22/11/2022
په اسلامي امارت کي د سرطان دانې:
محصل شهيد شو فارغ نشو....
مور يې په چيغو چيغو ټول کړل کتابونه..
داسي يو نوم ده چي په اوريدلو يې مينه، ولولې او د ټولنيز ژوند آداب د انسان مخي ته دريږي، نوموړي شهيد د وردګو ولايت په جغتو ولسوالئ کي دي نړئ ته سترګي وغړولې وروسته د مکتب له بشپړولو د پکتيا پوهنتون ته لاره ومونده او هلته د اقتصاد پوهنځي په لوستلو بوخت شو.
شهيد شفيع الله نوي ټوکيدلی ځوان وو له هيڅ سياسي جريان سره يې اړيکه نه وه او مخکي هيڅ دنده نه درلوده يواځي تعليم او پرمختګ يې هيله وه، نوموړي د هيچا سره کورني او شخصي دښمني نه لرله.
نومړي عقيده درلوده چي له اقتصادي آزادئ پرته دا هيواد هيڅکله آزاد او په پښو نشي دريدلاي بايد د هيواد لپاره کار وشي تر څو آزاد پاتي شي او د نورو له سوال څخه خلاص شي.
د همدي تحصيلي دوري په بهير کي د داسي لوفرو، بي غيرتو او اوباشو ملگرو منځ ته لويږي چي په ډيره بي غيرتي د شا لخوا پري وار کوي او له منځه يې وړي.
هو، دغه ولګرد سپئ #قاتل چي نوميږي او د دي د وردگو د چک ولسوالي د اصلي استوګن دئ او د په نوم د يو شخص سره(چي ځان طالب بولي او د پکتيا په قول اردو کي دنده لري ) په گروپ کي شامل کس دي.
وروسته لدي چي نوموړي شهيد د فهيم لخوا دري مرمي هغه هم په مختلفو برخو کي ويشتل کيږي د پکتيا حوزوي روغتون ته انتقاليږي او هلته د څو شپو لپاره بستر کيږي.
البته پدي دوره کي د پکتيا حوزوي روغتون ته پوځي کسان ورځي او ډاکټرانو ته مزاحمت ايجادوي چي د ډاکټرانو لخوا د ياد واټ څخه ايستل کيږي او په همدي مهال محصلينو ته په وينا کي وايې چي دا خو دومره مهمه مسله نده چي تاسي ورته راټول شوي ياست،
همدارنګه هغه مهال چي شهيد شفيع الله د مرګ سره لاس او ګريوان په بستر پروت وو، قاتل د په ضمانت خوشي کيږي او خپل امتحانونه ورکوي.
ډاکټرصاحبان ډير کوشش کوي چي د دي شخص ژوندي وژغوري، بالاخره کابل ته انتقاليږي او هلته په چهارصدوبستر روغتون کي د څو شپو لپاره بستر کيږي ډير اهتمامات ورته نيول کيږي خو متاسفانه د ژورو زخمونو له امله خپل پاک روح لايزال ذات ته سپاري. انالله وانا اليه راجعون.
ددي روغتون د ډاکټرانو په وينا چي په پښو کي لري چي کومي ناروغي له امله نه وو بلکه د برقي شوک او ځوروني استازيتوب کوي.
-- ايا د اسلامي امارت دومره قرباني دهمدي لپاره وي چي هر ځناور او اوباش ته اصلحه په لاس ورکړي؟ او هرڅه چي کوي پري ويي کوي؟
--اوس د چي اصلحه ورکړي نو د قصاص حکم هم پري عملي که نه جهاد هسي يو بهانه ده .
-- ايا په اسلامي امارت کي د يو قومندان دنده داده چي خپل منسوبین بي ګناه ثابت کړي که داده چي د خپل رعيت ساتنه وکړي؟
-- دري زخمونه دري مرمي او هغه هم د تفنګچي دا ټول د قصدي قتل ثبوتونه دي،ايا اسلام د قصاص حکم ندي کړئ؟
ايا واقعا د اسلام په جامه کي دداسي کسانو شتون د امارت د ناکامي لامل نکيږي؟
ترڅو چي داسي کسان قصاص نشي او داسي قوماندانان و نه شړل شي فکر نکووم چي د خلکو تير ايستل گټور ثابت شي.
موږ پدي پوهيږو چي دقاتل ملګري ددي پرځاي چي د الله حکم عملي کړي اوس هم د جنايت د پټولو او د شواهدو د له منځه وړلو هڅه کوي خو
بیشکه چي الله ج به د ذري ذري حساب کوي.
وقال الرسول صلی الله عليه وسلم: کلکم راع و کلکم مسول عن رعيتکم.
د امارت ټول مشران او مسولين پدي برخه کي مسول دي بايد ځواب يې ورکړي او د الله حکم تطبيق کړي او که يې نه تطبيقوي بيا د دين په نوم خلک نه غولوي.