26/07/2025
🎓🎓د شپاړس کلن علمي بهیر وروستۍ شېبې!🎓🎓
د علم له لمره ډک دغه سفر چې د لومړني ښوونځي له ابتدایه ټولګي څخه پیل شو، نن د پوهنتون تر فراغت پورې په بریالیتوب سره پای ته رسېدونکی دی. دا شپاړس کلن مزل یوازې د درسي کتابونو لوستل نه وو، بلکې د ژوند یو بشپړ تربیتي بهیر، د هڅو، ستونزو، ستړیاوو، قربانیو او صبرونو ښکارندوی هم و.
زموږ د کوچنیوالي(وړکتوب) خوبونه، د استادانو رهنمایي، د مور او پلار دعاوې او ملاتړ، د کورنۍ او ملګرو همکاري او د خدای (ج) فضل، ټول هغه عوامل وو چې دا اوږد مزل یې ممکن کړ. هر ټولګی، هر امتحان، هره هڅه، یو پړاو و؛ یو ګام و د دې مقصد پر لور.
د پوهنتون فراغت یوازې یو سند نه دی، بلکې د یوې مرحلې بشپړېدل او د نوې مرحلې پیل دی. دا د مسؤولیت، ځانباورۍ او نوې نړۍ ته د داخلیدو مرحله ده. له دې وروسته، دا موږ یو چې باید د خپلې ټولنې، هېواد او امت لپاره خپل علم په عمل بدل کړو او ټولنې، هیواد او امت ته بریاوې راوړو .
دا ورځ د ویاړ، خوښۍ او شکرانې ورځ ده، او باید هر فارغالتحصیل دا درک کړي چې اصلي مزل اوس پیلېږي، د ژوند د امتحانونو هغه دوره چې هلته نه نمرې شته، نه درجې، بلکې عملونه دي چې ارزښت لري.
د ګلونو ټولګیوالو سره وروستۍ شېبې او خاطرې 😍