خراسان پوهنتون، انجینری پوهنځی

خراسان پوهنتون، انجینری پوهنځی Education is not Preparation For Life, it is life itself�

12/01/2026

د خراسان پوهنتون انجینري پوهنځی؛
د ١٤٠٥ کال پسرلني کانکور لپاره نوم لېکنه دوام لري.

انجینري د ابادۍ سمبول دی او د هر عصر سره سم د یو مهم مسلک په توګه پېژندل شوی دی. دا فرصت له لاسه مه ورکوئ او همدا اوس ورته نوم لېکنه وکړئ.

د خراسان پوهنتون انجینري پوهنځی ستاسې د مسلکي روزنې او زده کړو په برخه کې یو ژمن ټیم لري.

د کانکور ازموینې نېټه: ١٤٠٤ د دلوې ٢مه نېټه.

06/01/2026
05/01/2026
محترمو استادانو، هيوادوالو،محصلينو او د انجينرۍ مينه والو!موږ په انجينري پوهنځي کې د ماستري پروګرامونو د پيل نيت لرو. مه...
05/01/2026

محترمو استادانو، هيوادوالو،محصلينو او د انجينرۍ مينه والو!
موږ په انجينري پوهنځي کې د ماستري پروګرامونو د پيل نيت لرو. مهرباني وکړئ د لاندې لینک له لارې خپل ارزښتناک نظرونه او وړانديزونه له موږ سره شريک کړئ.
ستاسو نظر زموږ لپاره ډېر مهم دی.

خراسان پوهنتون غواړي په انجینري پوهنځي کې د فوق لیسانس (ماسټري) برنامو اړتیا او ایجاد لپاره د هېواد په کچه نظر اخیستنه ترسره کړي.
په همدې موخه خراسان پوهنتون ستاسو نظر مهم بولي، نو د مهربانۍ له مخی لاندې درکړل شوی لينک خلاص کړئ او خوښه مو وټاکئ.

د نظر ورکولو پوښتنپاڼې (ګوګل فورم) لینک: https://docs.google.com/forms/d/e/1FAIpQLSeBrP-QNMkLOIcii946Cr6UUMvH9zZqzW3UPZDFq8_3bjWVtw/viewform?usp=sharing&ouid=108971332573876677285
له وړاندې تاسو نه مننه کوو او نظر ته مو خورا درنښت لرو!
درنښت
خراسان پوهنتون، انجنیري پوهنځی

04/01/2026

خپلي لوړي زده کړي ددی ځایه پیل کړئ ستاسو لپاره غوره ادرس دی.

دانجینري پوهنځي دمحصلینو دپام وړ
23/12/2025

دانجینري پوهنځي دمحصلینو دپام وړ

د یو ورځني علمي سېمينار خبرتیا!

ټاکل شوې ده، چې د خراسان پوهنتون انجينري پوهنځي شپږم اووم او اتم سمسټرونو محصلینو ته د همدې پوهنځي محتر استاد انجينر حسین احمد حسرت د "Waste Material Based Concrete" تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي سیمینار وړاندې کړي.

ټول لېوال محصلین کولاي شي په لاندې ټاکلي وخت ګډون وکړي.

وخت: سهار 10 بجې
نېټه: 2025 دیسمبر 24
ځای: خراسان پوهنتون

21/12/2025

د درې ورځني علمي سېمينار خبرتیا!

ټاکل شوې ده، چې د خراسان پوهنتون انجينري پوهنځي محصلینو ته د همدې پوهنځي محتر رییس انجينر نصیر آغا شیرزاد، د "Structural Design of Culvers and Bridges" تر عنوان لاندې درې ورځنی علمي سیمینار وړاندې کړي.

ټول لېوال محصلین کولاي شي په لاندې ټاکلي وخت ګډون وکړي.

وخت: سهار ٩ بجې
نېټه: ۲۰۲۵ / دیسمبر / ٢١
ځای: خراسان پوهنتون

د خراسان پوهنتون انجينري پوهنځي استادانو (نصير اغا شيرزاد، حسين احمد حسرت او بحيرالله رحماني) او محصل (وقاص احمد عمرزي) ...
18/12/2025

د خراسان پوهنتون انجينري پوهنځي استادانو (نصير اغا شيرزاد، حسين احمد حسرت او بحيرالله رحماني) او محصل (وقاص احمد عمرزي) ګډه څېړنيزه مقاله په يو معتبر نړۍ وال ژورنال کې خپره (Publish) شوه.

ياده ګډه علمي ـ څېړنيزه مقاله
Experimental Investigation on the Use of Bagasse Ash as a Partial Cement and Fine Aggregate Replacement in Concrete
تر مهم عنوان لاندې ده.
پدې علمي ـ څېړنيزه مقاله کې د سمنټ يوه برخه د ګنيو د پوستکي له ايري (Bagasse Ash) سره د بديل په توګه وکارول شي، او د دې بديلو موادو اغېزې د کانکريټو په فشاري ځواک (Compressive Strength) باندې وکتل شي. يادې ترسره شوې څېړنې ښودلې ده، چې د Bagasse Ash کارول څنګه کولای شي د سمنټو استعمال راکم کړي او همدارنګه وکولاې شو د چاپېريال د ککړتيا مخنيوی ترسره شي.

تاسې کولی شئ د لاندې لینک په پرانېستلو سره دغه اهمه څېړنیزه مقاله ولولئ او ګټه ترې واخلئ.

د څېړنې د ترلاسه کولو لینک:
https://journalair.com/index.php/AIR/article/view/1553
د خراسان پوهنتون مشرتابه محترمو څېړونکو ته د دغې مهمې علمي لاسته راوړنې مبارکې وايې.

نشراتو مديريت

د خراسان پوهنتون انجينري پوهنځي محترم استاداو دسيول څانګي امر (انجينر حسين احمد حسرت) علمي ـ څېړنیزه مقاله په يوه نړۍ وا...
09/12/2025

د خراسان پوهنتون انجينري پوهنځي محترم استاداو دسيول څانګي امر (انجينر حسين احمد حسرت) علمي ـ څېړنیزه مقاله په يوه نړۍ وال معتبر سکوپس اڼديکس Scopus Index) ) ژورنال کې خپره(Publish) شوه.
ياده علمي ـ څېړنيزه مقاله
Influence of zirconia and rice husk ash on residual characteristics of sustainable cement mortar after exposure to elevated temperatures
تر مهم عنوان لاندې ده.
پدې علمي ـ څېړنيزه مقاله کې د (Zirconia) او وريجو د پوستکي ايرې (Rice Husk Ash) د ګډون اغيزې په سيمنټو کې د لوړې تودوخې سره څېړل شوې دي.
د څېړنې پايلو ښودلې ده چې د دغو بديلو موادو کارول نه يوازې د سيمنټو مقاومت او دوام ښه کوي، بلکې د دوامداره ساختماني موادو د توليد لپاره مهم حل وړاندې کوي.
دغه څېړنه نه يوازې د دودیزو ساختماني موادو پر ځای د بديلو موادو د کارونې اهمیت روښانه کوي، بلکې ښيي چې څنګه د Zirconia او د Rice Husk Ash کارول کولای شي د ساختماني پروژو اقتصادي ارزښت، پایداري او چاپېریالي ګټه زياته کړي.

تاسې کولی شئ د لاندې لینک په پرانېستلو سره دغه اهمه څېړنیزه مقاله ولولئ او ګټه ترې واخلئ.
د څېړنې لینک:
https://link.springer.com/article/10.1007/s43939-025-00481-7

02/11/2025

انا لله و انا الیه راجعون

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د خراسان پوهنتون استاد پوهاند مستعلي خان نیازي له دې فانۍ نړۍ سترګې پټې کړې او د حق داعي ته یې لبیک ووایه.

د مرحوم استاد مستعلي خان مړینه په علمي ډګر او په ځانګړې توګه تاریخ پوهنه کې یوه ستره ضایع ده. مرحوم د ډېرو نیكو او حسنه اخلاقو خاوند، محبوب استاد او یو تقوادار انسان و. د هغه علم، اخلاق او د درس ورکولو جذبه به د تل لپاره د هغه په لاس د روزل شویو زده کړیالانو او په ټوله کې د دې ټولنې په یاد کې پاتې وي.

الله ج دې مرحوم استاد ته جنت الفردوس نصیب کړي او د هغه قدرمنې کورنۍ او اولادونو ته دې خدای پاک صبر جمیل ورکړي. موږ د مرحوم استاد مستعلي خان له کورنۍ او قریبانو سره په دې غم کې ځان شریک بولو.

روح یې ښاد او په ګور یې نور - امین

30/10/2025

د خراسان پوهنتون انجينري پوهنځي استادانو (حسين احمد حسرت، بحيرالله رحماني، نصير اغا شيرزاد او نجيب الله مومند) او محصل (شير اغا اکبري) ګډه څېړنيزه مقاله په يو معتبر نړۍ وال ژورنال کې خپره (Publish) شوه.

ياده ګډه علمي ـ څېړنيزه مقاله
Experimental Investigation on Rice Husk Ash Blended Concrete Performance in Terms of Compressive Strength
تر مهم عنوان لاندې ده.
پدې علمي ـ څېړنيزه مقاله کې د سمنټ يوه برخه د وريجو د پوستکي له خاورې (Rice Husk Ash – RHA) سره د بديل په توګه وکارول شي، او د دې بديلو موادو اغېزې د کانکريټو په فشاري ځواک (Compressive Strength) باندې وکتل شي. يادې ترسره شوې څېړنې ښودلې ده، چې د RHA کارول څنګه کولای شي د سمنټو استعمال راکم کړي او همدارنګه وکولاې شو د چاپېريال د ککړتيا مخنيوی ترسره شي.

د يادې څېړنې لاسته راغلو پايلو له مخې، د RHA زياتوالی د کانکريټو په فشاري ځواک منفي اغېز لري، خو د ۵٪ بديل په اندازه استعمال د کانکريټو فشاري مقاومت عادي حالت کې پاتې کيږي يعنې د کانکريټو په مقاومت کې کوم تغير نه رامنځته کيږي.

تاسې کولی شئ د لاندې لینک په پرانېستلو سره دغه اهمه څېړنیزه مقاله ولولئ او ګټه ترې واخلئ.

د څېړنې د ترلاسه کولو لینک:
https://ijcsrr.org/single-view/?id=24380&pid=24156

د خراسان پوهنتون اداري مشرتابه محترمو څېړونکي ته د دغې مهمې علمي لاسته راوړنې مبارکې وايې.

نشراتو مديريت

Address

Joi Haft
Jalalabad
AFG

Telephone

+93785575567

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when خراسان پوهنتون، انجینری پوهنځی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to خراسان پوهنتون، انجینری پوهنځی:

Share