15/11/2024
د جګ ولټیج د طاقت په ليږد کی د بنډل هادی کارول:
د 230 کیلو ولټه څخه د جګو ولټیجونو لپاره، د یو واحد ګردي (یو دانه ای ګردی) هادی (conductor) کارول نا ممکنه ده ، نو د یو دانه یی هادی پر ځای غوره دا ده چې د هر فاز لپاره څو هادی وکارول شي، چې دې ته د کنډکټرانو ګروپ ویل کېږي. یو ګروپي هادی د دوو یا زیاتو کوچنیو هادی هوایی مزو څخه جوړیږی او په یوه فاز کی د هادی یا کنډکټر په توګه کارول کیږی چی په اقتصادی لحاظ د جګ طاقت د انتقالولو ظرفیت لری . د ګروپي کنډکټرانو ګټې په لاندې ډول دي:
• لږ یا ټیټ ریاکټانس لری
• د ولټیج د ګریډینټ کچه یې لږ ده
• د کرونا د ضایعاتو کچه یې ټیټه ده
• د راډیویی اختلالاتو کچه یې لږ ده
• او سرج امپډانس یې لږ یا ټیټ دۍ
د هادی په ګروپ کولو سره ریاکټانس کمېږي ځکه چې د هادی (انتقالی مزو) تر مینځ GMD لوړیږی. د کوچنیو هادی مزو تر منځ مناسب واټن د ولټیج د ګریډینټ درجه ټیټوی چی د راډیویی اختلالاتو(radio interference) د لږېدلو سبب کیږی. د هادی په ګروپ کولو سره سرج امپېډانس هم کمیږی ، ځکه چې په لوړ ولټیج کی د ظرفیت زیاتېدل او د ریاکټانس کمېدل د طاقت د انتقال یا لېږد ظرفیت ډېروی.
د ګروپي هادی(bundled conductors) ريکټانس محاسبه کول د مختلط یا مرکب هادی (composite conductors) د محاسبې په څېر ترسره کیږی ، خو د ګروپ کنډکټرانو کوچنی هادی د یو بل څخه شاوخوا 30 سانتي متره یا زیات واټن لري، په داسې حال کې چې په مرکب (رشته ای) هادی کی یو دبل سره نښتی وی لکه ACSR او نور.
نوټ: د ولټیج ګریډینټ "Voltage Gradient" د برق د انتقال سیسټمونو کی په یوه ټاکلي فاصله کی د ولټیج د تغیر یا توپیر کچه اندازه کوي. په بل عبارت: دولټیج ګریډینټ هغه اندازه ده چې ښیی په هادی کې د ولټیج توپیر د یو متر په فاصله کې څومره دی.
د ولټیج د ګریډینټ په لوړېدو سره د هادی پر سطحه د برقی سیلان یا فلکس ساحه ډیریږی ، چې په دې سره د کرونا ضایعات، راډیويي اختلالات ، او نورې ستونزې زیاتېدای سی. په هادی کې د ولټیج د ګریډینټ کمول د بریښنا یی سیسټم لپاره ګټور وي، او دا د هادی د ګروپ کولو یا (bundling) په واسطه ترسره کېداې شی، ځکه چې ګروپي کول د هادی تر منځ واټن زیاتوي او د ولټیج ګریډینټ کموی. نو په لنډه توګه د ولټیج ګریډینټ په دې پورې اړه لري چې څومره ولټیج په یوه ټاکلي واټن کی په چټکۍ سره کمېږي، او دا د لوړ ولټیج د سیسټمونو لپاره یو مهم فکټور دی.
سرج امپډانس (surge impedance): د بنډل هادی په واسطه سرج امپډانس کمیږی او طاقت د انتقال ظرفیت ډېروی ځکه په بنډل هادی کی خازنی خاصیت ډېریږی او انډوکټانس کمیږی چی په پایله کی امپدانس هم کمیږی ، دا ددې سبب کیږی چی د لوړ ولټیج د طاقت په انتقال پ کی موثریت ډېر او ښه ثبات منځته راوړی.