10/07/2025
"د ناخوالو ډاکټر"
لیکنه: حمید الله حاذق
د ډاکټر احسان الله درمل په اند، دوه ډوله هنرمندان دي. یو هغه ډول دي، چې خپله خبره په داسې نثر، په داسې نظم یا په داسې بڼه کوي، چې ټولنه د دغسې خبرو کولو توان نه لري، د دوی د خبرو طرز له ټولنې منحرف وي. یانې دوی په خپلو خبرو کې داسې څه ځای کړي وي، چې له عادي ژبې څخه متفاوته وي.
دویم ډول هغه هنرمندان دي، چې له دې کمال ورهاخوا، یو بل کمال هم لري. د دوی فکر، نظر، ارزښتونه، هر څه له ټولنې متفاوت وي. دوی نه یوازې چې خپله خبره په یو ډېر متفاوت شکل کوي، په ډېر ښکلي شکل یې کوي، په هغه شکل چې ټولنه یې نشي کولی؛ بلکې د دوی ارزښتونه هم بېل وي. دوی چې فرد ته، ټولنې ته، ښو ته، بدو ته، اخلاقو او بد اخلاقیو ته په کومه سترگه گوري، دا ټول له ټولنې په متفاوته بڼه وي. دغسې هنرمندان، لوی هنرمندان وي.
له بده مرغه زموږ هغه کسان چې د خبرو کولو طرز یې زده وي، هغه خبرې کوي، چې مونږ یې هره ورځ پیتاوي ته اورو، د دوکانونو بانډارونه مو پرې تاوده وي، د کورونو وگړي یې سره کوي. دغسې خبرې د عامو خلکو خبرې وي او دا د چا لپاره د درد درمل نشي جوړولی.
جالبه دا ده، چې نصیر احمد احمدي زموږ په داستاني ادبیاتو کې په دواړو لحاظونو هنرمند و. یو د ده د خبرې کولو ډول بېل و او دویم د ده ارزښتونه کاملاً بېل و.
دا چې په متفاوته او هنري ژبه کې، د متفاوتو ارزښتونو جریان روان وي، له دې څخه لوی هنر زېږي.
احمدي صاحب ټولنې ته د علومو د څېړونکو یا لیکوالو یا بل هر عام کس په څېر نه گوري، بلکې دی خپلې رنځورې ټولنې ته، له هغې زاویې گوري، له کومې زاویې څخه چې یو طبیب خپل رنځور ته گوري او پخپله د یوې مور په څېر مهرباني او ترحم ورسره وي.
دی د ټولنې یو ژور منتقید دی. دی ناخوالې په داسې هنري چوکاټ کې ځای په ځای کوي، چې پخپله د حل نسخه هم لري.
دی د دې پر ځای چې یو شی بیان کړي، یا د یوه شي نقل درته وکړي، درته ښکاره کوي یې، ښکاره کول، پخپله په کیسه کې د لوستونکي شاملول دي او لیکوال ځان گوښی کوي، قضاوت لوستونکي ته پرېږدي، چې څه روان دي.
مثلاً دی داسې نه وایي، چې د رحمدل لور نجیبه چې ناروغه شوه، ډاکټر ته یې نه بیوله او بلاخیره د واده مسله منځته راغله، هیچا زړه ورته ښه نه کړ، څلورهډوکي شوه، همداسې پسې مرگ وخوړه. مور او پلا یې څه ورسره وکړل.
کله چې خپله خبره کوي، ځان ترې گوښه کوي، بلکې خبره کوي، خو د پیشو په ژبه هیلۍ ته کوي. دی دا کیسه په "اخ وطنه!" ناول کې داسې ښکاره کوي:
" پیشو وویل:
- دا نجیبه نومېده، تر شیدو سپینه، تر پنیر پسته. شنې، غټې روڼې سترگې یې درلودې، په هفتو هم نه لمبېده، خو اوږده تور وېښته یې خدایي ځلېدل، د زېړو وېښتو هر تار یې د گوگړو تر تاره ډبل و. درې کاله مخته یو دم ناروغه شوه، سترگو یې تورې حلقې پیدا کړې، نه یې ډاکټر ولید، نه یې چا پوښتنه وکړه، ورو، ورو ډنگرېدله، اخیر یوازې پوستکی شوه.
مور او پلار یې خپه ول، خو د نجلۍ ناروغي یې زړونه نه خوړل، بله اندېښنه ور لوېدلې وه. دلته چې تر څو مشره خور نه وي واده شوې، دویم او درېیمه یې څوک نه غواړي.
څلور هډوکي ناروغې نجیبې ته به نو کوم رویبار راته!
وخت ووت، د نجیبې له روغېدو یې هیله وخته. دواړو یې مرگ د کور پرده گڼله.
یو سهار مې د کوکوگلې چیغې واورېدې. ورغلم، نجیبه مړه پرته وه. خدای خبر، ما لا تېر مازدیگر ولیده، لمونځ یې کاوه، سجدې ته چټکه ورتله.
نجیبه یې همدلته پریمنځله، مور یې د نورو ښځو تر مخ په سر خاورې بادولې، ځان یې له خوراکه لوېدلی گاڼه؛ خو ما پخپله ولیده، چې دالان ته ولاړه، د پنځو نفرو حق به یې وخوړ. د دې خلکو ټول کړه وړه لباسي دي."
په څومره هنري انداز دلته د پښتنو هغه دود، چې د انجونو د عمر تفاوت، د دوی د واده سرنوشت ټاکي؛ د دوی د ناروغي غمه نه خوړل، بلکې په ولور یې خېټې ډکول فرض گڼل؛ د انجونو ناروغي چې تر سر واوړي، نو مرگ یې پرده بولي او حتا پخپله یې وژني؛ ځکه د ناروغۍ تور پرې ټاپه شوی او نجلۍ چې په پښتنو کې ناروغه شي، هغه د کور بدمرغي ده، څوک یې بیا څه کوي؟!
ښځه خو هسې هم له چپې پښتۍ څخه ده!
دوی د خپل اولاد په مرگ کې هم لباسي چلند کوي او د دوه مخي خټه یې په څو کرښو کې منعکسوي، چې ممکن بل لیکوال مخونه پرې تور کړي.
نصیر احمد احمدي هڅه کړې ترڅو په خپلو ناولونو کې زموږ د ټولنې سخت اقتصادي شرایط، فرهنگي فقر، د کلیوالي ژوند نا منظم دود، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز کړکېچونه، فساد، لوږه، ناوړه دودونه او…ترسیم او پرې انتقادونه وکړي. ما د ښاغلي احمدي جوجو ناول ولوست او په دې عقیده یم چې نوموړي پوره هڅه کړې تر څو د جادويي ریالېزم سبک په کارونې سره زموږ د ټولنې موجوده ستونزې برملا او د انتقاد گوته ورته ونیسي او زه فکر کوم احمدي په خپله هڅه کې بریالی هم دی. د جوجو ناول لاندې برخه کې زموږ پوهنیز نظام ته اشاره شوې او دا راته وايي چې زموږ ښوونځي یوازې د ماشومانو لپاره د لوبو او ساتېري ځایونه دي:
"تواب کوټې ته لاړ، کتابچه يې را واړوله، سترگې يې رډې راوختې، ورکړل شويو پوښتنو ته سم ځوابونه ليکل شوي ول. بله کتابچه يې وکته. سوالونه حل وو. ځان يې په کمپله کې ونغاړه، غلی کېناست. قلم وخوځېد، تواب په راوتلو رډو سترگو ورته کتل. د کتابچې پاڼه واړول شوه، قلم وليکل:
_له ما مه وېرېږه.
تواب دېوال ته ور وښويېد.
قلم وليکل:
_مرسته غواړم!
هلک په ماته گوډه ژبه وويل:
_ته، ته، څوک يې؟
وليکل شول:
_د يوه ليرې ستوري اوسېدونکی.
هلک لړزې اخيستی و.
قلم وليکل:
_زړه دې غټ ونيسه.
پر کتابچې لنډه رڼا راوگرځېده، رڼا د بوړبوکۍ غوندې پر خپل ځان را تاو شوه، يوه لوېشت ژوندی موجود ولاړ و. موجود وويل:
_ماته جُوجُو ويلی شې.
تواب خپل ځنگنونه پر ټټر پورې ټينگ نيولي وو. د جُوجُو د مردکۍ غوندې شنه سترگه وځلېده، په خوند يې وويل:
_هله نو، ډارن هلکان مې نه خوښېږي.
تواب غلی و. د چرگې کوټ کوټ ته ورته غږ پورته شو:
_کوټ، کوټ، کوټ…
جُوجُو وويل:
_دا زموږ خندا ده.
غلی شو، په خوله کې يې د دواړو لاسونو نرۍ گوتې ننه ايستې، خوله يې دواړو خواوو ته تر غوږو پرې شوه. په جدي انداز يې وپوښتل:
_ښه ښکارم؟
هلک په وېره ورته کتل:
جُوجُو وويل:
_سمه ده، که دې خوښه نه وي، نو زه درنه ځم، هيله لرم چې تر تا زړور انسان پيدا کړم. يودم ورک شو. تواب په بيړه له کوټې ووت، په چوتره کې ودرېد، نيکه يې په تېره بياتي د پزې وېښته اخيستل. کلا ته يې وکتل، پلار يې د تراکتور په ماشين کې گوتې وهلې. بېرته کوټې ته لاړ. غلی کېناست. غږ يې واورېد:
_تراکتور نه شي جوړولای.
تواب سترگې ورغړولې، هېڅ هم نه و.
په رېږدېدلې غږ يې وويل:
_تا خراب کړی دی؟
سپينه رڼا پر خپل ځای را تاوه شوه، جُوجُو نری سيم پر غولي کېښود. هلک په وېره وويل:
_ته ولې داسې کوې؟
جُوجُو پر غولي پروت توپ ته پښه ور وغځوله، درب شو، د لاټين نرۍ شيشه لاندې را تويه شوه.
تواب چيغه کړه!
_له دې ځايه ورک شه.
جُوجُو وخندل:
کوټ کوټ کوت…
هلک پيالې ته لاس کړ، پياله سيخه پر جُوجُو ورغله، د جُوجُو بدن دوه نيمه شو، يوه برخه يې تر پيالې پورته پاتې شوه او بله هم لاندې. بېرته يې د بدن دواړه ټوټې سره ورغلې، خندا يې زور ونيو:
کوټ، کوټ ، کوټ ….
تواب ودرېد، د کوټې دروازه په خپله پورې شوه.
جُوجُو وويل:
_تاوان مې نه خوښيږي، خو په يوه شرط، مرسته راسره وکړه!
ماتې کوکۍ )د ښيښې ټوټې( ټولې شوې، څراغ ودرېد، جوړه شيشه ور ولوېده. تواب جُوجُو ته وکتل، نه جُوجُو و او نه هم نری سيم. ، له سرايه د تراکتور د چالانېدو غږ راغی. بېرته سپينه رڼا پر ځان را وگرځېده، جُوجُو وويل:
_ستاسو په حساب پوره دوې مياشتې دلته وم، ته مې څارلې، تر نورو زړور راته واېسېدلې. تواب په رېږدېدلي غږ وويل:
_څه مرسته؟
جُوجُو پر خړ دېوال لاس تېر کړ، د کمپيوټر د سکرين غوندې لويه پرده راغله، عکس و، د جُوجُو غوندې موجود ښکارېده، خو تر جُوجُو په ونه لوړ و، نيم گز، يا تر دې يو څه ډېر. جُوجُو وويل:
_دا زموږ د مکتب مدير دی، په عکس کې دومره بد نه ښکاري، خو له نږدې يې مه ووينې، زړه به دې وچوي. بس، که په درس کې بې خونده وې، نو د غږ په ماشين کې دې اچوي. جُوجُو غلی شو، يو دم يې وخندل:
_کوټ، کوټ ، کوټ…
تاسو په مکتب کې لښتې خورئ، خو موږ درد نه احساسوو، د جزا له پاره مو په يوه ماشين کې ږدي، د غږ ماشين ورته وايي، اواز يې لوی عذاب دی، بنيادم يې د اورېدو تاب نه لري. جُوجُو يوه شېبه غلی و، بيا يې وويل:
_اصلي خبره پاتې شوه، زه بايد پنځم صنف ته لاړ شم، د کاميابۍ يو شرط دا دی چې د نورو
ستورو د اوسېدونکو په اړه به تحقيق کوم. ملگري مې په کايناتو کې سره تيت شول، ما هم ځمکه ومونده، لومړی ايران ته لاړم، د مکتب يوه زده کونکي ته مې ځان ور وښود، زړه يې ودرېد. بيا مې ستاسو وطن ته مخه کړه، دا کلی مې وموند، خو که ته هم مرسته راسره ونه کړې، نو مجبور يم چې بل ځای پسې وگورم.
تواب په حيرانی ورته کتل. جُوجُو پر دېوال لاس تېر کړ، سکرين ورک شو.
ويې ويل: ) نه (مه راته وايه.
تواب غلی و.
جُوجُو وويل:
_دوې ورځې په مکتب کې درسره وم، اوف، دې ته نو درس نه شو ويلای. ماشومانو يوازې کاغذي طيارې جوړولې، د معلمانو له خولو د چايو پيالې نه ليرې کېدې، خو موږ داسې نه يو، زحمت باسو، ستاسو په حساب په پنځوس کاله کې ايله پينځم صنف ته راورسېدم. تواب په حيرانی ورته کتل.
جُوجُو وويل:
_ستاسو پنځوس ورځې، زموږ يوه ورځ ده، زموږ ټول کال، سل ورځې وي. يودم يې وخندل:
_ پوښتنه دې ونه کړه چې څنگه؟
تواب غلی و…
_خير، زه به درته ووايم، زموږ ستوری تر ځمکې سل ځله لوی دی، خو کوچنۍ لمر لرو، ځکه مو ستاسو په حساب، ستوری په پنځوسو ورځو کې يو ځل پر خپل محور راگرځي. تواب ورو وويل:
_نوته څو کلن يې؟
په خپل حساب لس کلن، خو ستاسو په حساب سلو ته رسېږم.
_نو تاسو څو کاله عمر کوئ؟
موږ ناروغي نه لرو، هر يو مو سل کاله چې ستاسو زر کاله کېږي، عمر کوي.
_اوبيا؟
_چې وخت مو پوره شو، په خپله اور اخلو.
_نو زه څه مرسته درسره کولای شم؟
_بس، ډېر دې نه پاذابوم، کله کله مالومات راکوه! اوس بايد لاړ شم، ماخستن راځم، خو گوره،
په خپله کوټه کې به يوازې يې.
جُوجُو ورک شو."
د احمدي صاحب د رڼا ناول دا یوه خبره چې هلک یې انجلۍ ته کله کوي:
- تا زما په سېرلي وار وکړ! هغه یې په اتلس سوه، غوښت، خرې، لغړې، پمنې! ته ودرې! مور به مې څڼې در وشکوي.
دا پورته له سپکو سپورو ډکه لهجه هم زموږ د بدبختې روایتي ټولنې، ډېر اړخونه راسپړلی شي یا ښه ده ووایم، د ښځو په وړاندې زموږ سولېدلی روایتي مفکوره او ذهنیت را ښکاره کوي.
زه گومان کوم، د نصیر احمد احمدي د کیسو رواني اړخ سپړل بېل کار غواړي او لوی کار او ډېر کار غواړي.
که یې له ناولونو او کیسو د ټولنې رواني اړخ راوباسو؛ د ارواپوهنې لپاره به په ولسوالیو کې څه، آن په کلیو کې لا څو اروایي ډاکټران په کار شي او د دوی هر یوه بې شمېره ستونزې به په کلونو، کلونو حل نه کړای شي.
د نصیر احمد احمدي د لیکوالي اثرات په ټولنه او خصوصاً په لوستي قشر کې څېړل بل بحث او کار دی.
په هر حال، خدای ج دې ډېر داسې کسان پیدا کړي، چې د احمدي صاحب د کیسو مختلف اړخونه وسپړي او تاثیرات یې په ټولنه کې څېړي، ممکن د ډېرو ناکراره دردونو او ناحل ناروغیو درمل پکې ومومي!
روح یې ښاد او په گور یې نور
حمیدالله حاذق
مأخذونه
۱ -احسان الله درمل د نصیر احمد احمدي په اړه یو ویډیويي کلیپ.
۲- احمدي، نصیر احمد، اخ وطنه! چاپ کال او خپرندوی؟
۳- احمدي، نصیر احمد، رڼا ناول، مومند خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۶ هـ ش، جلال آباد.
۴- احمدي، نصیر احمد، جُوجُو ناول، مومند خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۱ هـ ش، جلال آباد.
۵ -مېرخېل، حبیب الله، جادویي ریالیزم، تاند وېبپاڼه.