17/06/2025
لکه کاروان په تورو شپو تیریګی
داسی می اوښکلی په لیمو تیریګی
زړګیه راز د مینی پټ وساته
خیر دی که ژوند په اسویلو تیریګی
چی یو غریب شی بل تری یار شی جدا
وایه چه څه به په هغو تیریګی
په ژوند به نه درځم چی ته خوشحاله یی
حمزه به مړ سته ستا په کوڅو تیریګی