12/12/2021
د شپې په تاريکۍ کې يو تکړه او دنګ ځوان د هديرې په منځ کې د قبر په دنګه ولاړه شناخته زورونه وهي، هغه راباسي او په بازار يې خرڅوي
دا د پابلو اېسکوبار لومړى غلا وه
له څه وخت دوام وروسته يې د پوهنتون جالي اسنادو جوړولو ته شروع وکړه خو دې کار هم خوند ورنه کړ، بيا يې د شتمنو خلکو ترور او تښتولو ته لاس واچوه چې څه ناڅه خوند يې ورکړ خو له څه وخت وروسته يې د کوکائینو قاچاق ته شروع وکړه، دا نو د 1970 کال پيل ؤ، د کوکائينو له قاچاق يې د فابريکو تر مالکيته يې ډېر زر ځان ورساوه، چې بالاخره هغه د نړى په تاريخ کې د کوکائينو په لوى قاچاقچي بدل شو چې د ورځې به يې يواځې د امريکا متحده ايالاتو ته 85 ټنه کوکائین قاچاق کول، د نړى اتيا سلنه قاچاق د پابلو لخوا ترسره شوى
په 1987 کال پابلو بندي شو خو دده بنديخانه هم د کور په شان وه، د قاچاق زيات کارونه يې له بنديخانې سرته رسول چې په پاى کې د کلمبيا حکومت پرېکړه وکړه چې پابلو امريکا ته وسپاري خو له سپارلو مخکې اېسکوبار له بنديخانې وتښتېد.
د قاچاق ترڅنګ د شتمنو او حکومتي خلکو ترور ته يې هم ادامه ورکړه، يوازې په 1990 کال کې يې له اوه زره ډېر کسان وتښتول چې په تښتول شؤو کې د کلمبيا د هغه وخت رئيس جمهور هم ؤو
هغه د وخت د شتمنو خلکو په سر کې ؤو، چې زياتې روپۍ يې د خپل پيدايښت ښار "مدلين" له وګړو سره په کومک لګولې
پابلو يو سرمسته انسان ؤو چې د پيسو خرچ کولو عجيبه داستانونه لري، زوى يې په 2009 کال له فوربس مجلې سره په مرکه کې وويل چې پابلو به د ژمي په موسم کې هره شپه 2 مليونه ډالر په بخارۍ کې د اطاق ګرمولو لپاره سوځول
هر کال به د پابلو له خښو شويو روپو څخه پنځه مليارده ډالر موږکانو او بارانونو خرابولې