Dr.M Ibrahim Alakhil

Dr.M Ibrahim Alakhil This page is just for information

28/02/2025

د روژې روغتیايي ګټې او غذایي رژیم
روژه یو مهم دیني عبادت دی؛ چې د انسان شخصیتي سمون، تقوا، شکرګذارۍ، تعاون او رشد ته زمینه جوړوي. په عین وخت کې روژه د بدن روغتیا ته هم ګټوره او مهمه ده. خو، که د روژې په جریان کې مناسب غذایي رژیم مراعات نشي، د هغې روغتیايي ګټې کمېدلی شي. لاندې لیکنه په دوه برخو کې دا موضوع تشریح کوي: (۱) د روژې روغتیايي ګټې او (۲) وړاندیز شوی غذایي رژیم.

الف. د روژې روغتیايي ګټې
روژه نه یوازې روحاني بلکه فزیکي، رواني او ټولنیزې ګټې هم لري. د روغتیا له پلوه یې مهمې ګټې په لاندې ډول دي:
• د وزن کموالی او میتابولیزم: روژه د کالورۍ د مصرف د محدودیت له امله د بدن د اضافي غوړو په سوځولو کې مرسته کوي، او د وزن د کمښت سبب کېږي.
• د شکرې ناروغۍ کنټرول: روژه د وینې د شکرې سطحه منظموي او د انسولین موثریت زیاتوي، چې د شکرې ناروغۍ په مخنیوي او کنټرول کې ګټور دی.
• د زړه روغتیا: روژه د خراب کولیسټرول (LDL) سطحه کموي او د ښه کولیسټرول (HDL) سطحه لوړوي، چې له امله یې د زړه ناروغیو خطر راکمېږي.
• د معدې او هضمي سیستم پاکوالی: روژه معده او کولمې له زهرجنو موادو پاکوي او د هضم بهیر منطموي.
• دماغي روغتیا، د حافظې ښه والی او تمرکز: روژه د داسې پروټیني موادو تولید زیاتوي چې د دماغ د فعالیت، یادښت (حافظې) او تمرکز په ښه کولو کې مرسته کوي.
• د التهاب کمښت: روژه د بدن دننه التهابونه کموي، چې د مزمنو ناروغیو لکه سرطان او د زړه ناروغیو په مخنیوي کې مهم دي.
• د عمر اوږدوالی او اتوفاجي (ځان خوړنه): روژه د زړو او خرابو حجرو د پاکولو او د نوو حجرو د جوړولو پروسه فعالوي، او پدې توګه د عمر په زیاتوالي کې برخه اخلي.
• د زهرجنو موادو خارجول: روژه بدن ته فرصت ورکوي چې مضر او زهرجن مواد دفع کړي او په نتیجه کې د بدن حجرات ترمیم شي.
• د معافیتي سیستم پیاوړتیا: روژه د بدن دفاعي سیسټم قوي کوي او د التهابي ناروغیو خطر کموي.
• د ودې چټکتیا: روژه د ودې د چټکوالي سبب کیږي، ځکه د روژې له امله په بدن کې د انسولین د کمېدو په مقابل کې د ودې هورمون تولید تحریکېږي، چې د لوییدو سبب کېږي. هغه نوي بالغ شوي ځوانان او پیغلې باید له روژې ونه ویرېږي؛ ځکه روژه د دوی روغتیا او ودې ته ګټوره ده.
ب. وړاندیز شوی غذایي رژیم
په روژه کې د متمرکز او خالص عبادت سره سره، د بدن د روغتیا ساتنې لپاره، یو متوازن غذایي رژیم ډېر مهم دی. لاندې سپارښتنې د روژې د دوه مهمو وختونو – روژه ماتې (افطار) او چرګ بانګ لپاره وړاندې کېږي:

۱. د روژه ماتې (افطار) پر مهال
• په اوبو او خرماوو روژه ماتول: تر اذان اورېدو وروسته، په لومړي سر کې یوه یا دوه خرماوې وخورئ او یو ګیلاس اوبه وڅښئ.
• د بدن د مایعاتو بیا پوره کول: د روژه ماتې په جریان کې یو څو ګیلاسه اوبه وڅښئ ترڅو بدن خپلې اوبه په ښه ډول پوره کړي.
• سپک خواړه: له سپکو او ژر هضمیدونکو غذایي موادو لکه د سبزیجاتو سوپ، تازه سلاد او نورو نرمو خوړو استفاده وکړئ.
• متوازن غذایي مواد: د پروټین (لکه چرګ، کب، یا لوبیا ګانو)، صحي غوړو (لکه د زیتون تېلو) او اصلي کاربوهایدرېټونو (لکه د غنمو ډوډس یا جواري) ترکیب په پام کې ونیسئ او په کمه اندازه یې وخورئ.
احتیاطي سپارښتنې:
په روژه ماتې کې باید احتیاط وشي او په خوراک کې له افراط څخه ډډه وشي. له همدې امله، د خوړو تنوع او توازن ته پام وکړئ، ځکه معده محدود ظرفیت لري. له بلې خوا هر ډول خواړه په ټاکلي وخت کې ګټور دي. د روژه ماتې پر مهال د لاندې سپارښتنو مراعاتول ګتورې دي:
د خوړو اندازه او ډول
• اعتدال، تنوع او توازن: د خوړو تنوع (رنګارنګۍ) او توازن ته ځانګړې پاملرنه وکړئ. د معدې محدود ظرفیت له امله په یوه وخت کې ډیر خواړه مه خورئ.
• ساده کاربوهایدرېټونه: د ساده کاربوهایدرېټونو لکه ساده ډوډۍ ګټور دی؛ په مقابل کې له مغلقو کاربوهایدرېټونو له زیات خوراک ډډه وکړئ. په روژه ماتي کې د دې لپاره چې بدن مو ژر انرژي واخلي، ځینې هغه مواد وخورئ چې ژر انرژي درکړي لکه مڼه، شهد (عسل)، او شیدې.
د معدې ظرفیت او د خوړو حجم
• د معدې ظرفیت: پر یوه وخت په معده کې تر یو لیتر غذایي مواد او اوبه مه زیاتوئ. سره له دې چې معده د کش کېدو په صورت کې زیات خواړه ځایولی شي، خو پر معده دغه ډول فشار د ګاسترین هورمون د تولید سبب کیږي چې هغه د معدې تیزابو زیات افراز ته زمینه جوړوي او په نتیجه کې، د معدې د سوزش، تخریش او حتی زخم سبب کیدای شي.
د روژه ماتي او چرګ بانګ ترمنځ موده کې
• د روژه ماتې وروسته مایعات: که تر روژه ماتې وروسته په څو وقفو کې مایعات (اوبه) څښئ، ګټور دي؛ خو هڅه وکړئ چې د خوب کیفیت مو اغېزمن نه کړي.
• د چرګ بانک تنظیم: د چرګ بانګ خوړو څخه نیم ساعت مخکې راپاڅېږئ، یو دوه ګیلاسه اوبه وڅښئ. بیا د څو رکعته لمونځ ادا کړئ او تر هغه یو څه وخت وروسته خپله د چرګ بانګ غذا وخورئ. پدې توګه، په معده زیات بار نه راځي او هضم به په آرامۍ ترسره شي.
۲. د چرګ بانګ پر مهال:
• د اوږدمهاله انرژۍ ساتلو لپاره کاربوهایدرېټونه: هغه خواړه استعمال کړئ چې انرژي ورو ورو تولیدوي، لکه د خالصو غنمو ډوډۍ، جوار یا وریجې.
• پروټین لرونکي مواد: هګۍ، لبنیات (مستې، پنیر) او نور پروټین لرونکي خواړه وخورئ.
• د میوو او سبزیجاتو شاملول: میوې او سبزیجات لکه هندواڼه، بادرنګ او پالک د اضافي اوبو او غذایي موادو لپاره وخورئ.
• د مالګې او قهوې محدود استعمال. له زیاتې مالګې او قهوې ډډه وکړئ چې د بدن اوبه مو کمې نه شي. دهغو پر ځای د سهار تر پیل لږ مخکې یو ګیلاس اوبه وڅښئ، چې حلق مو لوند وي.

عمومي سپارښتنې:
• د اوبو پوره کول: د روژه ماتي او چرګ بانګ په دواړو وختونو کې د اوبو سطحه لوړه وساتئ.
• متوازن خواړه: هڅه وکړئ خواړه متوازن او متعادل وي چې پر معده ډیر بار نه شي.
• منظم مهال ویش: د روژه ماتې او چرګ بانګ ترمنځ یو منظم مهال ویش غوره کړئ ترڅو د هضم بهیر ته کافي وخت ورکړل شي.
له دې معلوماته څرګنده شوه چې روژه نه یوازې یو روحاني عبادت دی، بلکې د بدن روغتیا او هضمي سیستم ته هم ډېره ګټه رسوي. یو متوازن غذایي رژیم چې په افطار او چرګ بانګ کې متناسب خواړه، کافي اوبه او د معدې مناسب حجم مراعات کړي، کولی شي د روژې روغتیايي ګټې تضمین کړي او د بدن انرژي او روغتیا وساتي. په دې توګه، که د روژې په جریان کې سم غذایي رژیم رعایت شي، نو روژه به هم د روحاني او هم د فزیکي روغتیا لپاره یوه اغېزناکه وسیله شي. روژې او عبادتونه مو قبول شه!
وروستی احتیاطي پیغام
که څوک ځانګړې روغتیايي ستونزې لکه د پښتورګو یا معدې ناروغي لري، له ډاکټر سره دې مشوره وکړي.

د تریخی تیږې نښې:1. د نس د ښکتني ښي اړخ درد (Gallbladder Attack)2. د ملا یا ښي اوږې درد3. خواګرځېدل او کانګې4. د هاضمې س...
01/01/2025

د تریخی تیږې نښې:
1. د نس د ښکتني ښي اړخ درد (Gallbladder Attack)
2. د ملا یا ښي اوږې درد
3. خواګرځېدل او کانګې
4. د هاضمې ستونزې
5. د صفرا بندیدو په صورت کې ژېړ رنګ
که تاسو ته دا ستونزه وي، نو مشوره ورکول کیږي چې ډاکټر سره اړیکه ونیسئ.

30/12/2024

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، انټي بیوټیک د زکام او انفلونزا په څېر د وېروسي ناروغیو درملنه نشي کولای.

دغه سازمان ویلي، ناروغان باید د انټي بیوټیکو تر کارونې وړاندې له متخصص ډاکټر سره سلا وکړي.
#طلوع‌نیوز

د "تریخی تیږی" (Gallstone) د صفرا په کیسه (Gallbladder) کې د سختو موادو جوړیدو ته ویل کیږي چې معمولا د صفرا په مایع کې د...
29/12/2024

د "تریخی تیږی" (Gallstone)
د صفرا په کیسه (Gallbladder) کې د سختو موادو جوړیدو ته ویل کیږي چې معمولا د صفرا په مایع کې د موجودو موادو لکه کلسترول یا صفراوي مالګو څخه جوړېږي. دا تیږې د اندازې له مخې له شګو د دانې څخه تر لوړو ډبرو پورې توپیر کولی شي.
Ibrahim Alakhil

مقعدي خونریزي (Re**al Bleeding): هغه حالت دی چې د مقعد څخه وینه راوځي، کوم چې د روغتیايي ستونزو نښه کیدای شي. دا وینه کی...
16/12/2024

مقعدي خونریزي (Re**al Bleeding):
هغه حالت دی چې د مقعد څخه وینه راوځي، کوم چې د روغتیايي ستونزو نښه کیدای شي. دا وینه کیدای شي تازه او سره وي یا په ځینو مواردو کې تیاره او د مدفوع سره ګډه وي.

د مقعدي خونریزي عامې نښې نښانې:

1. وینه په تشناب کې: د مدفوع پر وخت یا وروسته د وینې څرګندیدل.

2. وینه په تشناب کاغذ کې: په صفا کولو کې د وینې نښې.

3. وینه په مدفوع کې: چې یا تازه او یا تور رنګه وي.

د مقعدي خونریزي عام لاملونه:

1. بواسیر (Hemorrhoids): د مقعد رګونو پړسیدل چې وینه بهیدای شي.

2. مقعدی زخم (A**l Fissures): د مقعد شاوخوا پوستکي څیرې کیدل یا زخم رامنځته کیدل.

3. د کولمو ناروغۍ: لکه د کولمو التهابي ناروغي (IBD).

4. پولیپس او سرطان: د کولمو او مقعد تومورونه.

5. انتانات: د مقعد برخی او کولمو انتانات چی د التهاب سبب هم ګرځی.

مهم ټکي:

که مقعدي خونریزي یو څه زیات وي او پرته له درد څخه وي، نو ممکن د بواسیر نښه وي.
که مقعدی خونریزی لږه وی د خط په ډول د مدفوع سره ګډ او یا فعاله خونریزی وی نو د a**l fissure یامقعدی زخم نښه ده.

که دوامداره یا ډېره خونریزي وي، نو ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

د دې حالت د دقیقې څیړنې لپاره د جراحی عمومی متخصص ډاکټر سره مشوره مهمه ده ترڅو اصلي لامل تشخیص او درملنه وشي.
Ibrahim Alakhil

18/03/2024
21/11/2023

ستا چشمان به څه نګاه کا په خاکسارو

چې له کبره دې باڼه ګوري اســـــمان ته

کاظم خان شېدا

Address

First
Jalalabad
2601

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr.M Ibrahim Alakhil posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share