05/04/2026
د کابل پوهنتون فزیک څانګی د ۱۳۹۳ کال اول نمره او ډیر بااستعداده او زیارکښه زدکړیالی زاهد احمد صافی د خپل مسلکي ژوند یو داسی پړاو ته داخل شو چی فزیک پوهنځی، د کابل پوهنتون او د افغانستان اکاډمیکه ټولنه به پری تل لپاره ویاړي. هغه د یوې ستری رقابتي پروسې (MedPhys Match) له لارې د متحده ایالاتو پنسلوانیا ایالت، پيټسبرګ ښار د UPMC Hillman Cancer Center د معالجوي طبي فزیک ستاژ برنامې (Therapeutic Medical Physics Residency program) ته لاره ومونده. هغه ددې لاسته راوړنې مبارکي د خپلې ټولې کورنۍ تر څنګ درنو استادانو ته هم وړاندی کړی ده.
زاهد احمد صافی له فراغت څخه وروستو د افغانستان اټومي انرژۍ د ننګرهار څانګی له بنسټ ایښودنکو غړو څخه وو او په دغه څانګه کی یی تر ډیر وخته د چارسمبالي چاری مخته وړی وی.
هغه د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي کدري ازموینه کی هم بریالی شوی وو. د زاهد احمد صافي د خپل مسلک سره مینه، هڅه او تلاش ددی خبری مصداق دی چی
غوټی پسی وهی په لاس به درشي
چا ویلي چی دریاب کی ګوهر نشته
زاهد احمد صافي ته د طبي فزیک پدی خورا مهمه برخه کی د لا بریاوو هیله لرو او تمه لرو چی د خپل وطن او وطنوالو نوم به لا روښانه وساتي.