07/06/2026
د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي میاشتې په ۱۳مه نېټه، د کیفیت د لوړاوي آمریت له لوري او د مسلکي پراختیا مرکز (PDC) په همکارۍ، د کیفیت د لوړاوي په دفتر کې د «تحصیلي کیفیت په لوړاوي کې د تدریسي مدیریت رول» تر سرلیک لاندې یو علمي سیمینار ترسره شو.
په سیمینار کې د تحصیلي کیفیت د ښه والي، د تدریسي مدیریت د رول، او د تدریسي او اداري چارو د لا ښه همغږۍ په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې. ګډونوالو د کیفیت د معیارونو د تطبیق او د تحصیلي نظام د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.
سیمینار ګټور او بریالی و او په پای کې پرېکړه وشوه چې د تحصیلي کیفیت د لا ښه والي لپاره به د کیفیت د معیارونو تطبیق ته ځانګړې پاملرنه کېږي.
د شفاء پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت!