Khurasan University - English Language and Literature Department

Khurasan University - English Language and Literature Department Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Khurasan University - English Language and Literature Department, College & University, 3rd Zone, Jalalabad.

12/02/2026

راتلونکې دوشنبه د فبروري 16مه، چې د دلوې 27مه کیږي؛
د خراسان پوهنتون ۱۴۰۵ کال پسرلني سمسټر نویو محصلینو ته د ښه راغلاست غونډه په پام کې نیول شوې ده.
د دې تر څنګ به یاده غونډه کې ګرانو محصلینو ته د پوهنتون، پوهنځیو او نورو اړوند بېلا بېلو مهمو برخو په اړه یو مالوماتي پریزېنټیشن هم وړاندې کیږي، چې دا مالومات ستاسې د درسي بهیر ښه ترسراوي لپاره مهم دي.

وخت او ځای: د 1404 کال دلوې میاشتې 27مه (فبروري 16مه) د خراسان پوهنتون غوڼدو تالار.

وخت او نېټه درسره یاداشت کړئ او پخیر مو ګډون ترسره کړئ.

نشراتو مدیرت

18/01/2026
14/01/2026

د خراسان پوهنتون بشري علومو پوهنځي (انګلیسي ادبیاتو څانګه)؛
د ١٤٠٥ کال پسرلني کانکور لپاره نوم لېکنه دوام لري. د ١٤٠٥ کال دغه کانکور د روان کال دلوې میاشتې په ۲مه نېټه او متفرقه کانکور بیا د دلوې میاشتې په ١٤مه نېټه اخېستل کیږي.

پر یوې ژبې ادبي پوهنه ځانګړی هنر دی. دغه هنر ستاسي ژبې، کلام، لیکلو او څېړنې ته خاص قوت بښي، چې د کاري فرصتونو مخه بیا تاسې ته وي او له خپل هنر او ادبي وړتیا ګټه درته رسیږي.

انګلیسي ادبیات له دې ډلې ځانګړی نوم لري. له نېکه مرغه، چې خراسان پوهنتون د ګرانو هېوادوالو لپاره، په لوړ معیار او د یو مسلکي ټیم او با تجربه استادانو پر مټ د انګلیسي ژبې ادبیاتو زده کړو زمېنه برابره کړې ده. نو دا فرصت له لاسه مه ورکوئ او همدا اوس د مسلکي انګلیسي ادبیاتو لوستلو په موخه د خراسان پوهنتون ١٤٠٣ کال کانکور ازموینه کې د ګډون په موخه نوم لېکنه وکړئ.

08/01/2026
03/01/2026

ښه زیری؛ د ١٤٠٥ کال پسرلني کانکور عمومي او متفرقه ازموینو نېټې اعلان شوې!

خراسان پوهنتون تاسې ته زیری او خبر درکوي، چې د ۱۴۰۵ کال پسرلني کانکور عمومي ازموینه به لخیره د ١٤٠٤ کال دلوې په ٢مه او متفرقه کانکور ازموینه به د دلوې په ١٤مه اخیستل کیږي، چې له نېکه مرغه نوم لېکنه جریان لري.

د یو روښانه راتلونکي او برخلیک لپاره ستاسې لومړنی ګام همدا د نوم لېکنې پیلامه او خراسان پوهنتون ستاسې لپاره یوه غوره ټاکنه جوړېدلی شي.

د نوم لېکنې شرایط:
• یو عدد سپین بګراونډ واله انځور
• د تذکرې رنګه کاپي
• د دولسم ټولګي د شهادت نامې یا د درې کلنو نمرو رنګه کاپي باید ځان سره ولرئ.

ګران هېوادوال په یاد کانکور کې د ګډون په موخه د خراسان پوهنتون لاندې ذکر شویو پوهنځیو یا لېسانس تحصیلي برنامو کې سر له اوس څخه نوم لېکنه کولی شي:
• کمپیوټر ساینس
• اقتصاد
• انجینري
• انګلیسي ژبې ادبیات
• ژورنالېزم
• عربي ژبې ادبیات
• حقوق او سیاسي علوم

د نوم لېکنې لپاره له جمعې ورځې پرته هره ورځ د سهار له (8) بجو څخه د ماښام تر (7) بجو پورې د خراسان پوهنتون معلوماتو دفتر ته مراجعه کولی شئ.

ادرس: جلال اباد ښار، درېیمه ناحیه، خراسان پوهنتون.

که تاسې غواړئ په دې اړه لا ډېر جزیات واورئ، نو د خراسان پوهنتون د مالوماتو دفتر لاندې اړيکو شمېرو ته زنګ ووهئ!

لومړۍ اړیک شمېره: 0093784901901
دوهمه اړیک شمېره: 0093783707172

نشراتو مدیریت

23/12/2025

خراسان پوهنتون بشپړ اکاډميک اعتبار لرونکی خصوصي پوهنتون شو!

د لوړو زده کړو محترم وزارت د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکوونې رياست اړوند مسلکي ارزوونکو او ټاکلي پلاوي له خوا د خراسان پوهنتون د درېیمې مرحلې ارزوونه په بریالیتوب سره ترسره شوه، چې په دې سره له نېکه مرغه خراسان پوهنتون بشپړ اکاډمیک اعتبار ترلاسه کړ.

په لومړي قدم کې د خراسان پوهنتون رهبري د دغې سترې علمي لاسته راوړنې له کبله د خراسان پوهنتون ټولې علمي کورنې ته، محترمو استادانو ته، ټولو اداري کارکوونکو ته، فارغو او برحاله محصلینو ته، علم پروره شخصیتونو او په لویه کې ټولو هېوادوالو ته مبارکي وایي.
همدا راز خراسان پوهنتون رهبري لازمه بولي، چې د لوړو زده کړو محترم وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکوونې ریاست له راغلي ارزوونکي پلاوي او استازو تر څنګ له خپل علمي ټیم، استادانو، اداري کارکوونکو او ټولو هغو دخیلو خواوو څخه د زړه له تله مننه وکړي، چې په دې پروسه کې یې خپل مسوولیت ته ژمنتیا ښودلې ده او د علمي کچې لوړاوي او ودې برخه کې یې نه ستړي کوونکي هلې ـ ځلې یې کړي دي.

خراسان پوهنتون ژمن دی، چې په ټولنه کې د علمي کچې لوړاوي، معیار او علمي ودې په برخه کې خپلې هڅې لا ډېرې کړې او د ټولنې په علمي او ټولنیز پرمختګ کې خپله ونډه او مسوولیت ادا کړي.

د یادوونې وړ ده، چې خراسان پوهنتون د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکوونې په تېره دویمه مرحله کې د هېواد په کچه تر ټولو لوړې نمرې اخیستې وې.

نشراتو مدیریت

Address

3rd Zone
Jalalabad
2601

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Khurasan University - English Language and Literature Department posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share