اسلامی معلومات اسلامی ویڈو

اسلامی معلومات اسلامی ویڈو اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎

12/05/2026


د الوتکو د څارنې عصري سیستم (رادار) په بګرام هوايي اډه کې بېرته فعالیت پیل کړ.
د معلوماتو له مخې، دغه رادار به د الوتکو تګ راتګ، هوايي امنیت او فضايي څارنه لا منظم او چټکه کړي.
دا پرمختګ د هېواد د هوايي چارو لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

07/05/2026

د سرپناه جوړولو لپاره د افغان حکومت وروستۍ پرېکړه يو مثبت او د ستاينې وړ ګام دی، خو له بده مرغه ځينو د بټيو مالکانو بيا دا فرصت د خلکو پر ضد کارولی دی.
د خښتو بیې له شاوخوا ۱۰ زرو څخه تر ۱۷ زرو پورې لوړې شوې دي!
دا په داسې حال کې ده چې سکاره ارزانه شوي دي!
دا ښکاره بې‌انصافي ده او د غريبو خلکو پر اوږو يو بل دروند بار دی.
غوښتنه: له افغان حکومت څخه په درنښت غوښتنه کوو چې: د ساختماني موادو بیې کنټرول کړي
د بټيو د مالکانو دا ناحقه زیاتوالی ودروي
✔د عام ولس ملاتړ وکړي
که دا حالت دوام وکړي، نو بېوزله خلک به د سرپناه جوړولو توان له لاسه ورکړي.
🔁دا غږ شريک کړئ تر څو تر مسوولينو ورسېږي!

07/05/2026

تازه راغلو کډوالو وروڼو ته مهم خبر
په بټیو کې د اول نمبر ١٠٠٠ پخو خښتو بیه ٣٣٠٠ افغانۍ ټاکل شوې ده.
که هر چا له ټاکل شوې بیې څخه په لوړ قیمت خښتې خرڅولې، نو تاسې حق لرئ چې شکایت وکړئ.
خپل شکایت نږدې: • حوزې
قوماندانۍ
یا اړوند مسؤلینو ته وړاندې کړئ.
دا معلومات له نورو سره هم شریک کړئ، ترڅو هېڅوک د اضافي پیسو ښکار نه شي.

03/05/2026

که دا خبرې رښتیا وي، نو دا ښکاره ظلم دی!

02/05/2026
02/05/2026
21/04/2026

حکومت ته پکار دي چې فساد مخه ونيسي

21/04/2026

د موټروانانو يو مهم او جدي غږ!
اوسنی حالت داسې ښکاري چې يا خو د موټروانانو غږ نه اورېدل کېږي،
او يا هم تر مسؤلينو پورې سم نه رسېږي!
نن سبا د افغانستان په ډېرو کميسيونونو کې:
رشوت په پراخه کچه روان دی
واسطه او زورواکي چلېږي
او بې وزله موټروانان تر فشار لاندې دي
موټروانان د اړوندو مسؤلينو څخه جدي غوښتنه کوي
دې ستونزو ته عاجله او رښتینې پاملرنه وشي
د رشوت او واسطې مخه ونيول شي
او د موټروان حق په انصاف ورکړل شي
که دا حالت همداسې دوام وکړي نو د ټرانسپورټ سيستم به له ستونزو سره مخ شي!
راځئ چې خپل غږ يو کړو، تر څو بدلون راشي
#يووالی

20/04/2026

دا د فراه مرز ميل 78کميسون دی
د فراه مرز ميل ۷۸ کميسون کې داسې پرېکړه شوې چې په دوو مياشتو کې يواځې يو نوبت ورزي
او کرايه في ټن يواځې ۲۰۰۰ افغانۍ!
دا څنګه انصاف دی
په دې کرايه کې: نه ټاير اخيستل کېږي
نه د حکومت ماليه پرې کېږي
نه د موټروان او کلينډر معاش پوره کېږي
اونه د موټر مصرف پوره کيږي
نو موټردار ژوند څنګه وچلوي
دا ښکاره ظلم دی
دا پوسټ شريک کړئ!
تر څو حکومت دموټردارو فرياد واوري!

17/03/2026

يا اللّٰه د افغانستان د خاورې او د افغانانو دښمنان په خپل قهر او غضب اخته کړه
يا ربه څوک چې زموږ په وطن ظلم کوي د هغوی مکر په خپله ور واړوې.
يا الله!
ظالمان ذليل او رسوا کړه،
او زموږ وطن ته امن، سوله او ارامي نصيب کړه.
يا رب العالمين!
افغانستان د هر شر، جګړې او فتنې څخه وساته،
او زموږ د مظلومو خلکو مرسته او نصرت وکړه
آمين يا رب العالمين

17/03/2026

سلامونه او نیکې هیلې اللّٰه دې وکړي چې روغ او جوړ اوسې تاسو په خدمت کې یو ځل بیا حاضر شوم څوک اسلامي پوسټونه ګورئ

Address

Jalalabad

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when اسلامی معلومات اسلامی ویڈو posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share