Sohail Amin

Sohail Amin $$$@@@

24/05/2023

د ځمکې په سر چې هر څه کوې
خو ځمکې لاندي به يي حساب ورکوي

22/06/2022

رسول الله ﷺ پرمایلی دی

چاچی وویل په دی خوښ یم چی اللهﷻمی رب دی دین می اسلام دی
او حضرت محمدﷺ می نبی دی
نو جنت ورته واجب شو ✨♥️

18/06/2022

څلور مهم خصلتونه:
ـــــــــ
ژباړه: د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څلور خصلتونه دي چي کله په تا کښې موجود سي نو د دنیا هر شی چي ستا څخه ولاړ سي تاته تاوان نه کوي: د امانت ساتنه، په خبرو کي رښتیا ویل، ښه اخلاق، او په خوړو کي پاکي.
یعني دغه څلور خصلتونه چي د هر چا په برخه سي نور نو هغه سړی تاواني ندی که څه هم په دنیا کي د دنیا هر شی ورڅخه ولاړ سي او د لاسه یې ووځي:
۱ – د امانت ساتنه ده، فرق نلري که د الله پاک لخوا امانت وي او که د بل بنده لخوا.
۲ – په خبرو کي رښتیا ویل، د هر ډول درواغو څخه د ځان ساتنه.
۳ – ښه اخلاق غوره کول، په هره معامله کي چي وي.
۴ – د پاک خوراک پیدا کول او لټول، د حرام مال څخه ځان ساتل.

وَعَنْ عبدالله بن عمرُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - قَالَ: أَرْبَعٌ إِذَا كُنَّ فِيكَ فَلَا عَلَيْكَ مَا فَاتَكَ مِنَ الدُّنْيَا: حِفْظُ أَمَانَةٍ، وَصِدْقُ حَدِيثٍ، وَحُسْنُ خَلِيقَةٍ، وَعِفَّةٌ فِي طُعْمَةٍ. [شُعَبِ الْإِيمَانِ 4878]
مولوي نورالحق مظهري

⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸

06/04/2022

‏حضرت محمد ﷺ فرمایلي دي، یو بل ته بخښنه وکړی، ترڅو کرکه او کینه مو له زړونو ورکه شي.🍂
"(سهیل امین)"

20/09/2021

د سهار دوه رکعته سنت، د دنيا او هر هغه څه چې په دنيا کې دي غوره او بهتره دي.

19/06/2021

‏هر اړیکه د مرغۍ په څېر ده ...
که چېرې په سختي سره ونیول شي
نو مري
که په نرمۍ سره ونیول شي
نو تښتي
لیکن
که په مینه یې ونیسې نو ټول عمر به له تا سره اوسي ...!

S Amin

❣️🎸❣️🎸❣️

28/01/2021

يوه ورځ موسی عليه السلام الله جل جلاله ته عرض وکره : يا الله ډېره به ښه وای که څلور شيان وای او څلور نه وای :

(۱) ژوند وای مرګ نه وای .
(۲) جنت وای دوزخ نه وای.
(۳) دولت وای غربت نه وای.
(۴)صحت وای مريضي نه وای.

دالله جل جلاله له لوري غږ راغی :
(۱)که مرګ نه وای زما ديدار به هم نه وو.
(۲)که دوزخ نه وای زما له عذابو به خلک څنګه ډارېدل.
(۳)که غربت نه وای زما شکر به چا ادا کاوو.
(۴)که مريضي نه وای زه به چا يادولم .
S Amin

26/01/2021

تلاوت سره عقل
اودس سره شکل
اولونځ سره نسل پاکیږي S Amin

Address

Nangarahar
Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Sohail Amin posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to Sohail Amin:

Share