13/08/2022
توماس اډیسن، یوه ورځ له مکتب راغی، مور ته یې یوه پارچه ورکړه، او ورته وویل، چې ښوونکې ویل، چې دا پارچه دې باید صرف مور ولولي.
مور یې پارچه په ولوسته.
اډیسن ورته وویل:
مورې! څه یې لیکلي؟
مور: زویه! زویه ستا ښوونکي لیکلي، چې زوی دې نابغه دی، زموږ ښوونځی دومره ښه نه دی، چې نابغه وروزي نو روزنه یې ته په غاړه واخله!
کله، چې د اډیسن مور مړه شوه، او اډیسن د خپلې پیړۍ لوی مخترع شو، نو یوه ورځ یې د خاطراتو کتابچه را واخیسته، په یو کاغذ یې سترګې ولګیدې! یاد یې شول چې هماغه د ښوونکي پارچه ده، ویې لوسته، لیکلي یې وو:
ستاسې زوی ډیر ټنبل دی، سره له سبا یې ښوونځي ته مه رالیږئ!
ښه شیبه یې ورته وکتل، بیا یې د یادښتونو کتابچه کې ولیکل:
آډیسن یو ټنبل زده کوونکی چې مور یې نابغه کړ!
✍ ژباړه: Maskin