Amir Ali Sher Navoyi University

Amir Ali Sher Navoyi University امیر علي شیر نوایي پوهنتون

په لوړ کیفیت زده‌کړو سره د ذهنونو د ځواکمنتیا او پرمختګ لپاره ژمن.

25/06/2026
نشه يې توکي د ټولنې بدمرغي ده ، راځئ په وړاندې غږ پورته کړو.
24/06/2026

نشه يې توکي د ټولنې بدمرغي ده ، راځئ په وړاندې غږ پورته کړو.

لېسانس په ښوونه او روزنه کې؛ د روښانه راتلونکي پر لور یو مهم ګام!امیر علي شیر نوایي پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني سمست...
24/06/2026

لېسانس په ښوونه او روزنه کې؛ د روښانه راتلونکي پر لور یو مهم ګام!
امیر علي شیر نوایي پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني سمستر لپاره د کانکور ازموینې له لارې د ښوونې او روزنې پوهنځي لپاره د نوو محصلینو د جذب خبر ورکوي.
که تاسو غواړئ د ښوونې او روزنې په برخه کې معیاري، عصري او د ټولنې له اړتیاوو سره سمې زده کړې ترلاسه کړئ او د راتلونکي نسل د روزنې په ډګر کې اغېزمن رول ولوبوئ، نو د ښوونې او روزنې پوهنځی ستاسو لپاره غوره انتخاب دی.
په دې پوهنځي کې د تجربه لرونکو او مسلکي علمي کادر غړو له لوري تدریس د معیاري او نويو تدریسي مېتودونو پر بنسټ ترسره کېږي، ترڅو محصلین له علمي، مسلکي او عملي پلوه پیاوړي وروزل شي او د تدریس په برخه کې لازم مهارتونه ترلاسه کړي.
سربېره پر درسي پروګرامونو، د محصلینو د ظرفیت لوړونې په موخه بېلابېل علمي سمینارونه، ورکشاپونه، علمي فعالیتونه او عملي روزنیز پروګرامونه هم په دوامداره توګه تنظیمېږي، ترڅو فارغان د هېواد د ښوونیز نظام د پرمختګ لپاره اغېزمن خدمتونه ترسره کړي.
د نوم‌لېکنې وخت:
له جمعې ورځې پرته هره ورځ، د سهار له ۷:۰۰ بجو څخه د ماښام تر ۷:۰۰ بجو پورې.
د اړیکې شمېرې:
۰۷۹۹۷۶۷۲۳۰
۰۷۷۰۰۰۱۲۴۰
پته:
جلال‌آباد ښار، د ننګرهار امنیه قومندانۍ لوېدیځ لور.
د نشراتو آمریت
امیر علي شیر نوایي پوهنتون

د جوزا میاشتې نوبتي علمي شورا جوړه شوه!۱۴۰۵/۳/۳۱ هـ.ش | ۱۴۴۸/۱/۵ هـ.قد امیر علي شیر نوایي پوهنتون د جوزا میاشتې نوبتي عل...
23/06/2026

د جوزا میاشتې نوبتي علمي شورا جوړه شوه!
۱۴۰۵/۳/۳۱ هـ.ش | ۱۴۴۸/۱/۵ هـ.ق
د امیر علي شیر نوایي پوهنتون د جوزا میاشتې نوبتي علمي شورا د پوهنتون د رئیس، دوکتور عبدالوحد میاحیل، په مشرۍ او د علمي شورا د غړو په ګډون ترسره شوه. غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
د غونډې په پیل کې د پوهنتون رئیس د علمي او اداري فعالیتونو د لا اغېزمنتیا، د تدریس د کیفیت د لوړولو، د څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او د علمي معیارونو د ساتنې په اړه خبرې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ چې د علمي شورا پرېکړې باید په ټاکلي وخت عملي شي، ترڅو د پوهنتون د علمي پرمختګ او کیفیت د لوړوالي زمینه نوره هم پیاوړې شي.
وروسته د علمي چارو مرستیال، پوهنیار محمد ابراهیم سکندري، د تېرې علمي شورا د پرېکړو د عملي کېدو راپور وړاندې کړ او د ترسره شویو فعالیتونو په اړه یې معلومات شریک کړل.
ورپسې د غونډې د اجنډا له مخې په مهمو موضوعاتو باندی د هر اړخیز بحث څخه وروسته لازمي پريکړي ترسره شوی.
غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.
د نشراتو آمریت
امیر علي شیر نوایي پوهنتون

. د قانون ژبه وایې: نشه جرم دی، نه افتخار
23/06/2026

. د قانون ژبه وایې: نشه جرم دی، نه افتخار

لېسانس په اقتصاد کې؛ د روښانه راتلونکي پر لور یو مهم ګام!امیر علي شیر نوایي پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ ش کال د خزاني سمستر لپاره ...
22/06/2026

لېسانس په اقتصاد کې؛ د روښانه راتلونکي پر لور یو مهم ګام!
امیر علي شیر نوایي پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ ش کال د خزاني سمستر لپاره د کانکور ازموینې له لارې د اقتصاد پوهنځي لپاره د نوو محصلینو د جذب خبر ورکوي.
که تاسو غواړئ د اقتصاد، مالي او تجارت او حسابدارۍ په برخو کې معیاري، عصري او د کار بازار له اړتیاوو سره سمې زده کړې ترلاسه کړئ، نو د اقتصاد پوهنځی ستاسو لپاره غوره انتخاب دی.
په دې پوهنځي کې د تجربه لرونکو او مسلکي علمي کادر غړو له لورې تدریس د معیاري او نوېو تدریسي مېتودونو پر بنسټ په پښتو او انګلیسي ژبو ترسره کېږي، څو محصلین له علمي، عملي او مسلکي پلوه پیاوړي وروزل شي.
سربېره پر درسي پروګرامونو، د محصلینو د ظرفیت لوړونې په موخه بېلابېل علمي سمینارونه، ورکشاپونه، علمي سفرونه او عملي مسلکي فعالیتونه هم په دوامداره توګه تنظیمېږي، ترڅو فارغان د کار بازار له اړتیاوو سره سم چمتو شي.
د نوم‌لېکنې وخت:
له جمعې ورځې پرته هره ورځ د سهار له ۷:۰۰ بجو څخه د ماښام تر ۷:۰۰ بجو پورې.
د اړیکې شمېرې:
۰۷۹۹۷۶۷۲۳۰
۰۷۷۰۰۰۱۲۴۰
پته:
جلال‌آباد ښار، د ننګرهار امنیه قومندانۍ لوېدیځ لورې.
د نشراتو آمریت
امیر علي شیر نوایي پوهنتون

Address

جلال اباد ښار، ننگرهار/افغانستان
Jalalabad

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Amir Ali Sher Navoyi University posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share