Irfan Hassan

Irfan Hassan لَا یُکَلِّفُ اللّٰہُ نَفۡسًا اِلَّا وُسۡعَہَا

مصنوعي اورښت(Artificial Precipitation)کله چې په یوه سیمه یا هیواد کې د هوا ککړتيا, ککړترين حد ته ورسېږي او په همدې سيمه ...
17/11/2025

مصنوعي اورښت(Artificial Precipitation)
کله چې په یوه سیمه یا هیواد کې د هوا ککړتيا, ککړترين حد ته ورسېږي او په همدې سيمه کې د اوږدې مودې لپاره اورښت هم ونشي نو د هوا د پاکوالي او مضره غازاتو د مخنيوي په خاطر مصنوعي اورښت ته ضرورت پیدا کېږي.
د مصنوعي اورښت د ترسره کولو لپاره د Cloud seeding یا ورېځو د مشبوع کولو میتود څخه استفاده کېږي. ورېځو د مشبوع کولو لپاره د الوتکو په واسطه ورېځو باندې کېمياوي مواد شيندل کېږي چې ترڅو د مشبوع والي حد ته ورسېږي او د اورښت سبب شي.
کوم کیمیاوي مواد چې ورېځو باندې د مشبوع کېدلو لپاره یا Cloud seeding لپاره شيندل کېږي په لاندې ډول دي:
-Silver iodide
-Potassium iodide
-Dry ice
د غیرې اقتصاديت له امله یوه سيمه کې چې اشد ضرورت ونه اوسي نو مصنوعي اورښت ته ترجیح نه ورکول کېږي.

عرفان حسن

 #پوهېږېکله چې یو څه ټچ کوو د برېښنا یي شوک احساس کوو.دا په بدن او نورو شیانو کې دستاتیکي  برېښنایي چارج له امله رامنځته...
14/11/2025

#پوهېږې
کله چې یو څه ټچ کوو د برېښنا یي شوک احساس کوو.
دا په بدن او نورو شیانو کې دستاتیکي برېښنایي چارج له امله رامنځته کېږي.
ستاتیکي چارج هغه چارج ته ویل کېږي چې د دوه شیانو د سولېدنې له امله د اجناسو په سطحه کې راټولېږي تر هغه وخته پاتې وي چې ترڅو دغه اجناس ټکان وخوري او یا هم په نورو طریقو خنثی شي.
اجناس چې سره سولېږي ځیني یې مثبت او ځینې یې منفي چارج ذخیره کوي, همدغه ذخیره شوی چارج چې کله ټچ شي ناڅاپي شوک ورکوي او په لاندې ډول احساسېږي:
• کوچنې ضربه یا ټکان ورکوي.
• داسې احساسېږي لکه د بدن کوم ځای کې ستن ننوځي.
• کوچنې رڼا لیدل کېږي.
ورځیني ژوند کې لاندې شیانو کې ډیر احساسېږي:
• کله چې د دروازې, او المارې دست ګیر ته لاس ور وړل شي.
• میز او چوکې سره ټچ کول.
• کمپل او توشک سره سولېدل.
ستاتیک چارج په وچه هوا کې زیات ټولېږي دا ځکه چې وچه هوا چارج په اسانې سره نشي جذبولی.
دا شوکونه خطرناک نه دي.
عرفان حسن

 ترناب, سیفون ترناب, سوپر پسېج او کانال سیفون/بړوقCross Drainage works of Canal?  ● هر کله چې د کانال په مسير کې یوه بله...
12/02/2023


ترناب, سیفون ترناب, سوپر پسېج او کانال سیفون/بړوق

Cross Drainage works of Canal?
● هر کله چې د کانال په مسير کې یوه بله مجرا واقع شي په دغه حالت کې په همدې مسير کې چې کانال له کوم حالت سره مخ کېږي او کوم ساختمانونه ورته جوړېږي (Cross Drainage Works) ورته ویل کېږي.
● هر کله چې یو کانال له یوې مجرا/خوړ څخه تیرېږي نو څلورو حالتونو سره مخ کېدای شي.
1) دکانال بیډ لېول د طبعي مجرا/خوړ څخه جیګ وي. .
2) د طبعي مجرا/خوړ HFL د کانال بیډ لېول ته ورسېږي.
3) دکانال HFL د طبعي مجرا/خوړ بیډ لېول ته ونه رسېږي.
4) دکانال HFL د طبعي مجرا/خوړ بیډ لېول ته ورسېږي.
☆Bed Level
بېډ لېول:
په یو مجرا کې د اوبو لاندينې سطحې ته بېډ لېول ویل کېږي.
☆HFL(High Flood Level)
های فلډ لېول:
په مجرا کې تر ټولو زیات جریان ته ویل کېږي چې دغه جريان د زیاتو اورښتونو او سیلابونو په وخت کې په مجرا کې صورت نیسي.

● هر کله چې د کانال بیډ لېول د طبيعي مجرا/خوړ HFL څخه جیګ واقع شي په دغه حالت کې , د کانال د تیرولو لپاره چې کوم ساختمان باید جوړ شي عبارت ده له (Aqueduct) ترناب څخه .

● هر کله چې د طبعي مجرا/خوړ HFL د کانال بیډ لېول ته ورسېږي,په دغه حالت کې د کانال د تیرولو لپاره چې کوم ساختمان جوړېږي عبارت ده له(Syphone Aqudect) سیفون ترناب څخه.
● هر کله ګې د کانال HFL د طبعي مجرا/خوړ بیډ لېول ته ونه رسېږي په دغه حالت کې چې کانال د تېرېدلو لپاره کوم ساختمان جوړېږي عبارت ده له سوپر پسېج (Super Passage) څخه.
● هر کله چې د کانال HFL د طبعي مجرا/خوړ بیډ لېول ته ورسېږي په دغه حالت کې د کانال د تېرېدو لپاره چې کوم ساختمان جوړېږي عبارت دې له کانال سیفون/بړوق (Canal Syphone)څخه.
Prepared by: IRFAN HASSAN
Arfan Hassan
Hassan Afghan

جرمني هېواد غواړي چې تر 2025 کال پورې 37000افغانانو ته ويزي ورکړي.د ویزې ورکولو شرایط او بشپړ جزئيات په ويډيو کې وګورئ.h...
26/10/2022

جرمني هېواد غواړي چې تر 2025 کال پورې 37000افغانانو ته ويزي ورکړي.
د ویزې ورکولو شرایط او بشپړ جزئيات په ويډيو کې وګورئ.

https://youtube.com/channel
/UC5Qbjb4ghXDUNet3GF34jNg

Engineering
28/09/2022

Engineering

Stone Work
27/09/2022

Stone Work

Satires Typs
27/09/2022

Satires Typs

Stone Designs
25/09/2022

Stone Designs

Doors Design
25/09/2022

Doors Design

26/08/2022

کوم انجنيران چه په GISبرخه کي کار کوي دواټر شيډ باره کې مهم معلومات.
د واټـرشیډ یا ابریزه مـدیـریـت Watershed Managemen

د واټرشیډ پیژندګلوي
په لنډ ډول ویلي شو چې واټرشیډ یو هایدرولوجیکي واحد دی. یا واټرشیډ هغه ابریزه ساحه یا ځمکه چې د اورښت څخه ورسته یې سطحې اوبه په طبعي ډول په یوه مرکزي نقطې یا ویالې یا کانال ته راجمع شي، دغه اورښت باران، د واورې ویلي کیدنه او نور اورښتونه کیدای شي. عموماً دغه ساختمانونه په تپه زاره سیمو کې عملي کیږي. او همداشان په هغه سیمو کې چې هلته د تګ امکان کم وي بیا دهغه سیمې د معلوماتو د راټولو لپاره د جعرافیې پروګرام (GIS-Geographic information System) څخه استفاده کیږي.

د واټرشیډ یا ابریزه اړونده اصطلاح ګانې:
د واټرشیډ یا ابریزه اړونده اصطلاح ګانې په لاندې ډول دي.
Watershed--Drainage Area-- Catchment Area--River Basin--Drainage Basin


پورته اصطلاح ګانې هر یو مفهوم یو شي دي خو نظر اندازو ته بیا فرق کوي.
واټرشیډ ډولونه: مایکرو واټرشیډ (Micro-Watershed)،
متواسط واټرشیډ (Sub-Watershed)،
واټرشیډ (Watershed)،
متوسط لوی واټرشیډ (Sub-Basin) او لوي واټرشیډ (Basin).
پورته هره نوعه په خپل وار سره بیله بیلې اندازې لري.
مایکرو واټرشیډ: دغه ډول واټرشیډ ته ابتدایې واټرشیډ هم وایې چې اندازه یې د (0.05-0.50 Km) پورې وي.
متواسط واټرشیډ: دغه واټرشیډ د دوه یا دوه څخه د زیاتو مایکرو واټرشیډونو یوځای کیدو ته وایې چې اندازه یې د (1-10 Km) پورې وي.
واټرشیډ یا ابریزه: دغه واټرشیډ بیا د دوه یا څو متوسطو واټر شیډونه یو ځای کیدو ته وایې چې اندازه یې (10-100 Km) پورې وي.

نوټ: دواټرشیډ یا ابریزه څخه د لویو ذخیرې هم شتون لري چې ورته (Sub-Basin) او (Basin) وایې چې اندازه یې په ترتیب سره (Sub-Basin: 100-1000 Km) او (Basin: 1000-10000 Km) پورې ده.
او هم پورته نوع نظر هرې سیمې ته فرق کوي.

د واټر شیډ اهمیت:
واټرشیډ نه یواځې د یوې موخې لپاره بلکې د بیلابېلو موخو لپاره راغول کیږي.
نظر چاپیریال ساتنې ته یو پاک او پایداره واټرشیډ کولاې شي چې له موږ سره په غذایي، سیاحت او نورو تعمیراتي موادو په منځته راتګ کې کومک وکړي.
یو پایداره او صحي واټرشیډ د یو انساني ژوند د بقا لپاره مهم دی.

د واټرشیډ د جوړولو هدف:
یو واټرشیډ د لاندې موخو لپاره جوړیږي.
د خاورې د خویئدنې د مخنیوي لپاره.
د اوبو ذخیره کول په سم او منظم ډول او هم یوې سیمې ته د شین کمربند ورکول.
د سېلاب کنترول او د هایدرولیکي ساختمانونو د ویجاړۍ مخه نیول.
د زراعتي ساحو ډیرول، او د وچکالۍ مخه نیول.

لپاره د خاورې نوع:
دا چې د غه ساختمانونه په غرنۍ ساحه کې عملي کیږي نو د خاورې نوع یې باید داسې وي چې د قابل نفوذ (د اوبو د جذب) قابلیت ولري ترڅو اوبه وکولاي شي چې په اسانۍ سره د ځمکې لاندې اوبه تغذیه کړي اوبه په سم ډول کنترول شي. که چیرې خاوره د جذب ښه قابلیت ونه لري نو بیا د زیات اورښت په وخت کې د سطحې جریان سبب ګرځي چې په دې سره د واټرشیډ او مربوطه ساحو د تخریب سبب ګرځي. یو ښه ځنګلي خاوره په خپل ځان کې د 40% حجم سره د ابو د جذب قابلیت لري.
#واټرشیډ د بیلابېلو اړخونو څخه:
جیولوجیکې اړخ
هایدرولوجیکې اړخ
ټولنیز اقتصادي اړخ
چاپیریالي اړخ
پورته هریو اړخ به په جلا جلا ډول معرفي شي.

جیولوجیکې اړخ: د واټرشیډ جیولوجیکې اړخ دوه خبرو ته متوجه کیږي.
طبیعي منابع: په دوه مواردو پورې اړه لري، اوبه او خاوره ده.
اوبه: اوبه د ژوند یوه برخه ده چې د لاندې کارونو لپاره استعمالیږي، لکه د څښاک، د برقي انرژۍ د تولید، د کښت او نورو موخو لپاره استعمالیږي. خاوره: د خاورې د استعمال څخه د ژوند بنسټیزي اړتیاوې پوره کیږي، لکه د انسانانوخوراک، د څارویو خوراک، د سوند توکي او داسې نور.
طبیعي خطرونه: په درې مواردو پورې اړه لري، سېلاب، زلزله او د ځمکې ښویئدنه.
هایدرولوجیکې اړخ: د غه اړخ د واټرشیډ په حالت پورې اړه لري چې لاندې حالات په برکې نیسي.
۱- د واټرشیډ د مدیریت او کنترول لپاره د هغه مېلان، د خاورې چسپیش او د سریغ جریان کمول په برکې نیسي.
۲- په دغه اړخ کې د سېلاب کنترول، د موادو د کیناستنی، د خاورې د ساتنې او کښت د هغې اماده کول په برکې نیسي.
ټولنیز او اقتصادي اړخ: په دغه اړخ کې د بزګرانو لپاره د کرنیزې ساحې پراخول او دوي هڅول چې ترڅو هغه شیان وکري چې ګټه یې زیاته وي. ترڅو زیات عاید ترې لاسته راشي.
چاپیریالې اړخ: د واټرشیډ مدیریت په دغه اړخ کې د شینو ساحو زیاتیدل، اوهم یو وړوکی واټرشیډ کولی شي چې یوه واړه ساحه سرسبزه وساتي خو بیا یو غټ واټرشیډ کولای شي چې په نړېواله سطحه سرسبزي او د اقلیم په تغیر کې بشپړ رول ولوبوي.
د واټرشیډ مدیرت: Water Shed Management
د واټرشیډ مدیریت په څه معنا؟
د واټرشیډ مدیرت: هراړخیز اقدامات پدې خاطر چې د واټرشیډ طبعي منابع لکه اوبه ، ځمکه او نباتي پوښښ څخه په پایداره توګه ګټه پورته شي.

د واټرشیډ د مدیریت تخنیکونه:
د یوه سالم واټرشیډ د مدیریت لپاره د لاندې تخنیکونو څخه استفاده کوو.
۱- اګرانومیکي تخنیکونه
۲- نباتي تخنیکونه
۳- واړه انجنیري ساختمانونه

۱- اګرانومیکي تخنیکونه: په دغه تخنیکونو کې لاندې برخې شاملي دي.
ـ د کروندو ساتنه.
ـ د مختلفو حاصلاتو کرل.
ـ د کیمیاوي سرو(کود) جوړول او بیا ورڅخه په کرونده کې استفاده کول.
ـ د وریجو کرلو ته ترجع ور کول (ځکه چې وریجې زیاتو اوبو ته اړتیا لري.
ـ د څارویو کنترول د کروندو څخه.

۲- نباتي تخنیکونه: په دغه تخنیکونو کې لاندې برخې شاملي دي.

۳- واړه انجنیري ساختمانونه: په دغه تخنیکونو کې لاندې برخې شاملي دي.
ـ چک بندونه
ـ استینادي دېوالونه
ـ اوبیلارو جوړول
ـ د اوبو لګولو محافظوي سیستم جوړول (د څاڅکو او لوړه اوبه لګونه په شکل).
ـ تیراس یا چوتري په شکل د ځمکو کرل (هغه سیمې چې یو بل پر سر وي).

د یوه سالم واټرشیډ مدیریت په لاندې خبرو تمرکز کوي:
ـ د ظرفیت او مناسبو شرایط په اساس د ځمکې څخه مناسب او منطقي ګټه پورته کوول.
ـ د ځمکې د تولید ظرفیت لوړول د مناسب حفاظتي تخنیکونو په اساس.
ـ د اوبو موثره ساتنه او ذخیره او د اوبو د منابعو څخه موثره استفاده د څښاک، اوبولګونې او داسې نورو ضروریاتو د استعمال لپاره.
ـ د خاورې او اوبو د ساتني لپاره د مختلفو تخنیکونو څخه استفاده د دې لپاره چې په واټرشیډ کې د کمو یا زیات اوبو مدیرت او هم د بدو غمیزو مخنیوی پکې ترسره شي.
ـ د خاورې د تخریب د مخنیوې لپاره د بیلا بیلو لارو چارو پلي کوول.
ـ د واټرشیډ په مدیرت کې باید ټولنیز، اقتصادي او ادارې فکټورونه په داخل او بیرون د واټرشیډ کې په نظر کې ونیوول شئ.

#ولی واټرشیډ مدیرت اړین دی؟
ـ واټرشیډ یوازینی طبیعي واحد دی چې د هايډرولوژیکي دوران د کلیدي برخو مقدار روښانه کوي. یعنې د یو منظم واټرشیډ په مرسته موږ کولای شو چې د سیمې د اورښت هایدرولوژیکې مقدار معلوم کړو.
Runoff, Q = P- (ET + C + ∆ S) ± L
جریان (Q) = P- (ET + C + ∆ S) ± L
چرته چې:
P اورښت
ET تبخیر
C د خلکو، څارویو او نباتاتوله لوري د اوبو استعمال
∆ S په ذخیره کې بدلون
L = Leakage out (-) of the system or into (+) the system

ـ واټرشیډ یوازینی طبیعي واحد دی چې پروژې/پروګرام ته دپلي کیدو اجازه ورکوي.
ـ د پورتنۍ او لاندینۍ ساحو ترمنځ د اړیکو جوړول، د اوبو حرکت او میلان لرونکي ساحو کې د اوبو له کبله د خطر د راپیدا کیدو ترمنځ اړیکه.
ـ د ځمکې د استعمال اغیزه په اوبو، رسوباتو او د عناصرو په انتقال باندې.

د واټرشیډ د ناسم مدیریت پایلې:
د واټرشیډ د ناسم مدیریت له امله لاندې ستونزي منځته راځي.
ـ د Runoff یا د سطحې جریان زیاتیدل.
ـ Stream Bank Erosion د ویالي د څنګونو تخریب کیدل.
ـ Damage to Habitat د استوګنو د سیمو ویجاړیدل.
ـ Damage to Infra-Structure د انجنیري ساختمانونو له منځه وړل.
ـ Damage to Agriculture Land د زراعتي ساحو خرابول.
ـ Lack of Water for Livestock د څارویو لپاره د څښاک د اوبو کمښت.
ـ Lack of Water for Cultivation د اوبو کمښت د زراعت لپاره.

د واټرشیډ مخې ته عمده ستونزې:
ـ د نفوس زیاتوالی او مخ پر زیاتیدونکي تقضا
ـ د ځمکې استعمال بغیر د مناسب ساتنې تخنیکونونه څخه
ـ د طبعي منابعو بی دریغه استعمال
ـ نامناسب توپوګرافې
ـ د ځمکې ملکیت او کمه ځمکه لرل.
c

Address

Kabul

Telephone

+93703634808

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Irfan Hassan posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to Irfan Hassan:

Share