12/01/2022
د لوړو زده کړو وزارت او اتحادیې مسوولینو له خوا د خصوصي پوهنتونونو څخه لیدنه او څارنه .
د لوړو زده کړو وزارت د مشورتي بورډ درنو غړو،د وزارت له خوا د خصوصي پوهنتونونو د څارنې او نظارت عمومي مسوول ښاغلی کامران صاحب او د اتحادیې استازی د ازهر موسسه له مسوولینو، محصلینو،اداري او تدریسي کارکوونکو سره ولیدل.
په یاده لیدنه کې ددی موسسی پر ستونزو او حل لارو مشورې وشوې او ډاډ ورکړل شو چې ټولو ستونزو ته به رسیدګي وشي.
همدا راز د وزارت مسوولینو د ا.ا.ا پر پالیسۍ او تګلارو هم اوږد بحث وکړ او ټینګار یې وکړ،چې ټول پوهنتونونو مسوولین دې د میرمنو حقونو او حجاب موضوع جدي وګڼي.
هېره دې نه وي،چې د خصوصي پوهنتونونو څخه له دې لیدنو څخه موخه د پوهنتونونو سره د ښه همغږۍ او همکارۍ فضا رامنځته کول دي.
اتحادیه پوهنتون ها و موسسات تحصیلات عالی خصوصی افغانستان.