20/09/2024
د ونې پر ښاخ دوه مرغۍ ناستې وې، له لرې یو سړی راڅرګند شو، یوې مرغۍ بلې ته کړل، که وا نه لوزو دا به مو ووژني، بلې مرغۍ ورته کړل چې دا سړی په ډېرې شریفې او درنې جامې کې دی دا به هیڅکله زموږ د ویشتو نیت ونه لري، سړی چې رانژدې شو پر مرغۍ یې غشی ورخوشې کړ او مرغۍ یې وویشته، ملګرې مرغۍ یې پاچا ته عارضه شوه، پاچا ښکاري راوغوښت ښکاري پر خپل جرم اعتراف وکړ، مرغۍ ته واک ورکړل شو چې، څه ډول سزا دې وټاکله زه یې ورکوم.
مرغۍ ورته وویل:" که دا ښکاري وي؛ نو د ښکار جامې دې واغوندې او د شرافت جامې دې لرې کړي"