ښکلی معلومات

ښکلی معلومات په دغې صفحه کي دافغانستان سربيره دنړې ښکلې معلومات درسره شریکوو

24/12/2025
01/05/2025

یؤ ځل به بیا درته ووایم:
فای نېټورک پهٔ شلم تاریخ Open Network لانچ کوي، اوس هم د وړیا ماینېنګ چانس لرئ.
که مو اکاونټ نوي جوړ د پلې سټور څخه Pi Network ډاونلوډ کړئ، د فسبوک، نمبر لهٔ لارې کولی شئ خپل حساب پرانېزی.
پهٔ رېفرل کوډ کېmfmaqsoodi ورکړئ اؤ یا هم د بل چا ریفرل ورکړئ.
د لاندې لېنک لهٔ لارې کولی شئ اکاونټ جوړ او یؤ فای مستقیما ترلاسه کړئ.
لهٔ دغه وړیا کاروان څخه پاتې نشی.
🫡
I am sending you 1π! Pi is a new digital currency developed by Stanford PhDs, with over 55 million members worldwide. To claim your Pi, follow this link minepi.com/mfmaqsoodi and use my username () as your invitation code.

 #ټکنالوجيدغه هولډر چې تر60Wپورې ګروپ پکې نسبیدلی شي ،دموشن یا انفرارېډ سېنسرپه مرسته کولای شي ،چې دګروپ په  360درجو ساح...
05/01/2025

#ټکنالوجي
دغه هولډر چې تر60Wپورې ګروپ پکې نسبیدلی شي ،
دموشن یا انفرارېډ سېنسرپه مرسته کولای شي ،
چې دګروپ په 360درجو ساحه کې کله انسان ورته نیږدې شي
ګروپ په اتومات ډول رښانه کیږي،
او کله چې ترې لرې شي بیرته بندیږي .

عموماً دغه هولډر دکور په انګړ، دهلېز، زینه، پخلنځي او حمام کې لګول ډیر ګټمن تمامیږي،
ځکه چې له دې سره ترډیره دبرق مصرف هم کمیږي ،
او له بټن وهلو پرته دګروپ روښانه کیدو او بندیدو اسانتیا رامنځ ته کوي

کابل کې د   (ع) په نوم جومات او تاریخي روایات:د افغانستان ځیني لرغوني روایات نومي کتاب کې کیسه ده چي کلونه مخکي عربي فات...
07/11/2024

کابل کې د (ع) په نوم جومات او تاریخي روایات:

د افغانستان ځیني لرغوني روایات نومي کتاب کې کیسه ده چي کلونه مخکي عربي فاتحانو پر کابل حمله وکړه (کله چي اسلام په افغانستان کې خپریدی اټکلاً 80 هـ ق کال کې) په دغه ښار کې د ټولو دینونو میشتو وګړو له خپلو عبادت ځایونو څخه د ساتني لپاره وجنګیدل.
د تاریخي روایاتو له مخې د عربي لښکرو یو وتلی سر لښکر چې دوي تورې ئې په لاس کې نیولې وي، ( علي احمد کهزاد ئې نوم په بالاحصار کابل کې یاد کړی دﺉ خو کم مهال چې ما د هغي مقبري څخه لیدنه وکړه چیري چې دغه عربي فاتح ښخ دﺉ هلته ئې نوم لیس بن قیس بن حضرت عباس لیکل سوی دﺉ چې د پیغمبر ص د تره حضرت عباس [رض] لمسی کیږي او زیاتره روایات دا وایي چې د عربي لښکر مشري چې پر کابل ئې حمله کړي وه لیس بن قیس کوله او دوي تورې ئې په لاس کې وي او جنګیدی او وروسته بیا شهید سی)
دغه عربي فاتح په ډېره میړانه د جنګ په ډګر کې جنګیده او تورې ئې وهلي. په دغه جنګ کې دغه سر لښکری د ښار له دفاع کونکو سره په نښته کې وو، دده سر د همدغو کسانو له خوا د ښار په یوه برخه کې چې اوس ئې بولي په توره غوڅ سو. تاریخي روایات وایي چې دغه جنګیالي له سر نه په غوڅه سوي تنه بیا هم د جنګ په ډګر کې تورې وهلې او ډېر نور جنګیالي ئې د کابل سیند ته څیرمه له ځانه مخکي ووژل ( خیالي افسانه ئې باید ونه بولو په دي کې شک نسته چې د عربي مجاهدینو سره د الله ج نصرت ملګری وو) هغه تر هغه ځایه پورې چې اوس د شاه دوشمشیره په نوم یادیږي راورسید او پر ځمکه وغورځیده او ځان ئې حق ته تسلیم کړ.

ددغو روایاتو پر بنسټ اوس ددغه غوره سر ښکندونکي دوه قبرونه دي، چې یو ئې په شاه شهید کې دی چې دده سر هلته ښخ دﺉ او بل قبر ئې کابل سیند ته څیرمه واقع دﺉ چې ده ته د درناوي په خاطر د شاه دوشمشیره په نوم یادیږي. اوس دغه دوه قبرونه په عامو زیارتونو بدل سوي دي چې هلته خلک د دعا او زیارت په خاطر ورځي او ورته د دعا لاسونه پورته کوي.

ویل کیږي چې دده له شهادت وروسته دده قبر ته څیرمه یو جومات جوړ سی چې په افغانستان کې د اسلام د خپریدو څخه وروسته له لومړنیو جوماتونو څخه ګڼل کیږي چې خلکو به عبادت کې کاوی. دا جومات بیا کلونه وروسته په 1920م کال کې د د مور ملکي سرور سلطان له لوري ودان سی چې اوس د مسجد شاه دوشمشیره په نوم یادیږی اودکابل ښارله لویواوتاریخی مسجدوڅخه شمیرل کیږی.

جالبه قیصه ده تاسي یي ولولئ ....... په ځیر سره یې ولوله... ویل کیږي په پخواني وخت کې: سپي ته وویل شول: "ته به د انسانانو...
06/08/2024

جالبه قیصه ده تاسي یي ولولئ .......
په ځیر سره یې ولوله... ویل کیږي په پخواني وخت کې:

سپي ته وویل شول: "ته به د انسانانو کورونه ساتې، او ته به د انسان غوره ملګری یې، ته به له هغه څه خورې چې انسان یې پرېږدي، او زه به تاته د ۳۰ کلونو ژوند درکړم..."
سپي وویل: "۳۰ کاله ډېر دي، زه یوازې ۱۵ کاله غواړم... نو دا یې ترلاسه کړل."

بیزو ته وویل شول: "ته به له یوه څانګې څخه بلې ته ټوپ وهې، او د نورو خندا لپاره به ټوکې کوې، او ته به ۲۰ کاله ژوند کوې."
بیزو وویل: "۲۰ کاله ډېر دي، زه یوازې ۱۰ کاله غواړم... نو دا یې ترلاسه کړل."

خرا ته وویل شول: "ته به له لمر ختو څخه تر لمر لوېدو پورې کار کوې او درنې بارونه به وړې، او ته به شولو خورې، او هیڅ هوښیاري به نه لرې، او ته به ۵۰ کاله ژوند کوې..."
خرا وویل: "زه به خره یم، خو ۵۰ کاله ډېر دي، زه یوازې ۲۰ کاله غواړم... نو دا یې ترلاسه کړل."

انسان ته وویل شول: "ته تر ټولو هوښیار مخلوق یې چې په ځمکه کې ژوند کوي، او ته به خپل هوښ استعمال کړې څو د نورو مخلوقاتو مشر شې، او ته به ښکلی ژوند ولرې چې ځمکه اباده کړې، او ته به ۲۰ کاله ژوند کوې!"
انسان وویل: "زه به انسان یم، خو یوازې ۲۰ کاله ډېر کم دي!! زه د هغو ۳۰ کلونو غوښتنه کوم چې خره نه غوښتل، او د هغو ۱۵ کلونو چې سپي نه غوښتل، او د هغو ۱۰ کلونو چې بیزو نه غوښتل... نو هغه یې ترلاسه کړل!"

له هماغه وخت راهیسې انسان ۲۰ کاله د انسان په توګه ژوند کوي... بیا واده کوي... ۳۰ کاله د خره په شان ژوند کوي... له لمر ختو څخه تر لمر لوېدو پورې کار کوي او بارونه وړې. بیا... کله چې بچیان لوی شي، ۱۵ کاله د سپي په شان ژوند کوي... کور ساتي، دروازې او برېښنا بندوي، او لږ خوراک کوي یا د خپلو بچیانو پاتې شوني خوراک کوي. بیا... کله چې زاړه شي او تقاعد واخلي، ۱۰ کاله د بیزو په شان ژوند کوي... له یوه کور څخه بل ته، له یوه زوی څخه بل ته یا له یوې لور څخه بلې ته، ټوکې کوي او کیسې بیانوي چې لمسیان او لمسۍ یې وخندوي!!

نو ولې لويي، ای د آدم زویه؟!

Address

12
Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ښکلی معلومات posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share