وروستۍ هیلې

وروستۍ هیلې Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from وروستۍ هیلې, College & University, Kabul.

ستړی یم‼خو؛ ناهېلی نه یم. یوه ورځ به حتماً تر خپل هدفـه رسېږم .پر خپل رب توکل او پر ځان باور لرم.ان شاءاللهپس له ډېر وخت...
17/03/2024

ستړی یم‼
خو؛ ناهېلی نه یم.
یوه ورځ به حتماً تر خپل هدفـه رسېږم .
پر خپل رب توکل او پر ځان باور لرم.
ان شاءالله
پس له ډېر وخت وروسته، بیا مجازي نړۍ ته
روژه مونېکمرغه‼

زړه ♥مې یوازې تا غواړيM👉

‏ (✾࿐༅🍀M🍀༅࿐✾

کیسه‼له کلي تر ښاره‼له ښار لرې په یوه کور کې د یوې مور دوه زامن دې ښار په یو نجلۍ میئن شوي ول.که څه هم مشر زوی یې کم جرا...
23/01/2023

کیسه‼
له کلي تر ښاره‼
له ښار لرې په یوه کور کې د یوې مور دوه زامن دې ښار په یو نجلۍ میئن شوي ول.
که څه هم مشر زوی یې کم جراتئ له لاسه نه شوای ویلی چې مور زما هوسۍ خوښېږي.
هوسۍ هغه نجلۍ وه چې دې دوی په خپلوانو کې راټوکېدلې د نرګس ګل پشان وه.
عابد زوی یې له کوچینوالي پرې میئن وو؛ خو څه د پښتنو رواجونو، خپلې دروازې او څه کم جرأتۍ نیولی وو، وخت تېرېده هر ځل به چې کله کوچنی ورور کور ته له مسافرۍ راته ټولو ته به یې وویل چې زه هغه کوم او دې هغې ورور هم راته دهغې وړاندیز کړی چې راشه زه مې خور در کړم.
خو کله به چې تر ده مشر ورور دغه خبر واورېده مسکاء به یې وکړه؛ خو له ډېره درد به ډکه وه، یو خو یې ورور نه شوای خپله کولای بل یې خپله مینه له لاسه نه شوای ور کولای
کله چې یې د کور غړو یې پرې کړه وکړه چې عابد لالا ته کوزده کوو، کله چې ټول راټول شول مورکۍ ورته وویل: زویه! پلار، وروڼه،خویندې او وریندارې دې غواړې درته یوه ښکلې او ستا په خوښه نجلۍ درته کوزدن کړي، که تا کوم ځای انتخاب کړی وي هم راته ووایه او کنه وي موږ ته اجازه را کړه چې زما، خویندو او وریندارګانو په خوخه یوه ښایسته نجلۍ درته کوزدن کړو.
عابد غلي د خپلې کوچنۍ خورکۍ خواته وکاته مسکۍ شو ویې ویل: مورې! ستاسو خوخه زما خوخه ده ما کوم انتخاب نه دی کړی.
کوچنۍ خور یې په کړس وخندل او وپسې ده چې عابد لالا خو مې دروغ وویل دې هغې مایوسې سترګې زما خواته اړول بې مطلبه نه وو، ټول حیران شول چې جلی ولې وخندل!؟
مور یې مخ ور واړوه مینې خیرت خو وو چې دومره په کړس دې وخندل؟ ټولو په یو ځل خپلې سترګې د مینې پهدسترګو کې خښې کړلې تا به ویل چې کوم نا روا کار یې کړی، په سترګو کې ټولو ځانته ځاتنه وخوړه آخر نجلۍ په ژړا شوه، په ژړاغوني غږ یې وویل: که غواړئ چې په حقیقت پوه شئ لالا ته لږ وخت ور کړئ، چې هغه خو خپله پرې کړه وکړي، مینه له کوټې بهر شوه.
وخت وتلو خور کوښښ کولو چې ورور سره پټ ووینې؛ خو ورور بیا تل غوښتل چې نور پر شونډو مسکاء اوخوشحالي وګوري.
یوه میاشت تېره شوه، هره ورځ به چې کوم کور ته ولاړل نو دې هغې د کور او نجلۍ کیسې به یې کولې، د یو به خوښه وه دې بلې نه، همدا مجلسونه وو، د ټولو سات پکې تېر وو.
یوه ورځ سهار کله چې چای وڅښل شوو، کوچنۍ خور یې د لالا کوتې ته ورغله هغه خپل ورور ته له مینې د خپل مسلک نوم اخیسته ډاکټره او دا چې دې کور کوچنۍ خور وه ټولو به له مینې نه ورته ویل: مینې!
تر سر یې کښېناسته په ویښتانو کې یې لاس وهل شروع کړل په خوږه او کوچنۍ لهجه یې وویل: ډاکټر لالا پوهېږم چې زړه کې د ویلو ډېر څه لرې؛ خو ولې یې نه بیان وې؟ ګوره زه دلته دې همدې لپاره راغلې یم ماته هر څه واضح ووایه او تر هغې له دې ځایه ځم هم نه چې راته ونه وایې.
په لالا یې ډېره ګرانه وه او دغه کوچنۍ خورکۍیې خفه کولای نه شوای ټوله کیسه وکړه.
کوچنۍ خور یې په منډه دې مورکۍ خواته ولاره او دې خپل ورور کیسه یې ورته وکړه.
بېګا ته یې د ښار د تللو تصمیم ونیوه، چې ښار ته ولاړ شي او هوسۍنومي نجلۍ خپل ډاکټر زوی لپاره وغواړي، بېل آخره دغه تګ یې آخري تګ شو او هوسۍ یې ډاکټر ته پر نکاح کړه.
ټولو خپلوانو، دوستانو اوملګرو یې دومره خوشحالۍ کړي چې حد پرې تمام وو.
ځکه، عابد له ظاهره شوخ؛ خو حقیقت کې پوه او لوی شخصیت در لودونکی وو.
عابد ډېر خوږ ادبي مجلس کاوه، تل به یې د ملګرو په شونډو مسکاء خوره وله، هیڅ ملګری یې خفه نه شوای لیدلی، عابد د نن عصر یوه پریښته بلل کېده.
کله یې چې کشر ورور خبر شو؛ نو له هغې ورځې یې له خپل ورور سره را واخیسته.
په رموزه کې به یې ویل: چې زما نه شوه ولاکه د بل هم شي رانه.
عابد حیا ناکه انسان وو نه یې غوښتل کورنۍ یې د خپګان احساس وکړی، کله چې د واده وخت په را رسېدو شو، ټولو دوستانو تیاری نیوه او خوښۍ او خوشحالۍ یې کولې، هر چا قسم قسم جامې کولې.
عابد خپله مینه ناکه خورکۍ په خپل موټر کې له مور سره یو ځای مارکیټ ته بوتله او دې خپلې خوښې جامې، بوټان،پړونی، پزوان... قسم،قسم نور شیان واخیست او کور ته راغلل چې په نورو وروڼو هم ګرانه وه هر یوه بېله نازولې وه ځکه، د اوو وروڼو کشری خور یادې دله.
پنج شنبې ورځ وه له کلي ښار ته ولاړل سیلونه وو خوشحالۍ وې ټول یو له بل جارېدل، د سرخلاصۍ ورځ وه زوم هم تللی وو ځکه، چې د دوی دې واده ورځ وه او زموږ دې سر خلاصئ؛ نو ځکه، مو ناوې له ځان سره کور ته بوله دواړه له کوټې په داسې حال کې را بهر شول چې سالون کې نور ځای نه کېده ځینو له سالون بېرون لکه دې زاڼو کتار غوندې ولاړې وې ننداره کوله آسمان شین وو ځای ځای سيبنه وریځ هم برېښدله د مني شپې ورځې وې یخ شمال لګېده. د سالون په مخکې ورته دې هوسۍ مور ولاړه وه عابد ورو وویل: هوسۍ! د مورکۍ لاس ښکل کړه او زموږ ته دې ښه ژوند کولو دعاءځنې وغواړه؟ هوسۍ هماغسې وکړل کوم چې عابد ویلی ول ورته، بیا عابد ورغۍ لاس یې ښکل کړ او دعاء یې ځینې واخیسته.
شور ما شور وو هر چا خندل او چکچکې یې کولې، هوسۍاو عابد یو بل ته لاس په لاس کې ور کړی وو او دې پرونر نومي موټر خواته په ناز دانه قدم اخیستو روان شول او کله چې دموټر دروازه عابد خلاصه کړه دواړو مخ را واړوه او دې ټولو نه یې خدای پاماني د لاسه په اچتولو واخیسته او له ښار څخه دې کلي په طرف را روان شول.
کله چې دلته را ورسېدل ناوخته وو، مشر ورور یې ورته د تخت کښېناستلو لوازم برابر کړي وو، دوي دواړه یې له خپلې کوټې په داسې حال کې را وویستل چې لاس یې په لاس کې ور کړی وو او کوچنۍ خورکۍ مینه یې مخې ته ګل په لاس کې نڅېدله.
دوي دواړه دې نرګس ګل پشان اېسېدل، ښکلا ته یې ټول حیران پاتې وو، الله دوی ته جلا ښایست په دغه ورځ ور کړی وو.
د عابد مورکۍ په چټکۍ سره راغله د تخت مخکې یې دې دواړو نظر وچ کړ او دوي دواړو ځنې دعاء وغوښتله او دوی ته یې دخوشحاله اوږ ژوند دعاء وکړه.
ساتېرۍ وې، خوشحالۍ وې، خاله ګانې، خاله لورانې، خورانې،وریندرګانې، د تره لورانې ټول راتلل او.مبارکی یې ور کولې.
کله چې د کیک پرې کولو وخت راغئ کیک یې پرې کړ چکچکې او چغې شولې، عابد د کیک ټوټه را واخیسته هوسۍ ته یې وکړه، کله چې هوسۍ د کیک ټوټه را واخیسته غوښتل یې چې عابد ته یې ور کړي داسې وحشت ناکه کړس شو د ټولو غږونو کې انګازې وې، وروسته دوه ټکونه نور هم وشول په ښځو کې راټوپ کړ او دغه کلمات یې زم زمه کول چې زما نه شوې د بل به هم رانه نشې. له لویې دروازې بهر وواته، کله مې چې سترګې خلاصې کړلې عابد لالا په تندي لګېدلی او دې هوسۍ په طرف ړنګ کړل شو.
د هوسۍ له خولې چیغه ووتله دا چا وکړل؟ او په غېږ کې یې را سم کړ، عابد خړې سترګې د هوسۍ خواته ګږې کړې په وچو شنډو یې ورته وویل: پوهېدم چې زما به نه شې؛ خو وعده در کوم چې په هغه دونیا کې به زما یې.
د عابد همداسې کږې سترګې هوسۍ پاتې په وچو شنډو یې مسکاء وکړه او خپل رب ته یې په دغه کلمه اَشْهَدُاَنٍْ لّاِاِلَهَ اِلَّا اللهُ وَ اَشْهَدُاَنْ مُحَمَّدً عَبْدُهُ وَرُسُولُهُ د تل لپاره ځان وسپاره
د هوسۍ اوږدې زلفې، سپوږمۍ غوندې مخ، بادامي سترګې، خنجر غوندې باڼه، نرۍ سرې شنډې نیولې خپل تندی یې د عابد په تندي کېښود دهغې ناز او نخرې یې داسې ووژلې چې هیڅ کله یې څوک تصور نه شي کولی.
د هوسۍ هغه سپنې جامې د عابد په وینو ټولې لړل وې هر طرف ته توبې ایستل کېدلې، هوسۍ د عابد له مخ سر راجګ کړ چېغه یې وکړه اې‼
دلته کوم مسلمان شته؟ زما عابدک مړ کېږي خیر دی، راشئ کمک را سره وکړئ.
هوسۍ بې هوشه شوه او په ځمکه پرې وته، دواړه داسې پرې وتل لکه د اوړي مرغه چې له تږې ومري.
له کور بورون شور ما شور جوړ وو کله یې چې مشر ورور کور ته را دې ننه شو بې واکه ځنې چغې وتلې عابد یې مخ قبلې ته سیخ کړ او په چیغو چیغو یې ژړل د عابد په مخ یې لاس را کش کړ او دغه کلمه یې څو ځله تکرار کړه.
إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّآ إِلَيْهِ رٰجِعُونَ...
پای
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ….
┄•●❥♥
✍️ډاکټر میوند مینه وال
2023/1/23 م

ښه درک!ژوند نه د لذت اخستو بهترینه لار ده.هغوی چېدرک نه لري، د ډېرو امکاناتو باوجود ښې ورځې هم نه لري‼ــــــــــــــــــ...
08/01/2023

ښه درک!
ژوند نه د لذت اخستو بهترینه لار ده.
هغوی چې
درک نه لري، د ډېرو امکاناتو باوجود ښې ورځې هم نه لري‼
ــــــــــــــــــــــــــ....♥
✍کاپی

د مینې اظهار هوسۍ ته‼ له امتحان ستړی کور ته راغلم، د کور ټول غړي په کارونو مصروف ول مور مې راغله راته یې وویل: زویه! ستړ...
20/11/2022

د مینې اظهار هوسۍ ته‼

له امتحان ستړی کور ته راغلم، د کور ټول غړي په کارونو مصروف ول مور مې راغله راته یې وویل: زویه! ستړی مشې څنګه وو امتحان مو؟ ورته مې وویل: ستاسو دعاګانې وې ښه وو تېر شوو.
د ورور د واده لوازې ډېرې ګړندۍ وې، هر کس د خپلو لباسونو د اخیستلو په لټه کې ول.
بل آخره واده را لنډ شو او ما هم پلمه لټه وه چې څنګه مې زه خپله هوسۍ زر ووینم او د خبرو کولو پورست یو بل سره پیدا کړو.
تل به مې مور ته وویل: تنهایې کارونه ډېر پاتې دي هوسۍ دو راوغواړه هغه به در سره همکاري وکړي.
نه یې منله، آخر وتوانېدم چې مور مې کانع کړه او د هغې مور ته یې زنګ وکړ چې د سبا لپاره مې تاسومیلمانه یاست او زما سره به دغه نجونې کمک هم شيپه کارونو کې، مور یې د هو ځواب ور کړ چې سبالخیره درځو ولې نه.
ټوله شپه په دې فکر کې وم چې کله به هوسۍراځي او څنګه به وي.
هوسۍ ډېره خوږه او له ناز ډګه نجلۍده، ځینو ته داسې په ظاهر برېښي، چې ښه مغروره ده؛ خو نه، هغه بېل خاصیت لري.
هر دقیقه د ساعت په شان تېر ده، سهار شو لمونځ او تلاوت مې وکړ، لاسونه مې خپل رب ته لپه کړل او د الله تعالی نه مې څو ځله زموږ دواړM♥Mد یو ځای کېدو غوښتنه وکړه.
پلار مې چې کوم کار راته سپارلی وو هغه مې په بېړه وکړ، انتظار وم چې دوی ووینم؛ خو دوی ډېر نا وخته را روان شوی وو.
زه کلی ته ولاړم، کله چې راغلم دوی راغلی وول، کوټه مې له مور سره ناستې وې، کله چې ورغلم مور او لور دواړه ناست ول دومره خوشحاله برېښدل چې پوښتنه مه کړه.
له سلام او ستړې مشې او روغبړ وروسته مې مور وویل: ته خو شته یې زه به ډوډوۍ تیاره کړم.
د هوسۍ ښایست زه دومره کم جراته کړم چې کله کله به مې خبرو کې سکته راتله، دومره تاثېر ناکه څهره مې ژوند کې نه وه راغلې او نه دومره کم جراته شوی وم کله څنګه چې د هوسۍ په دا ځل لیدلو شم.
هوسې نو عجیبه هوسۍ وه!
دنګه ونه، هوسۍ غوندې پاکې باڼه ورې بادامي سترګې، نري سړه شونډې، سپوږمۍ ته ورته کرد مخ، اوږده زلفان یې حسن دوه چنده کړی وو.
دومره په ناز او نخرو یې خبرې کولې چې زړونه یې دوه ټوټې کول.
وخت تېر ده د واده شپې لنډې شوې ما به هوسۍ ډېره تنګوله آن یوه ورځ زه ډېر ناوخته له خوب را پاڅېدم مور او لور دواړه ډېر وختي را پاڅیدلي وو هغه مې له مور سره په کار لګیا ول.
په مور یې ارضي شوې وه چې ولې زموږ ټول خپلوان وایي چې دا پېشن نه ور وله ته وګوره ډاکټر هم داسې خبرې کوي، زه ګوره هماغه سهار چې تاسره راپاڅېدلې یم تر اوسه؛ نو زما رنګه ولې بده ده او ددې بلې خور مې رنګه ښه ده، هغه ورته ویلي وو چې خیر لورې دوی در سره ټوکې کوياو تا ځور وي.
کله چې زه ورغلم کوټې ته پوښتنه مې وکړه چې مور یې را باندې ارضي شوه چې هوسۍ درنه ګیله وکړه هغه ډېره خپه وه درنه.
په ما دومره ګرانه وه، چې آن په کوچنوالي کې مې ورته د هوسۍ نامه اخیسته
حیران شوم ما ورته وویل: ولې ما څه کړي؟ زه کله هوسۍ خپه کولای شم؟مور یې بیا ټوله کیسه یې راته وکړه.
ښه په کړس مې وخندل او د کړکۍ پله مې خلاصه کړه غږ مې پسې وکړ، هوسۍ؟ هوسۍ زر راشه مور دې غواړي.
کله چې راغله ورته مې وویل: هې! لېونۍ تر اوسه په ټوکه پوه نه شوې!؟
د هوسۍ په مخ مسکاء خوره شوه مخ یې داسې وځلېده لکه د څورلسم سپوږمی چې د ستورو په منځ کې ځلا کوي.
ویې خندل نرۍ سرې شونډې یې د انار دانو ته ورته په خوله کې یې سپین صدف غاښونه عجیب ښکاریده.
د هغې له شونډو هر لفظ بېل خوند درلود، د هغې په هره جمله یو داستان جوړېږي.
څو ځله مې هڅه وکړه چې ور شم او دې خپلې مینې اظهار په ښکاره ورته وکړه؛ خو ونه توانېدم.
په آخري ځل مې چې هڅه وکړه چې ګل ورته ونیسې چې د شاه لخوا را باندې غږ وشو ډاکټره دایې ځای نه دئ،.له رنګ مې وینه وتښتېده د بو بې روحه جسد په شان ودرېدم، زیاته یې کړه خلک به څه وایي، له ذهن کار واخله او کورنۍ ته دې وګوره داسې کیسې زموږ کورنۍ کې نه دی تېرې شوي.
کله مې چې هوسۍ ته وکتل تر ما ډېره ویرېدلې او لړزې اخیستې وه، سوړ حوصلی یې وویست د کوټې په طرف روانه شوه.
اوف!
کاش!
دا رواجونه نور ختم شي!
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ….
┄•●❥♥
✍️ډاکټر میوند مینه وال
2022/11/11

انتظار او مینه‼ناوخته مې امتحان پای ته ورسید، کورنۍ غوړو مې راته زنګ وکړ چې نن هم همالته پاتې شه سهار وختي به کور ته راش...
14/10/2022

انتظار او مینه‼
ناوخته مې امتحان پای ته ورسید، کورنۍ غوړو مې راته زنګ وکړ چې نن هم همالته پاتې شه سهار وختي به کور ته راشې، دا چې ما ورته مخکې نه زنګ کړی وو چې زه نن درځم تاسو انتظار اوسئ.
کله نه مې چې امتحان پای ته ورسېد د مازدیګر۴:۲۰ تېر وې چې له صحنې را بهر شوم.
استاد مې راته زنګ وکړ څنګه وو امتحان مو، امتحان مو پخیر تېر شو؟ ورته مې وویل:هو، همدا ستاسو دعاګانې او ستاسو همکاري وه چې نن د کامیابۍ هیله لرم.
زیاته یې کړه: نن به زما سره میلمه شې لږ کیسې به وکړو؟ دا چې ما هغه په انتظار کړې وه او ورته مې ویلي وو چې چکر ته به ځو دغه ځای راته اور ګرځېدلی وو.
استاد ته مې وویل کور ته ځم، که ولاړم نه بیا هتمن درځم.
ملګرو مې زنګونه وکړل، هره یوه ځانته،ځانته پوښتنه کوله چې څنګه وو امتحان مو مشر ورور مې ډاکټر صېب! هم راته زنګ وکړ او پوښتنې یې کولې چې څنګه امتحان مو وو.
اول خو مننه کوم له ټولو نه چې زما سره دومره مینه لري او تل مې خپلو درسونو ته هڅوي.
ناوخته وو چې روان شوم، په لارو کې راته دوه ځلې استاد او ورور مې راته زنګونه وکړل، اوس چېرته یې تر کومه ورسېدې.
خوشحاله وم چې امتحان مې ښه تېر شوی وو، موبایل مې په لاس کې وو چې د موبایل سکرین مې روښانه شو، د سکرین په منځ کې هماغه پخوانۍ په شان لیکلي ول♥life.
اوکې مې کړ، سلامې پرې وویلو له لږ روغبړ وروسته یې وویل: ناوخته نه شوو ته کله راځې؟ په خندا شوه لکه چې آرایشګاء ته تللی یې؟ ما مخکې هم لیدلی یې ماته کوم فرق نه کوي چې نن څنګه ښکلی ښکارې؟ زیاته مې کړه لېونۍ ته کله خبره یې زما امتحان دغه یو نیم ساعت کېږي چې خلاص شوی دې او ډېر په لېولتیا ستا خواته روان یم، زه او آرایشګاء لرې نه ده؟
ویل: یې نه. دا ورځ راتلونکې ده! ومې خندل ریښتیا؟.هو کنه.
ورته مې وویل: نږدې یم، کله چې ستاسو کور ته نېږې شوم درته زنګ کوم، موبایل مې بند کړ.
موټروان وویل: ډاکټر صېب! لکه چې درته انتظار کوي؟ ومې وویل: هو، استاد ده له ۱:۳۰pm راته انتظار دي تر اوسه امتحان مو پس دا ایر شو.
کله چې ورسېدم زنګ مې وکړ آغا شته کور ویل یې: هو.
کورته له دې ننه کېدو سره سم سر او غاړه مې له ګولي پاشانو ډکه شوه، هر یوه ځانته مبارکی را کوله.
مننه یې کوم له مینې او هرکلي څخه.
له لږ تم کېدو وروسته مې ورته وویل آغا موټر مې پکار دی زه، مور اوY♥ غواړو تر یو هوټل ولاړ شوو او په لاره کې به مې خپله مور هم را سره واخلم او یو ځای به ولاړ شو ما ور سره وعده وکړه چې له امتحان وروسته به هتمن تاسو چکر ته بیایم اوس خو ناوخته دی هم خو.مور مې په تمه ده، زیاته یې کړه هر څه ستا خدمت کې دی زویه لږ پام کوه؟ زه ستا څهره کې ډېره خوښي وینم؛ نه غواړم دغه خوشحالي دې بله شي.
ومې ویل: سمه ده آغا ولې نه.
له کوره را بهر شو، مور ته مې زنګ وکړ مو ځان دې تیار کړه موږ در روان یو؟ ویې ویل:سمه ده زویه په پخیر راشې!؟
ټول یو ځای هوټل ته دې ننه شو، لږ چل مې وکړ یوه مېز ته مې دواړه مورانې کړلې او یوه ته زه او زماlife♥ یو ځای شوو.
دوی ځاتنه مجلس کاوه او موږ ځانته لکه به چې دوی زموږ خواته توجو شوه یو بل سره به وغګېدلې او بیا به یې وخندل.
موږ هم د خپل ځان اوړه او دې بل ټیټه ویله، ښه ډېر مو وخندل آن له خندا مې تشي درد کا وه.
هغه شبه ډېر په تېزئ روانه وه، د شپې ۱۰:۲۰pm بجې وې.
مور ته مې وویل: ناوخته دی زما همدا آرمان وو چې ټول یو ځای ولاړ شو لږ سات مو تېر شي همدا آرمان مې پوره هم شوو.
ټولو وویل: هو، ناوخته دی مننه له راتګ مو.
مینه په اظـهار نه،
په انتـظار معلومیږي.
چې څــومره ریشتینې ده!
مینه له موږ کاپي کړئ او نورو ته یې وښایاست!
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ….
┄•●❥♥
✍️ډاکټر میوند مینه وال

ریښتنیې مینه!د شپې ناوخته مې پرېکړه وکړه چې له دې هېواد بهر لاړ شم. موبایل مې را واخیست ځینو تصویرونو وخندولم، ځینو وژړو...
09/10/2022

ریښتنیې مینه!
د شپې ناوخته مې پرېکړه وکړه چې له دې هېواد بهر لاړ شم. موبایل مې را واخیست ځینو تصویرونو وخندولم، ځینو وژړولم په دې انځورونو کې داسې انځور مخې ته راغئ چې د اړولو توان مې نور له ګوتو وتی وو.
موبایل کې مې شمېره ډایل کړه، موبایل مې غوږ ته ونیو شماره خاموش وه.
مسج ته ولاړم، ترسلام علیکم... وروسته مې ورته وویل: یا راته زنګ وکړه یا مې فیسبوک چک کړه.
سهار څلور بجو مو حرکت پیل کړ، سټوري مې وکړه سفر د نیمروز په طرف!
ځینو ملګرو راته لیکلي ول خیرت خو به وي؟ ځینو لیکلي وو پخیر ولاړ شې.
کله مې چې موبایل چالاند کړ زیات مسجونه مې د موبایل د سکرین په مخ ولیدل په دې کې یو هغه مسج وو چې ما تر اوسه دومره درد پکې نه وو احساس کړی.
زه یې د مسج لوستلو کې وم چې په سکرین زنګ راغئ، تر هلو ویلو یې وویل: زه په سټورئ کې څه وینم!؟د ویلو توان مې نه در لوده آیا ته ریښتبا نیمروز ته ځئ؟ خیرت خو به وي؟ وظیفه دې اخیستې؟ دومره لرې څوک ځي؟.
له آه ایستلو وروسته مې وویل: د شپې ناوخته مې زنګ وکړ موبایل مو بند وو، هر څه مې واضح درته ویل؛ خو اوس نه شم درته ویلی دومره درته وایم چې روان یم دعا کوه چې خپل هدف ته وسېږم.
دومره ناڅاپه چغه او درب مې تر غوږ شو، په موبایل کې آرامه آرام شوه بلې، بلې مې وویل چا راته غږ ونه کړ.
دې کې مې شور تر غوږ شو وایي زر شه اوبه راوړه، مینې په دې نجلی څه شوي؟ په دې کې موبایل بند شو.
یوه ملګري مې راته وویل خیرت خو به وي؟ ولې دې رنګ زېړ وتښتېده؟ ومې وویل: هو، کومه خبر نشته.
فیسبوک مې خلاص کړ ډېرو ملګرو مې خواشیني ښودلې وه.
یو دوست مې ډېر قهرجن مسجونه پرېښي ول، آن استاد مې چې کله زنګ وکړ هغه زیاته کړه چېرته یې چې نښکارې ما ورته وویل: نیمروز کې یم استاد محترم! ددې نوم په اورېدلو خوشحاله شو ویې ویل یو ځل خو به دې ماته ویلي ول چې ما وظیفه واخیسته زه به څومره خوشحاله شوی وای.
ومې خندل نه، ډاکټر صېب! وظیفه مې نه ده اخیستې روان یم ایران ته!
تر اوسه مې له دغه استاد دومره غوصه نه وه لیدلې او نه مې هم اورېدلې وه.
زیاته یې کړه دوشنبې مو امتحان دی نور هیڅ خبره نه اورم چې هر چېرته یې همدا اوس را وګرځه.
موبایل یې بند کړ.
فکر کې ډوب وم چې زنګ را روان دئ ملګري مې وښورولم زنګ دی درته؟ کله مې چې موبایل را وویست نا پېژنده شماره وه OK مې کړ.
بلې تر سلام او روغبړ وروسته یې وویل: زویه خیرت دئ چېرته ځې؟ پوه شوم چې د جنۍ مور ده ما ورته وویل: M♥ اوس څنګه ده هغه راته وویل: اوس ښه ده ډاکټر ورته وویل چې لږ یې آرام ته پرېږ دی حمله پرې راغلې ده.
ځکه مې درته زنګ وکړ چې کله موږ ددې ګوټې ته راغلو او دا بې حسه پرته وه، پلار یې ویل په دغه جنۍ باندې څه شوي کله مې چې موبایل ولید چې لرې ځنې پروت وو را وامې خیست ستا نامه مې ولید او.موبایل مې بند کړ.
دې خبرې ډېر خواشنی کړم وویل: که د وجدان غذاب زغملی شې مخته ولاړ شه او که یې نه شې زغملی بېرته به را وګرځې.
چورط مه وهه هغه اوس رکه روغه ده، که ښه وه درته به زنګ وکړي، خدای پاماني یې وکړه او موبایل بند شو.
یو خو ددې بې حسي او د ملګرومسجونو او استاد قهرجنه غګېدا ډېر درد را کوه او چورط پسې لا لاندې کولم.
ورخ او شپه په همدې فکرونو کې تېره شوه، سبا سهار قاچاقبر راغئ ویې ویل شپه پخیر حرکت پیل کوو، تیار اوسئ.
بېرون را ووتلم قدم مې وهلو چې موبایل مې ولړزیده د تلیفون په سکرین مې♥ ولید ok مې کړ دومره یې وژړل چې نږدې وه چې زما زړه ورته وچوي، هر څه مې له لاسه ور کړي وو ورته مې وویل: ستا ویل زما منل څه وکړم اوس!؟ څو ځله مې دغه کلمه تکرار کړه؛ خو دومره یې وویل راته؛ خیر ده بېرته راشه!
موبایل مې پرې بند کړ.
همدا ژړا وه،د ملګرو ملګرتیا وه او دې استاد قهرجنه غګېدا وه چې زه یې بېرته خپلې کورنۍ، ملګرو او مینې سره یو خای کړم.
مینه در سره لرمY♥‼
ــــــــــــــــــــــــ...💔
✍ډاکټر میوند مینه وال

💔زما حال په لیکنه کې 📝😭څنګه یې؟🙇ښه یم😁څه ڪوې؟هیڅ💁ولې ویښ یې؟🙌خوب نه راځي😣خوب ولې نه درځي؟💁عادت یم👍دا څنګه عادت دی؟💱خدای ...
29/08/2022

💔زما حال په لیکنه کې 📝😭

څنګه یې؟🙇
ښه یم😁
څه ڪوې؟
هیڅ💁
ولې ویښ یې؟🙌
خوب نه راځي😣
خوب ولې نه درځي؟💁
عادت یم👍
دا څنګه عادت دی؟💱
خدای د تا ترې وساتي🎇
چا عادت ڪړې؟
نه پوهېږم😷
خوشحاله یې؟😁
نه ❌
خفه یې؟😭
نه❌
چاته انتظار یې؟🚶
نه❌
څوڪ راځي؟💃
نه❌
دا نو څه دي؟ 💁
نه پوهېږم🙆
څوڪ د یادیږې؟💁
هو✔
څوک دی؟💁
نشته🙅
دا څه په ګډوډ اخته یې؟💤
نه پوهېږم❌
یو څه سم اوایه؟✔
هیڅ شی سم نه دي؟👍
مین یې؟💔
نه پوهېږم❌
سترګې د ولې سرې دي؟👀
بې خوبه یم😔
خو ویده شه⛲
ویده ڪېږم، که خوب راشي.🌆
خو ته سر کېږده او موبایل درڅخه لرې ڪیږده؟📱
مځکه ځای نه راڪوي🔳
نو دا څنګه چل دی؟🙆
زړه مې تنګ دی💝
چا پسې؟
زنده ګۍنه🌅
زنده ګي د سخته ده؟👷
ډېره🙆
زړه د درد ڪوي؟💔
ډېره موده ڪېږي🕐
د مینې درد دی؟💏
نه پوهېږم ؛خو درد دی.💔
اختر ته د ڪالي کړي؟👘
نه ❌
ولې؟
د تېر اختر شته👆
هغه خو به زاړه وي؟🙅
نه مې دي اغوستي.👘
دې اختر ڪې یې اغوندې؟👇
نه پوهېږم❌
ڪوم رنګ د کړی؟🎨
تور💣
تور خو د غم ڪالي وي؟😪
خوښ مې دي.👍
سپین ولې نه کوې؟
هغه بیا خلڪ راته کوي. 🎎
کوم خلڪ؟
هغه خلڪ چې اوس یې یوازې پرېښودلی یم.🚶
هغه څوڪ دي؟
هغه کفن اغوستونڪي دي.👫
ته ولې داسې ناهیلی یې؟🙆
نه یم ناهیلې، هیلې هم نه لرم.🙏
دنیا خو لویه ده، ته ولې هیلې نه لرې؟🌄
ماته نړۍ ډېره وړه ده پڪې تنګ یم.🎥
څه غواړې؟
خوب😞
څنګه خوب؟
چې یوازې مې جسد اوسي.💀
بیا سترګې لوڅې نه ڪړم.👀
د چا غږ وانه ورم!.👂
چاپسې غږ ونه کړم!.📣
د ویښدو امڪان نه وي!.😨
یوه توره ڪوټه وي!.🏠
او یوازې زما لپاره وي.👆
ته لېونی یې؟🚶
شاید لېونی اوشم🙇
ته دومره بې ځایه خبرې ولې ڪوې؟👄
زما خبرو باندې ته نه پوهیږې.♿
چېرته اوسې؟✨
په یو داسې ښار ڪې چې څوک نه پېژنم.💹
څوڪ درسره دي؟
دې هر ځای خلک دی داسې خاص ورسره پېژندنه نه لرم.🚻
ورسره خوشحاله یې؟😝
نه مجبوري ده پردې ښار دی د زړه د تنګ توب نه به هم خوشحالي کوم.🙅
څه درته و وایم خبرې د ګډوډې دي ډېرې؟💁
چپ کینه !😷
سمې خبرې نه شې کولای، زده دې نه دی.✔
زده مې دی.💂
نو ولې یې نه کوې؟
اوس زه سم نه یم.👉
څوڪ د یادېږي؟
هو😭
څوڪ؟
هغه چې نه راځي.👯
چېرته تللي.🚙
نه پوهېږم❌
خو هېره یې ڪړه؟🙅
هېرول یې زما د عمر نه زیات وخت غواړي.🕖
هغې ڪې داسې څه دی چې نه دی هېریږي؟
نه پوهېږم خو....🚬
خو څه؟
د خو جواب نشته راسره یعنې نه پوهېږم.❌
ته نور خلڪ پیدا ڪړه هغه به د هېره شئ؟💏
نور خلڪ دنیا ڪې نشته🌃
ته ړوند شوی یې؟👀
زه نه زړه مې ړوند دی.💔
اخر به څه ڪېږي؟💁
څلور تڪبیره لمونځ 🙅
او دا جمله📝
انا الله وانا الیه راجعون😰😰😰
ډېر مې یادیږې!♥💔🚶‍♂
M♥M
C

پسرلنۍ هېلې!♥شپه وه، د کور په یوه انګړ کې د یوې کاج ونې ترڅنګ د پسرلی یخ شمال ته تر ډېره تنها ناست وم، له ځان سره په ځپل...
26/08/2022

پسرلنۍ هېلې!♥

شپه وه، د کور په یوه انګړ کې د یوې کاج ونې ترڅنګ د پسرلی یخ شمال ته تر ډېره تنها ناست وم، له ځان سره په ځپل خیالي فکر کې ډوب وم، سپوږمۍ هم خپلې وړانګې زما په خیالي نړۍخورې کړې وې.
چې ناڅاپه مې په اوږه لاس کېښودل شو او ډېر په وم او ترس کې مې له خپلو وچو شونډو نه یوه بې پامه ناره ځنې ووتله څوک یې؟
په نرۍ سرو شونډو او نرمه لهجه یې وویل: زه یمه!
ددې لپاره چې زه څه ورته ووایم، په سر باندې یې اشاره وکړه، دا پیاله یو ځل وڅښه چې شونډې او ستونی دې لوند شئ، ما هم ځینې وا خیسته او په دریو دمو مې نوشي جان کړه.
راته یې وویل: ولې دومره وترسېدلی؟ رنګ مو دې زېړې مڼې په شان ته وتښتید؟
له درد نه په ډک زړه سره مې مُسکاء وکړه، ورته ومې ویل: ومو ډار کړم.
غوښتل مې خپل ذهن کې ستا لپاره د نړۍ کې درته یو څه جوړکړم او بیا یې درته په عمل کې روښانه کړم؛ خو تا هر څه لمنځه وېوړل.
په کړس یې وخندل! له ومه مې ورته پر خوله لاس کېښود ورته ومې ویل: لېونۍ شوی یې!؟ څوک به مو وګوري.
زیاته یې کړه هغه متل دی چې غل نه وې پاچا نه مه ډارېږه.
تر ډېره مو دې سپوږمي رڼا او پسرلي دې قسم، قسم خشبوګانو، یخې هوا سره تر ډېره تم پاتې شوو او دې خپلې مینې کیسې مو سره کولې.
یخ وو هوا ډېر سړه وه، په اوږه مې یې سر کېښود راته یې وویل: سبا ځې پوهنتون ته؟ ور غبرګه مې کړه هو، ولې؟
د تل په څېر یې وویل: بې خوابه بشې، مُسکا مې وکړه لېونۍ تانه جدا کېدل سخت دی.
پوهېدم چې ددې زړه نه کېده دا چې هوا سړه وه د ورځو په اوږدو کې باران هم شوی وو، ومې ویل: تاسو څه وخت ځئ؟
سترګې یې له اوښکو ډکې شوې، زه هم ځم.
پلار مو زنګ کړی وو چې راشه درسونه دې تېرېږي.
اشه! سمه ده، ولاړ به شو لږ شانته استراحت به وکړو، همدومره وخت غنیمت وګڼه، زما خو زړه نه کېده ما په زړه کې وویل: کاش! چې تر سهاره ناست وای؛ خو یخ زیات وو نه مې غوښتل چې دا خوشحالي په غم بدله شې ولاړو.
سهار وخت مې موبایل رڼا کړ یو پیغام راغلی وو.
لیکلي یې وو سهار پخیر زما ګرانه♥!
په دې هیله چې جوړ روغ به وې او شپه به دې پخیر تېره کړې وي، زه روانه یم، که غواړې ما ووینې؛ نو هغه بېګاني ځای ته راشه زه انتظار یم.
کله چې پیغام مې ولوست له ځایه پاڅېدم او په منډه له خپلې کوټې را بهر شوم، کله چې هغه ځای ته راغلم چې هغې خپل ګړندي قدمونه د موټر په طرف اخیستل د دروازې په خلاصېدو کې یې تر شاه را وکتل او په سترګو کې یې ناهیلی څرګنده شوه، په نکریزو باندې سره لاسونو په ښورولو یې خدای پاماني وکړه او زه یې یواځې پر هغه ځای پرېښودم او دوی ولاړ.

زما مینه زما روح♥Y
1400/6/2هـ ش
لیکوال:م. مینه وال

ژوند!!!ستا شتون راته د نړۍ هغه ښایسته احساس دئ، چې ته راسره یې، هره شېبه مې له مینې اوخوشحالۍ ډکه وي.پوهیږې؟ نن راته هغه...
24/08/2022

ژوند!!!
ستا شتون راته د نړۍ هغه ښایسته احساس دئ، چې ته راسره یې،
هره شېبه مې له مینې او
خوشحالۍ ډکه وي.
پوهیږې؟ نن راته هغه څه سترګو ته ودریدل کوم چې راته مخکې په عمل کې دریدلي ول.
ته راته دې ڼړۍ هغه رنګینه بېړۍ یې چې خدای (ج) زما لپاره ستا سترګې دې نړۍ ته غړولې دي.

ـــــــــــــــــــ♥♥

M♥M

باران!!څه عجیبه شړکنده باران وو،پوهیږې؟ نن یې راته ستا خوشبویي له ځانه سره راوړې وه.هو...باران درته یادوم!غوښتل مې چې در...
18/08/2022

باران!!
څه عجیبه شړکنده باران وو،
پوهیږې؟ نن یې راته ستا خوشبویي له ځانه سره راوړې وه.
هو...
باران درته یادوم!
غوښتل مې چې در سره نن باران لمس کړم او هر څاڅکی یې دواړه د خپل لاس په ورغوي کې راټول کړو، دا چې قسمت دا هر څه زما او ستا نه اخیستي دي، دا نو دې نصیب خبره ده.
سپرلی راغی؛ خو زه او ته تر بل سپرلی پاتې شوو.

ـــــــــــــــــ♥ ♥

M♥M

ژوند!؟هم یوه عجیبه فلسفه ده.سهار روان وم غوښتل مې پاسپوټ ته ولاړ شم، چې دې شاه لخوا راباندې ناره وشوه، دا غږ دمره راته خ...
18/08/2022

ژوند!؟
هم یوه عجیبه فلسفه ده.
سهار روان وم غوښتل مې پاسپوټ ته ولاړ شم، چې دې شاه لخوا راباندې ناره وشوه، دا غږ دمره راته خوږ ولګیده پوه شوم چې څوک دي، ځان مې پوه نه کړ په خپل چورط کې ډوب وم روان وم چې تر شاه یې بیا ورو وویل تاته وایم او له لاس یې ونیولم ګوښه ځای ته یې بوتلم هغه ماته غګېده خو زه د تېر په څېر نه وم، دا ځل مې خاموشي خوره کړې وه، راته یې وویل: ولې؟ دمره نارامه ښکارې هېڅ خبرې نه کوې او زما په سترګو کې دې خپلې سترګې خښې کړي او هیڅ بلې خواته دې توجو نه اوړي، زه د یو بې روح جسد په شان ولاړ وم او دې خبرو جرات مې نه شوای کولای، نا څاپه مې سترګې له اوښکو ډکې شولې او له سترګو یې حرکت پیل کړ داسې روانې وې تابه ویل چې دلته یوه نولکه د اوبو را خلاصه شوې ده دې غوښتل زما اوښکې پاکې کړي، په سر مې اشاره وکړه او ورته ومې ویل: اوس دا اوښکې پېږده چې همداسې روانې وي.
زه دې ډېر وزورولم، زه پوهېژم چې ته مې هم زورول شوې یې؛ نور نه غواړم چې تا وزورم او یا ځان وزور وم، زه غواړم له دې ځایه ډېر لرې ولاړ شم او یو آرامه نوی ژوند پیل کړم سخته ده چې دا یادونه هر کړم؛ خو خپله مبارزه مې پیل کړې کوښښ کوم چې هر شی راته یو نوی غوندې ښکاره شئ.
راته یې زیاته کړه! نه، نه، نه او په خوله مې یې لاس کېښود او راته یې وویل: دا زورول کم دی نور مې هم وزوره خو، ته ما تنها نشې پرېښودلی او نه ته تنها ژوند کولای شې، زه ستا په ټول حالت پوهېژم زه تانه هېڅ ګیله نه کوم؛ خو که ته ولاړ شې او ما تنها پرېږدې مرګ مې ستا په غاړه دی.
ته پوهېږې؟ څو ورځې کېږي ته کابل ته راغلی یې زه ستا هر ساعت پوښتنه کوم؛ خو ته زما زنګ ته جواب نه ورکوې څه وشو آخر مې پیداکړې.
پرته له تا زه ژوندۍ نه یم، دې یو بې روحه جسد په څېر یم، ژوند مې تاپسې تړلی؛ نوره ستا خوښه زما ژوند غواړې یا زما له د دنیا تګ انتخاب ستالخوا یو انتخاب زرور وکړه، او ماته یې مسج کړه.
خدای پامان چې د کورس مې ناوخته شوو ستادې مسج په تمه ـــــــــــــــ♥♥♥M.
2021/1/22
لیکوال: میوند مینه وال!

Address

Kabul

Telephone

+93790026387

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when وروستۍ هیلې posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to وروستۍ هیلې:

Share