31/03/2026
د کاروان پوهنتون د څلور ګونو پوهنځیو پسرلني سمستر د نویو بریالي شویو محصلینو لپاره د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه!
په غونډه کې چې، د پوهنتون رهبري هیئت، استادانو، کارمندانو او محصلینو ګډون درلود د کلام الله په مبارکو آیتونو سره پیل شوه او د کاروان پوهنتون سرپرست رئیس کیمیا ګل احمدي د غونډې پرانیستونکي وینا وکړه او د علم پر ارزښت یې هر اړخیزي خبرې وکړې او محصلین یې خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل.
وروسته د محصلان چارو مرستیال د پوهنتون اړوند پالیسیاني او طرزالعملونه تشریح کړل.
په پای کې د تېر کال غوره کارمندان، د تیر خزاني سمستر ممتاز محصلین او همدارنګه د بهاري سمستر کانکور ازموینې کې د کامیاب شوی ممتاز محصل چې تر ټولو یې لوړې نمرې تر لاسه کړې وې د پوهنتون د رهبري له لوري وستایل شول او غونډه د یو تن ګډونوال له لوري د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.
پته: د کابل پوهنتون وروستی تمځای، کاروان پوهنتون
د اړیکې شمېرې: ۰۷۸۶۰۰۰۱۷۷ -۰۷۸۶۰۰۰۲۷۷
کاروان پوهنتون؛ قدرت، رهبري ، راتلونکی