12/03/2025
انا لله و انا الیه راجعون •
د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي رياضي څانګې متقاعد استاد او پخوانی آمر پوهنمل محمد اکرم عمرخېل په حق رسيدلی.
متعال رب دې محترم استاد ته جنت الفردوس په نصيب کړي. کورنۍ او دوستانو ته يې د جميل صبر او عظیم اجر هيله کوم.
قدرمن استاد زما پۀ شمول د سلګونو او زرګونو تنو ځوانانو پۀ روزلو کې خپل ټول عمر وقف کړی وه روح دې یې ښاد وي.
د مرحوم استاد جنازه نن د پنج شنبې ورځ پۀ ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ نېټه د لغمان ولایت چهاردهي قلعه ملک کلي کې د سهار پۀ یوولس بجو اداء کیږي.
البقاءلله