09/01/2023
د پروژې سکوپ کې د تغیراتو مدیریت:
لیکنه: عبادالرحمن مهربان
پدې لیکنه کې په لاندې موضوع ګانو بحث شوی:
د پروژې سکوپ څه ته وايي؟
په سکوپ کې تغیر یعنې څه ؟
په سکوپ کې د تغیراتو راتللو لاملونه څه دي؟
په سکوپ کې د تغیراتو د راتلو اغیزې په پروژه باندې.
په سکوپ کې د تغیراتو راتللو مدیریت
د پروژې سکوپ څه ته وايي؟
سکوپ د هدف اویا د پروژې د محدودې او یا په کاري محدودي سره معنی کولای شو، د سکوپ په تعریف کې باید هغه موارد (فعالیتونه، Deliverables) چې د پروژې هدف ته د رسېدو او تسلیمولو لپاره لازم وي شامل شي. یعنې ټول هغه فعالیتونه او نتایج چې د پروژې د تکمیل او د غوښتنو د ترسره کولو لپاره لازمي وي د پروژې دسکوپ برخه ده.
په سکوپ کې تغیر یعنې څه ؟
یوه خبره ډیره واضحه ده چې زیاتره وخت د پروژې په سکوپ کې تغیرات راځي، خصوصا په ساختماني پروژو کې. یعنې کله چې پروژه پیل شي نو Scope baseline سل په سلو کې هماغه شان نه پاتې کیږي بلکه څه ناڅه بدلون پکې راځي، یا کار زیاتیږي ، یا کمیږي اویا د سکوپ په مشخصاتو کې تغیرات راځي. مثلا یو سرک جوړیږي په لومړي سر کې پلان د 20 کیلومترو د جوړولو دی وروسته 15 کیلومترو ته راکمیږي یا 25 کیلومترو ته زیاتیږي نو دا په سکوپ کې تغیر دی.
یا مثلا په لومړي سر کې پلان دا وو چې د سرک پاسنۍ طبقه د اسفالټ کانکرېټو څخه جوړه شي وروسته پکې تغیر راځي د اسفالټو په ځای جغل اچول کیږي. دا هم په سکوپ کې تغیرات حسابیږي.
داسې هم کیدی شي چې په یوه تعلیمي خدماتي پروژه کې لومړي سر کې 50 کسانو ته ټریننګ ورکولو باندې موافقه شوي وي او وروسته دغه تعداد 100 کسانو ته ورسیږي. یا د یو کانال مسیر د مختلفو دلایلو په اساس بدلیږي، د تعمیر په ارتفاع کې او یا د منازلو په تعداد کې توپیر راځي، او داسې نور.....
د پروژې په سکوپ کې ولې تغیرات راځي؟
په سکوپ کې د تغیراتو راتللو مختلف لاملونه کیدی شي، چې ځنې یې دلته ذکر کوو، کیدی شي د بودیجې (پیسو) د کمبود په وجه سکوپ کې تغیرات راشي، چې عموما د بودیجې د کمبود په صورت کې یا سکوپ کمیږي او یا د کار په کیفیت او مشخصاتو کې تغیر راځي. د سکوپ د تغیر بل غټ لامل د پروژې د مالک یا مشتري فرمایش او غوښتنه وي، مثلا د یو تعمیر جوړولو پروژه کې په لومړي سر کې د لرګي په دروازو او اشدارو توافق شوی وروسته يې PVC باندې بدلوي، یا بازار ته نوي، ښایسته اوارزانه مواد راځي د پروژې مالک هم غواړي چې پروژه کې تغیرات راولي. او کله بیا د تخنیکي ستونزو او تخنیکي مسایلو په وجه په سکوپ کې تغیرات راځي، مثلا د سرک په یوه برخه کې دا جوته شوه چې د اسفالټو په ځای باید کانکرېټ استفاده شي. یا په یوه تعمیر کې د ډیزاین په وخت کې د سولري بريښنا سیستم په نظر کې نه وي نیول شوی او وروسته پکې اضافه شي. د اوبو رسونې په یوه شبکه کې انتخاب شوی واټر پمپ ممکن کار ورنکړي او د واټر پمپ په مشخصاتو کې تغیرات راشي. د تعمیر یا پول په تهداب کې ممکن تغیرات راشي دا او لسګونه نور دلایل شته چې د پروژو په سکوپ کې دتغیراتو راتللو باعث ګرځي.
په سکوپ کې د تغیراتو د راتلو اغیزې په پروژه باندې څه دي؟
کله چې پروژې منځ ته راځي او دپروژې کار پرمختګ کوي،یو له هغو کارونو څخه چې د پروژې په لومړیو وختونو کې باید اجرا شي هغه د پروژې د سکوپ (کاري محدودې) پيژندل، واضح کول او لیکل دي. ځکه د پروژې د مصارفو براورد او د پروژې د مودې (وخت) ټاکل مستقیما سکوپ پورې تړلي دي، تر څو چې سکوپ نه دی لیکل شوی، نه دپيسو دقیق براورد کولی شو او نه هم د وخت تخمین. نو کله چې سکوپ تعریف شو او د هغې په اساس مو د مصارفو او وخت تخمین وکړ، اوس که په سکوپ کې تغیرات راځی نو حتمي ده (ډېر احتمال دی) چې د پروژې په مصارفوکې به هم تغیرات راځي او د پروژې موده به هم متاثره کوي، پدې معنی که په سکوپ کې زیاتوالی راشي نو اضافی مصرف او اضافي وخت ته ضرورت پیداکيږی، همدارنګه برعکس. له دې نه علاوه د پروژې نور اړخونه هم متاثره کوی شي، مثلا کیدای شی قرارداد کې تعدیلات راشی، مفاهمه یا کمونیکیشن ، ریسک ، ذیدخل اړخونه، تدارکات ، کیفیت، بشري منابع او د پروژې نورې برخې اغیزمنې کړي. کله کله د پروژې په سکوپ کې تغیرات د پروژې د مالک او قراردادي په منځ کې د جنجال او جګړې باعث هم ګرځي. نو پدې اساس باید د پروژې مدیر او مسؤلین دې موضوع ته ډېر متوجه وي.
په سکوپ کې د تغیراتو راتللو مدیریت څنګه کیږي؟
تر ډېره باید هڅه وشي چې د پروژې په سکوپ کې تغیرات رانشي، بیا که راځي هم چې ډېر تغیر پکې رانشي، ځکه د تغیر مدیریت کول سخت کار دی. له لومړي سره باید کوشش وشي چې د پروژې د سکوپ پيژندلو او لیکلو په وخت کې ډېر دقت وشي، د پروژې مربوط ټول اړخونه دقیق وڅېړل شي، د پروژې ضروریات واضح شي، د اصلي ذیدخلو اړخونو غوښتنې او نظرونه واخیستل شي، په کومه منطقه/ولایت کې چې پروژه پلې کیږي د هغه ځای شرایط او ظروف په نظر کې ونیول شي، د پروژې لپاره د موادو موجودیت باید اطمناني شي، هغه تخنیکونه او میتودونه چې پروژه کې کارول کیږي باید واضح وي، د پروژې د حفظ او مراقبت مسئله باید روښانه وي، همدارنګه د پروژې د سکوپ حدود یا لیمټونه باید له هماغه لومړي سر نه معلوم او مشخص کړل شي. یعنې دا باید واضح شي چې کوم کارونه یا items د پروژې په سکوپ کې شامل یا include scope او کوم کارونه یا items د پروژې په سکوپ کې شامل ندي یعنې exclude scope دي.
لدې نه علاوه، لکه څنګه چې د ټولو هڅو سره سره بیاهم ممکنه ده د پروژې په سکوپ کې تغیرات راشي، نو د تغیراتو راوستلو لپاره باید یو واضح پروسیجر او کړنلاره معلومه وي. داسې نشي چې هر څوک هر وخت په خپل سره په پروژه کې تغیرات راولي.
د تغیراتو د راوستلو لپاره باید یو باصلاحیته بورډ یا کمېټه موجوده وي چې د تغیراتو هر اړخ (تخنیکي، اداري، مالي ....) وڅیړي او بیا د تغیر راوستلو ته اجازه ورکړي. عموما په پروژه کې تغیر یا د پروژې د مالک او مشتري لخوا راوستل کیږي او یا هم د قراردادي لخوا د موجه دلایلو په اساس د تغیر د راوستلو وړاندیز کیږي. په دواړو صورتونو کې باید د طرفینو مشوره او موافقه واخیستل شي، یعنې که د پروژې مالک هم په سکوپ کې تغیر راولي، تخنیکي او مالي اړخ به یې څیړي او د قراردادي مشوره او موافقه به (زیاتره وخت) پکې اخلي او بیا به سکوپ کې تغیر راولي ، د قراردادي موافقه ځکه مهمه ده چې ممکن د سکوپ په تغیراتو باندې اضافه مصرف او اضافه وخت ته ضرورت وي نو قراردادي به خپل نرخ/مصرف معلوموي چې دغومره نورې پيسې او نور وخت ته ضرورت دی. همدارنګه که کله نا کله قراردادي د پروژې د تطبیق په مهال کومه ستونزه (خصوصا تخنیکي ستونزه) درک کوي چې د پروژې په سکوپ کې د تغیر راوستلو ته اړتیا وي نود تغیر د منظورۍ لپاره به خپل موجه دلایل او د اړتیا په مهال اضافي مصرف هم رسما د پروژې مالک یا Client ته مکتوبي لیږي او د هغوي قبولي یا Approval به اخلي او بیا به تغیرات راولي.
که موضوع مو خوښه شوي وي هیله ده شیر یې کړئ. ډېره مننه