07/07/2024
د ښه کارکوونکي ځينې مهمې ځانګړتياوي
ليکنه: م, ا. شهيدزوی
ستاسو په اند، د یو ښه کارمند ځانګړتیاوې څه کيدای شي؟ تاسو د یو ښه کارکوونکي تعریف څنګه کوئ؟ ایا د کار په ځای کې کاري تجربه یا غوره چلند د ښه کارمندانو د ځانګړتیاوو د پیژندلو اصلي عوامل دي؟ ایا په یوه ځانګړې برخه کې وړتیا د یو ښه کارمند د ځانګړتیاوو په هکله پریکړه کولو کې د لوی فکتور په توګه پیژندل کیدای شي؟
پداسې حال کې چې د تخنیکي مهارتونو ترڅنګ ځيني نور مهارتونه د یو کارمند په اړه په پریکړه کولو کې مهم رول لوبوي، ترڅنګ يې نور شخصي,ادراکي او انساني مهارتونه هم شتون لري چې په اوږد مهال کې د ښه کارکوونکو کیفیت ټاکي.
ډیری سازمانونه د خلکو چلند او انفرادي ځانګړتیاوو او په ګروپ باندې د دې ځانګړتیاو اغیزو ته پام نه کوي. دا سازمانونه پدې باور دي چې يواځي د کارکوونکي تخنیکي مهارتونه خورا مهم دي او ددوی په اند دا هغه ځانګړتیاوې دي چې یو کارمند په ښه کارمند بدلوي او سازمان پرمختګ او وده ورکوي.
په هرصورت، دا فکر يو ناسم فکر دی. کله چې موږ په سازمان کې د بحران، ناڅاپي بدلون یا ناڅرګند حالت سره مخ کیږو، دا زموږ د سازمان همکاران او کارکوونکي دي چې باید د بحران سره د مبارزې طبعي وړتیاوي ولري او سازمان له بحراني حالت څخه وژغوري, په دې ليکنه کې به موږ پوه شو چې د ښه کارکوونکو ځانګړتیاوې یوازې ددوی په شخصي, تخنیکي او مسلکي وړتیاوو پورې محدود ندي. نو د ګمارنې پر مهال باید د کارکوونکو د کاري مهارتونو او وړتیاوو ترڅنګ د ښو کارکوونکو ځانګړنې هم په پام کې ونیسو. په لاندې کرښو کې هڅه کوو هغه عادتونه او ځانګړتیاوې په ګډه وڅیړو چې ډیری ښه کارکوونکي ګټه ځينې پورته کوي.
👈 ښه کارکوونکي ښه اوریدونکي دي
سمه او غوره اړیکه یوازې په خبرو پورې محدوده نه ده؛ د معنی داره اوریدلو او پوهیدلو وړتیا درلودل پرته له شکه د ارتباطي مهارتونو نه جلا کیدونکی برخه ده او د ښه کارکوونکی يوه ځانګړنه ښه اوريدل او پوهيدل دي.
👈 د ښه کارکونکو بله ځانګړنه د الفاظو اوریدلو او په ښه شکل د هغو منعکس کولو وړتیا درلودل دي. دا کارکوونکي په دقت سره هغه څه منعکس کولای شي چې دوی اوریدلي وي په بله مانا دا کارکوونکي دا وړتيا لري چې د لومړني ویناوال نظر او احساس په ښه شکل منعکس کړي پرته له شکه دا ډول ارتباط به د سازمان په وده او پراختیا کې ډیره مرسته وکړي.
👈