Maryam University BCS Faculty

Maryam University BCS Faculty You can secure your future and serve for the betterment of the country. Your future will bright with us.

Students joining BCS will be given the technical knowledge as well as skills to fulfill the requirement of today’s modern era.

13/02/2023
28/01/2023

#روسيه

#لېسانس
#ماسټري
#دوکتورا
د روسیې هېواد د ساینس او پوهنې وزارت په نړیواله کچه ۱۵۰۰۰ سکالرشیپونه اعلان کړي دي، چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو ورته محصلان نوم لیکنه کولای شي.
دې سکالرشیپونو ته چې له افغانستان هم په انلاین بڼه نوم لیکنه کېږي د لېسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه دي چې تقریباً ټولې هغه څانګې پکې شاملې دي چې د روسیې د پوهنتونو له لارې وړاندې کېږي.
ګرانو نوماندانو!
موږ تاسو ته خبر ورکوو چې د Education-in-russia.com پورټل کې راجستریشن او نوم لیکنی پروسه شروع ده.
ضرور ده چی غوښتنليک ( فورم) ډک کړئ، عکس ورسره ضمیمه کړئ، د پاسپورټ سکن شوې کاپي، د زده کړو سند (یا د تعلیمی دورې تصدیق) او بشپړ شوی غوښتنليک ( فورم) د پورټل له لارې سبمېټ کړئ.
هېواد: روسیه
شمېر: ۱۵ زره سکالرشیپونه
د زده کړو کچه: لېسانس، ماسټري او دوکتورا
د نوم لیکنې پای: د ۲۰۲۳ کال د فېبروري مياشتې ۲۰مه نېټه
د سکالرشیپ امتیازات:
• د زده کړو بشپړ فیس به مو د تحصیل په دوران کې معاف وي، یعنې فیس به نه ورکوئ.
• د اوسېدو لپاره لیلیه
• د میاشتې ۲۵ ډالر
نور پاتې لګښتونه لکه د تګ لپاره ټکټ، روغتیایي بیمه او د ویزې فیس به د محصل په غاړه وي.
د اړتیا وړ سندوونه:
• پاسپورت
• سکن شوی عکس
• شهادتنامه او لږ تر لږه ۷۰ فیصده نمرې درلودل
• د لېسانس دورې سند د ماسټري لپاره اړین دی.
• د ماسټري دورې سند د دوکتورا لپاره اړین دی.
• د ماسټري او دوکتورا لپاره یوه لنډه مقاله چې په انګلیسي یا روسي ژبه وي. (لېسانس لپاره مقالې ته اړتیا نشته ده)
د نوم لیکنې لپاره:
لومړی: تاسو لاندې لېنک کلېک او له معلوماتو لوستلو وروسته به د اپلیکېشن سبمېټ کولو لپاره اکونټ جوړ او بیا به ورته خپل معلومات ورکړئ او اپلیکېشن به سبمېټ کړئ.
دویم: تاسو کولای شئ تر ۶ پوهنتونو پورې انتخاب کړئ.
دریم: د نوم لیکنې په پای کې به خپل اپلیکېشن پرېنټ او سبمېټ کړئ.
د نوم لیکنې او بشپړو معلوماتو لپاره لاندې لېنک کلېک کړئ:
https://education-in-russia.com/

Education In Russia - удобный способ подать заявку из любой точки мира и пройти этапы отбора для поступления в учебные заведения России. | This official website allows international students to apply for ...

مريم پوهنتون د 1401کال د پسرلني کانکور آزموينې پايلې.نتايج امتحان کانکور بهاری سال 1401 پوهنتون مريم.Result of the 1401 ...
08/04/2022

مريم پوهنتون د 1401کال د پسرلني کانکور آزموينې پايلې.
نتايج امتحان کانکور بهاری سال 1401 پوهنتون مريم.
Result of the 1401 Spring entrance exam of Maryam University.
د لازياتو معلوماتو لپاره په لاندې شميرو اړيکه ونيسئ:
0749109109/ 0785519421/ 0784009018

10/10/2021

ګرانو ملګرو راځي دانټرنیټ استعمال په اړه یو څو خبری زده کړو
د انټرنیټ د کاروونکو لپاره یو څو مهمې خبرې :

* نن وخت کې د انټرنیټ استعمال خورا ډېر زیات شوی دی ، هر کور کې یو کس ضرور انټرنیټ کاروﻱ‌ حتی نالوستي کسان هم انټرنیټ کاروﻱ نو بناء انټرنیټ ( ټولنیزﻱ رسنۍ ) هم جنت دی او هم جهنم .

نو باید لاندې نقطې په یاد ولرو !

❶ کله چې تاسو انټرنیټ فعالۀ کوئ نو لومړی مو نیت یوازﻱ د الله تعالی رضایت وټاکئ یعني انټرنیټ یوازﻱ ددﻱ لپاره وکاروئ چې یو نیکه خبره پکې زده کړئ یا یو بل چاتۀ پکې نېکۀ خبره وکړئ؛
اللهﷻ فرمایي: وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْنًا (سُوۡرَةُ البَقَرَة : 83)
ژبـاړه: خلكو ته ښې خبري كوئ.
او حدیث شریف دی: "الکلمة طیبة صدقه"یعنې هره ښۀ خبر صدقه ده.
او دنیت جوړول خورا مهم دی ځکه محمدﷺ فرمایې:
" انما الاعمال باالنیات "
ژبـاړه: ټول اعمال په نیت پوري اړه لري.

❷ په انټرنیټ کې له ناولو صفحو او اکاونټونو څخه ځان وساتئ ځکه کوم کسان چې غیراخلاقي نشرات کوﻱ؛ هغوی د انسانانو په لباس کې ستاسو لپاره شیطانان دﻱ او غواړﻱ تاسو په فتنو کې راګېر کړﻱ.

❸ انټرنیټ کې ځان سره دداسې اکاونټونو او پیجونو کسان ملګرﻱ کړئ چې هغوی یوازﻱ دیني او نور ګټور پوسټونه اپلوډ کوﻱ، ځکه انسان باندﻱ ملګرﻱ زیات اثر لرﻱ نو کله چې ستاسو د فیسبوک یا بلې انټرنیټې شبکې ملګرﻱ نیک او پوهان اشخاص وﻱ نو تاسو ته به یې هم ګټۀ رسي.

❹ انټرنیټ کې پام کوئ چې داسې څه پوسټ نه کړئ چې ستاسو لپارۀ ګناه جاریه وګرځې، هر پوسټ چې کوئ لومړی یې په دې غور کوئ چې آیا دا پوسټ ماتۀ د مرګ نۀ وروستۀ ګټۀ کوﻱ کنه؟ ځکه یوه ورځ به ته نه یې خو ستا اکاونټ به وي نو داسي څه مه نشر کوه؛ چې ستا لپاره ګناه جاریه وګرځي.

❺ په انټرنیټ کې لۀ داسې ویب سایټونو او اکاونټونو څخۀ ځان وساتئ؛ چې هغوی د ښځینه طبقې انځورونۀ او یا ویډیوګانې اپلوډ کوﻱ، ځکه نامحرمو ښځو ته کتل ستره ګناه ده او حدیث شریف کې وایې: "کوم کسان چې د پردیو ښځو د ښایست ځایونو ته ګورﻱ؛ د قیامت په ورځ به یې سترګو کې سرپ واچول شې." استغفرالله ربه! موږ وبښه موږ څومره ګناهګاره مخلوق یو.
پردۍ ښځه د انسان لپاره فتنه ده باید ځان ترې وساتل شې او بله دا چې هر هغه څېز چې انسان زنا ته نژدې کوي هغه حرام دی ځکه چې اللهﷻ قرآنکریم کې وایې:

وَلَا تَقْرَبُوا الزِّنٰىٓ ۖ إِنَّهُۥ كَانَ فٰحِشَةً وَسَآءَ سَبِيلًا
(سُوۡرَةُ بنیٓ اسرآئیل/الإسرَاء : 32)
ژبـاړه: زنا ته مه نژدې کېږئ. هغه ډېر ناوړه كار دى او ډېره بده لاره ده.
نو بناء د پردۍ ښځې تصویر ته کتل حرام دی ځکه د پردۍ ښځې تصویر او یا ویډیو ته کتل زنا ته د نژدېوالي یوه وسیله ده او اللهﷻ وایې چې زنا ته مه نژدې کېږئ.

❻ انټرنیټ کې مو خپل احساسات او حوصلې په خپل کنټرول کې وساتئ کله چې د یو چاسره مباحثه کوئ او یو څه کې مو د نظر اختلاف راشې نو مقابل لورﻱ ته د سپکو الفاظو څخه ډډه وکړئ.
ځکه سپک الفاظ د سپکو انسانانو د ژبو نه بهر کېږﻱ.

❼ انټرنیټ کې منحرف کسانو د ملګرتیا څخه ځان وساتئ ځکه د هغوی لیکنې او څرګندونې خامخا په تاسو لږ اغېز کوﻱ او داسې نور بې دینه اشخاص.

روباټ هم په لومړی ځل مسلمانانو اختراع کړ  .له یورپ څخه متاثره ماډرن مسلمانان دې خبر وي!!!د نړۍ په تاریخ کې لومړﺉ ځل ساین...
10/10/2021

روباټ هم په لومړی ځل مسلمانانو اختراع کړ .

له یورپ څخه متاثره ماډرن مسلمانان دې خبر وي!!!

د نړۍ په تاریخ کې لومړﺉ ځل ساینسي روباټ د عثماني خلافت انجینرانو هغه وخت اختراع کړ کله چې د یورپ خلک د روباټ له نوم سره هم نابلد ول!!!

تر 1889 میلادي کال پورې د عثماني خلافت نامتو انجینیر (موسٰی ډیډی) د (علامات) په نوم جدید ساینسي روباټ Robot اختراع کړ ددغه عثماني روباټ لویه ځانګړتیا دا وه چې هر ساعت وروسته به یې دواړه لاسونه غوږونو پورې جېګ کړل او اذان به یې کولو، زنګونه به یې وهل، اوبه به یې راوړلی ، رفت و آمد به یې کولو

د انساني شکل دغه ساینسي روباټ عثماني خلیفه سلطان عبدالحمید ثاني د جاپان شهنشاه (میجې) ته ډالۍ کړو، د عثماني روباټ لیدلو وروسته جاپاني انجینرانو په 1909 میلادي کال باندي د (باربروسا) Barbrosa په نوم خپل روبوټ اختراع کړو.
زموږ تاریخي عروج او زوال😭😭
-----------------------------------------------------4--------------
لیکنه: (نجیب اللہ عادل)

07/10/2021

که غواړی چې راتلونکی مو 💡روښانه💡 وي نو له مریم سره یو ځای شئ.
مریم ستاسو د خوبونو تعبیر!

Address

Company, Paghman Road
Kabul
1064

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Maryam University BCS Faculty posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to Maryam University BCS Faculty:

Share