اخذې Esophageal mechanoreceptor تحریک یا تنبیه کیږي دګرم یخ او کلکو خوراکي موادو په وسیله چي دواګوس عصب دډیري تنبیی سبب ګرځي او ناروغ ته Brady cardia دزړه دضربانو ټیټ والی درګو پراخوالی او ټیټ فشار پیداکیږي چي له امله یی دماغ ته هم وینه کمه ځي او ناروغ په لنډمهاله ډول شعور دلاسه ورکوي او راچپه کیږي چي ورته سینکوپ ویل کیږي
احتیاطي تدابیر :ډیر یخ یا ډیر ګرم خواړه باید ونه خورو
خوراک کرار کرار یا په ارامه وکړو
که دخوراک پر وخت دګنګسیت احساس وکړو باید خوراک دڅو شیبو لپاره ودروو
لیکنه :محمدیاسین باقي زوی

عامه پوهاویکه په یوه له شوره ډکه کوټه کي اوسو او ماشوم مو ژاړي نو اول ژړا به یی مور اوري  یا پلارځواب مور ځیني ممکنه طبی...
30/11/2025

عامه پوهاوی
که په یوه له شوره ډکه کوټه کي اوسو او ماشوم مو ژاړي نو اول ژړا به یی مور اوري یا پلار
ځواب مور ځیني ممکنه طبی دلایل یی دلته یادونه کولای شو
کله چي عمر زیاتیږي نو د غوږ په داخل کي په basilar membrane کي هغه دBasal ساحې ده لوړي فریکوینسي حس کیدونکې ساحه کي اخذې تخریبږي او بیا موږ نه شو کولای چي دلوړي فریکوینسي غږونه لکه دماشوم او ښځو غږونه سم واورو چي دا دځوانو ښځو او نارینه لپاره چي عمر یی بیا زوړ شي هم دالله یوه مهرباني ده چي خاوند یی بیا هغه ددې غږونه او بد الفاظ سم نه شي اوریدلای او دماشوم دژړا په ارتباط همدا ممکنه دلایل دي
1. فزیکي حساسیت:مور ډېر وخت له ماشوم سره تېروي، او مغز یې د ماشوم د غږ یا ژړا لپاره sensitized شوی وي (یعني حساس شوی وي).
2. لوړې فریکوینسي ژړا: د ماشوم ژړا اکثره لوړه فریکوینسي لري، او لکه چې پخوا مو وویل، نارینه اکثره د عمر له کبله د لوړې فریکوینسي په اورېدو کې کمزوري کېږي.
3. عاطفي تړاو: د مور او ماشوم ترمنځ بیولوژیکي او عاطفي ارتباط ډېر قوي وي، نو مور ژر متوجه کېږي حتی که غږ ډېر واضح هم نه وي

08/08/2024
په هغه لوړفشار کي چي ده Renle artry stinosisڅخه رامنځ ته کیږي ده ACE_I  دواګانو لکه کاپتوپریل ... ورکول مو ناروغ دپښتورګ...
07/08/2024

په هغه لوړفشار کي چي ده Renle artry stinosisڅخه رامنځ ته کیږي ده ACE_I دواګانو لکه کاپتوپریل ... ورکول مو ناروغ دپښتورګو عدم کفایې او بلاخره بیا مرګ ته بیایې نو هیله ده چي ډاکټرصاحبان دامسله جدي ونیسي
میکانیزم یې کمیڼټ کي ذکرشوی
دطب له کتابونو
باقي زوی

: دمور په رحم کي دماشوم په اړه طبي کتابونه داسي وایېدماشوم اوږدوالی په 12هفته کي 10سانتي متره وي په 20هفته کي 25cmوي او ...
04/08/2024

: دمور په رحم کي دماشوم په اړه طبي کتابونه داسي وایې
دماشوم اوږدوالی په 12هفته کي 10سانتي متره وي په 20هفته کي 25cmوي او دپیدایښت په وخت کي 53cmوي
: دماشوم زړه په ځلورمه هفته دحاملګي په کار شروع کوي دماشوم عصبي سیستم په دریمه او څلورمه میاشت کي یوڅه اندازه ریفلکس معلومات سره انتقالوي چي بیا دعصبي سیتم میالینیشن یوکال تر ولادت بعد مکمل کیږي
دماشوم وینه په دریمه هفته کي په yalk sac کي جوړیږي په 6مه هفته کي ینه کي جوړیږي له درېمي میاشتي سره نور نو توری او لمفاوي انساج هم وینه جوړي او له دریمي میاشتي تر پیدایښت پوري هډوکي وینه جوړي
دتنفسي سیستم حرکات په 4 ,5میاشت کي شروع کیږي خو تنفس نه وي موجود کله چي ماشوم دمور په رحم کي وي
: دماشوم پښتورګي په دوهم ترایمیستر معنا دوهمې درې میاشتني موده کي جوړیږي او ځیني وظایف یی تر پیدایښت بعد مکمل کیږي
هاضمي سیستم بیا دحاملګي په منځ کي په کار شروع کوي
دماشوم په وینه کي 22.5 کلسیم او 13.5 فاسفيټ دحمل په اخیر ي څلورو هفتو کي موجود وي چي ددوۍ دهډوکو لپاره ضرور دي همدغه وخت کي
دماشوم لپاره مهم ویټامینونه چي دمورڅخه یی ترلاسه کوي ویټامین Eیي مکمل مټریکس او منضم نسج جوړي که کچه یی کمه شي دماشوم دسقط سبب ګرځي ویټامین D بیا هډوکو ته وده ورکوي ویټامین K یې ددماغ دخونریزیو مخنیوي کوي فولیک اسید او B12یي دویني جوړولو لپاره ضرور دي

دولادت لومړی پړاو کله چي دماشوم سر له سرویکس سره ونښلي نو پیغام درحم جسم او نخامیه غدې ته انتقالیږي چي له هغه طرفه اوکسی...
03/08/2024

دولادت لومړی پړاو کله چي دماشوم سر له سرویکس سره ونښلي نو پیغام درحم جسم او نخامیه غدې ته انتقالیږي چي له هغه طرفه اوکسیتوسین هورمون دخلفي نخامیه غدې څخه افراز او تقلص نور هم زیاتوي لومړي تقلصات هر دیرش دقیقې بعد تکراریږي خو وروسته دپرمختګ پړاونو کي بیا هر یو یا درې دقیقې بعد تکراریږي لومړی پړاو له اته تر څلورویشت ساعته وخت نیسي ددوهم پړاو شروع بیا هغه وخت وي چي امینوټیک میمبران څیري شي او همدغه معایات راووزي نو دا پړاو شروع کیږي چي مور پکي دشدیدو دردونو حس هم لري دا پړاو اولني حمل کي دیرش دقیقې او نورو حملونو کي یوه دقیقه وخت نیسي وروسته له ولادت پلاسنټا له 45دقیقې بعد را جلاکیږي له رحم څخه او دلته 350ملي لیتره وینه هم ضایع کیږي او تر دې بعد دلسو ورځو لپاره دښځي معایات او افرازات را وزي چي لو خیا بلل کیږي او له دې بعد بیا نو ښځه بیرته خپل نارمل حالت ته راځي

دطب له کتابونو
02/08/2024

دطب له کتابونو

یوه حامله مور دحاملګي پرمهال ویټامین D  اوسپیني او ویټامین K ته ضرورت لري تر څو دماشوم هغه دکلسیم کچه دویټامین ـDپه وسیل...
02/08/2024

یوه حامله مور دحاملګي پرمهال ویټامین D اوسپیني او ویټامین K ته ضرورت لري تر څو دماشوم هغه دکلسیم کچه دویټامین ـDپه وسیله ورپوره کړي داوسپیني کچه به په مور او ماشوم کي دکمخوني مخه ونیسي او ترڅنګ یی ويټامین K به دماشوم په دماغ کي دخونریزیو مخنیوی وکړي کوم چي دولادت دپروسو په جریان کي ورته رامنځ ته کیږي نو ویټامین D په زیاته کچه په شیدو دهګۍ ژیړو دماهي غوړي او ینه کي پیدا کیږي ویټامیڼ K په کرم ګوبي او پالکو کي پیدا کیږي او اوسپینه بیا په غوښو او لوبیا کي پیدا کیږي یا هم ددغو لپاره موږ بازار کي مستحضرات ددواو په شکل لرو دطب له کتابونو

په طبي کتابونو کي څه ویل شوي په کلینکي لحاظ که چیري یو ناروغ کي دهایپو ګلایسیما له کبله کوما رامنځ ته شوی وه او بل ناروغ...
26/07/2024

په طبي کتابونو کي څه ویل شوي
په کلینکي لحاظ که چیري یو ناروغ کي دهایپو ګلایسیما له کبله کوما رامنځ ته شوی وه او بل ناروغ کي بیا دهایپر ګلایسیما له کبله چي داسیدوزیز خطر منځ ته راځي او ناروغ کوما ته ځي فرق داسي کولای شوی چي دهایپوګلایسیما دکوما په ناروغ کي دتنفس پرمهال یې داسیټون بوۍ نه وي موجود خو دهایپرګلایسیما ناروغانو کي دکیټون باډي دزیات تولید له کبله دا اسیټون په تنفس کي بوی کولای شو

دلوړ فشار په اړه ایا خبریاست چي څنکه یې اداره کړو وزن کمولله میوو څخه غني غذا خوړل او غوړي نه خوړلدسودیم یا مالګو کمه اخ...
25/07/2024

دلوړ فشار په اړه ایا خبریاست چي څنکه یې اداره کړو
وزن کمول
له میوو څخه غني غذا خوړل او غوړي نه خوړل
دسودیم یا مالګو کمه اخستنه
کافي فزیکي تمرین کول دمثال په ډول قدم وهل حداقل دیرش دقیقې په ورځ کي قدم وهل مو لوړفشار کښته کولو کي کومک کوي
دالکولو له څښاک څخه منعه کول
پورته کړني که مو وکړلې نو دهغو انذازو په کچه ستاسي فشار ټیټ شي او دلوړفشار تر درملني به رسیدلای یاست

16/07/2024

زما نظر دهیواد دتعلیمي سیستم دښه والي لپاره
زموږ هیواد چي تیر شل کاله یې درنې جګړې تجربه کړې او پکي بې سلګونه هیواد وال شهیدان او مهاجر شول دخپګان وړ او یوه تراژیدي وه
اوس چي هیواد امن شوی غټ مشکل بیا اقتصادي حالات چي دا هم ستره ننګونه ده.
زده کوونکي مو باید تشویق شي
هغه اسناد چي پرته ددرسي بهیر څخه ورکول کیږي باید مطلق بند شي
مطبوعات دي خواشینوونکي خبري نه نشروي
ښوونکي دي خپل زده کوونکي تشویق کړي
هر محصل یا شاګرد باید دخپلي ایندې لپاره کار وکړي
تعلیم کي پیسې معیار ونه ګرځوي بلکي دهیواد خدمت او
خپل شخصیت جوړونه دي هدف وګرځوي

Address

Gillan
Ghazni

Opening Hours

09:00 - 17:00

Telephone

+93704977212

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when محمدیاسین باقي زوی mohammad yasin Baqizoy posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to محمدیاسین باقي زوی mohammad yasin Baqizoy:

Share