Faculty of Computer Science Nangarhar University

Faculty of Computer Science Nangarhar University Official Page of Faculty of Computer Science Nangarhar University Official page of computer Science faculty of Nangarhar University

27/12/2025

د معلوماتي سېستمونو څانګې لرليد او ماموريت
لرليد
د باکيفيته زده کړو په وړاندې کولو سره د معلوماتي سيستمونو په سکټور کې د افغانستان په اقتصاد او ځان بسياينې کې مرسته کول.
ماموريت
د معلوماتي سېستمونو څانګه ژمنه ده چې د نوې ټکنالوژۍ، علمي څېړنو، او عملي زده کړو له لارې داسې مسلکي، خلاق، او مسؤل فارغان وروزي چې د معلوماتو د مديريت، تحليل، او کارونې په برخه کې د ټولنې او اقتصاد د پرمختګ لپاره اغېزمن خدمتونه ترسره کړي.

د معلوماتي تکنالوژي څانګې لرلید او رسالتلرلید:معلوماتي تکنالوژي څانګه هڅه کوي چې د معتبر او معیاري درسي او څېړنیزو پروګر...
27/12/2025

د معلوماتي تکنالوژي څانګې لرلید او رسالت

لرلید:
معلوماتي تکنالوژي څانګه هڅه کوي چې د معتبر او معیاري درسي او څېړنیزو پروګرامونو له لارې د خلکو د پرمختګ او د ژمنو او متخصصو کسانو د روزنې او زده کړې لپاره زمینه برابره کړي.

رسالت:
د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې د مسلکي ، څېړنیزو او مدیریتي مهارتونو د لوړولو په موخه د معلوماتي تکنالوژۍ له پرمختګ سره سم د باکیفیته علمي او ښوونیزو خدمتونو وړاندې کول

29/11/2025

د Industry Expert Session For University Students تر سرليک لاندې يو ورځنی ورکشاپ ترسره شو!
د کمپيوټر ساينس پوهنځي درېو څانګو څلورم ټولګي محصلينو ته د Industry Expert Session For University Students تر سرليک لاندې يو ورځنی ورکشاپ په ۵/۹/۱۴۰۴ نېټه د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د معلوماتي سيستمونو متخصصينو: هر يو انجنير صاحب مصطفی يوسفي (AI متخصص او د وزارت د معلوماتي سيستونو آمر)، انجنير صاحب ننګيالی ستومان (د وزارت د معلوماتي سيستونو متخصص او کارپوه) او انجنير صاحب نثار احمد اعظمي (د وزارت د معلوماتي سيستمونو متخصص او کارپوه) په واسطه وړاندې شو.
په درنښت
د فرهنګي چارو فرعي کمېټه

03/11/2025

خبرتيا!
ننګرهار پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي معلوماتي تکنالوژي څانګې يو خالي بست اعلان ته سپارلی، په شرايطو برابر دوکتور، ماستر او ليسانس کولای شي ورته ثبت نام وکړي.
درنښت
https://www.mohe.gov.af/ps-AF/Vacancy-card/vacancy-79

30/10/2025

د How to Write a Research Paper
سرليک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!
د کمپيوټر ساينس پوهنځي درې څانګو څلورم ټولګي محصلينو ته په ۰۷/۰۸/۱۴۰۴ او ۰۸/۰۸/۱۴۰۴ نېټه د ياد پوهنځي معلوماتي تکنالوژي څانګې علمي کادر غړي ښاغلي پوهنيار جميل الرحمن فيضي له خوا د How to Write a Research Paper سرليک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو. د يادونې وړ ده چې تېره اونۍ همدې محصلينو ته د تابش پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي رئيس پوهنيار عبدالجليل دلاور له خوا په ۲۴/۰۷/۱۴۰۴ نېټه د How to Lead a Computer Science Project سرليک لاندې يو ورځنی ورکشاپ او له هغې يوه اونۍ وړاندې په ۱۶/۰۷/۱۴۰۴ نېټه د ننګرهار پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي سافټوير انجنيرينګ څانګې علمي کادر غړي پوهنيار کامران خان شينواري له خوا د مصنوعي ځيرکتيا عامه پوهاوي يو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو، کمپيوټر ساينس پوهنځي اداره او رهبري د ورکشاپ وړاندې کوونکو محترمو استادانو څخه مننه کوي او د الله ج له دربار څخه ورته د دارينو سعادت غواړي.
په درنښت
د فرهنګي چارو فرعي کمېټه

د مبارکۍ په پار!د کمپيوټر ساينس پوهنځي سافټ وير انجنيرينګ څانګې علمي کادر غړي پوهنمل محمد داود حيدرزي د دوکتورا دوره په ...
27/08/2025

د مبارکۍ په پار!
د کمپيوټر ساينس پوهنځي سافټ وير انجنيرينګ څانګې علمي کادر غړي پوهنمل محمد داود حيدرزي د دوکتورا دوره په سلواک تخنيکي پوهنتون کې په برياليتوب سره بشپړه کړه. د ښاغلي استاد فراغت دې ښاغلي استاد، کمپيوټر ساينس پوهنځي، ننګرهار پوهنتون او په ټوله کې دې د پوهې ټولو مينه والو ته مبارک وي.
فرهنګي چارو فرعي کمیټه

20/08/2025

خبرتيا
د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د معلوماتي ټکنالوژۍ څانګې (۲) کادري بستونه او د سافټ وير انجينرینګ څانګې (۱) کادري بست اعلان ته ورکړل شوي دي، په شرايطو برابر کسان چې د ماسټر ۍ او دوکتورا په کچه زده کړې يې ترسره کړي وي کولای شی تر ۱۴۰۴/۶/۱۷ نېټې پورې خپل اصل ديپلوم، ترانسکريپټ، تذکره، له سايټ څخه د اعلان کاپي او عرض پاڼې سره يو ځای ننګرهار پوهنتون استادانو چارو امریت ته وسپاري.
په درنښت
فرهنګي چارو فرعي کمېټه

د نارنج ګل ملي او نړیوال نندارتون څخه د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو لیدنه وکړه! د ننګرهار ولایت مرکز جلال‌اباد ښار کې د...
14/04/2025

د نارنج ګل ملي او نړیوال نندارتون څخه د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو لیدنه وکړه!

د ننګرهار ولایت مرکز جلال‌اباد ښار کې د نارنج ګل ملي او نړیوال درې ورځنی نندارتون جوړ شوی وه، چې ننګرهار پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو ترې لیدنه وکړه.

د نندارتون په بهیر کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو ته یو شمېر سوداګرو د نندارتون د اهمیت او د کورني تولید ملاتړ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. ګډونوالو ته د کورنیو تولیداتو مختلف ډولونه، لکه خوراکي توکي، لاسي صنایع، البسه، زراعتي محصولات او نور کورنی تولیدات معرفي شول.
محصلینو د نندارتون له لیدنې څخه خوښي څرګنده کړه، او دا ډول علمي او عملي تجربې یې د خپل راتلونکی لپاره ډېرې ارزښتناکې وبللې.

فرهنګی کمیټه

04/04/2025

د پوهنځي برحاله محصلینو ته مهم اعلان!
دا چې تاسو محصلین خبر ياست چې د کوچنی اختر رخصتۍ ختمې شوي دي او تدریس به د ورکړل شوي مهالوېش مطابق جريان لري. ټول محصلین باید خپل درسي مهالویش ته په پام سره، په ټاکلي وخت ټولګیو ته حاضر شي.
د زده کړو کیفیت ته ژمنتیا زموږ لومړیتوب دی، نو له ټولو محصلینو څخه هیله لرو چې د درسونو دوام، حاضري، او اکاډمیک فعالیتونو ته جدي پاملرنه وکړي.

03/02/2025

د کمپيوټر ساينس پوهنځي ګرانو محصلینو!
لکه څرنګه چې خبر یاست ، د ۱۴۰۳ هـ ش کال د د پسرلني سمستر درسي بهیر د روان کال د دلو میاشتې په ۱۵ نېټه د دوشنبه په ورځ پیلیږي. ټولو محصلینو ته د رخصتیو ورسته پر بیا راتګ خوشالي څرګندوو.
د سمستر درسي بهیر د منظم پرمخ بیولو په موخه درسي مهالویش ترتيب شوی او د پوهنځي د شته سهولتونو په پام کې نیولو سره د درسي بهیر پر مخ بیولو لپاره اړین چمتووالی نیول شوی.
د کمپيوټر ساينس پوهنځي اداره له خپلو ګرانو محصلینو څخه احترامانه هيله کوي چي په ټاکل شوي وخت خپلو درسونو ته حاضر شي.
درنښت

26/01/2025

د کمپیوټر ساینس پوهنځی کې د ځوانانو د کډوالۍ د مخنیوي لپاره د فریلانسنګ د رول او اغېزي ترسرلیک لاندې ترسره شوی پالیسی جوړونکی څیړنی پایلی

دا څېړنه څرګندوي چې فریلانسنګ د ځوانانو د کډوالۍ د مخنیوي لپاره یو اغېزمن او پایښت لرونکی ماډل دی. دغه پروګرام د اقتصادي او ټولنیزو فرصتونو د رامنځته کولو له لارې نه یوازې د ځوانانو د اقتصادي وضعیت ښه کولو سبب ګرځي، بلکې هغوی ته دا وړتیا ورکوي چې په نړیوالو کاري بازارونو کې برخه واخلي، پرته له دې چې خپلې سیمې پرېږدي.

پایله:
د فریلانسنګ د اغېزمنتیا څرګندتیا:
فریلانسنګ د ځوانانو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره یو اغېزمن او پایښت لرونکی ماډل دی. دا پروګرامونه ځوانانو ته د نړیوالو بازارونو لپاره د مسلکي مهارتونو د پراختیا، د عاید لوړولو، او د ځان‌بسیاینې فرصتونه برابروي.

په افغانستان کې بریالۍ تجربې:
د افغانستان د فریلانسنګ پروګرامونه، په ځانګړي ډول په بلخ، کابل، او نورو زونونو کې، د ځوانانو د ژوند کیفیت ښه کولو او د بېکارۍ کچه راټیټه کولو کې مهم رول لوبولی دی.

د کډوالۍ مخنیوی:
فریلانسنګ د ځوانانو لپاره په خپلو سیمه‌ییزو ټولنو کې د پاتې کېدو یوه هیله‌بښونکې لاره برابره کړې، پرته له دې چې فزیکي کډوالۍ ته اړتیا وي.

د نړیوالو تجربو اغېزمنتیا:
د بنګله‌دېش، فلپین، او کینیا تجربې ښيي چې د فریلانسنګ پروګرامونه د ځوانانو د اقتصادي او ټولنیز پیاوړتیا لپاره مهم رول لوبوي.

وړاندیزونه:
د فریلانسنګ پروګرامونو لپاره د زیربناوو پراختیا او د انټرنیټ ټیټ لګښت کڅوړو رامنځته کول.
د دولتي او خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا ترڅو د روزنیزو انکوبېټرونو له لارې ځوانانو ته فرصتونه برابر شي.
د ځوانانو لپاره ځانګړي روزنیز پروګرامونه جوړول، چې د نړیوالو بازارونو اړتیاوو سره سم وي.
د فریلانسنګ پروژو د پراختیا لپاره د ملي ستراتیژۍ جوړول.
عمومي پایله:
دا څېړنه څرګندوي چې فریلانسنګ د ځوانانو لپاره یوازې د اقتصادي پرمختګ یوه وسیله نه ده، بلکې د ټولنیز او اقتصادي بدلون لپاره یوه نوې او نوښتګره حللاره هم ده. د دې پروګرامونو پراختیا د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري او کولی شي د ځوانانو د بېکارۍ او کډوالۍ د کچې په راکمولو کې مهم رول ولوبوي.

Address

Jalalabad
26000

Opening Hours

Monday 08:00 - 16:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 16:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Faculty of Computer Science Nangarhar University posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to Faculty of Computer Science Nangarhar University:

Share