Mirwais Neeka University

Mirwais Neeka University د ميرويس نيکه پوهنتون Mirwais Neeka University فېسبوک پاڼي ته ښه ر?

17/08/2024
17/08/2024
17/08/2024

میرویس نیکه پوهنتون یو غوره او معیاري انتخاب دی، راتلونکی مو همدلته وټاکئ
د ۲۷ دورې کانکور ازمویني لپاره په لاندې څانګو کي نوم لیکنه جریان لري:

معالجوي طب پوهنځی
اقتصاد پوهنځی
حقوق
سیاسي علوم او نړیوالي اړیکي

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af
برېښنالیک پته: [email protected]
د معلوماتو شمېرې: 0700002241 / 0700002243
ادرس: ډنډ څلور لاری، شپږمه ناحیه، کندهار، افغانستان

17/08/2024

چيري چي مو ارمانونه پوره کېږي، هلته نن انتخاب وکړئ او د خپل سبا لپاره پر ځان پانګونه وکړئ!

په میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسه کي
د ۲۷ دورې کانکور ازمویني لپاره نوم لیکنه جریان لري، په لاندي پوهنځیو کي په ځانکړي تخفیف سره نوم لیکنه وکړئ:

1.معالجوي طب [ سمیستر فیس ۲۵۰۰۰ افغانۍ]
2.اقتصاد [ سمیستر فیس ۶۰۰۰ افغانۍ]
3.حقوق [ سمیستر فیس ۵۰۰۰ افغانۍ]
4.سیاسي علوم او نړیوالي اړیکي [ سمیستر فیس ۵۰۰۰ افغانۍ]

ميرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسه يو غوره او معياري انتخاب

د کانکور ازمویني نېټه: ۱۴۰۳/۶/۲
ورځ: جمعه مبارکه

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت
ویبپاڼه: www.mnu.edu.af
د معلوماتو شمېرې: 0700002241 / 0700002243
ادرس: ډنډ څلور لاری، شپږمه ناحیه، کندهار، افغانستان

17/08/2024

موضوع : کوچني ته د مور د شیدو د ورکړي اونۍ
ليکنه: ډاکټر نورخالق نور
د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستیال
(د کارمندانو او استادانو د مقالو برخه)
میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

د مور د شیدو اونۍ (WBW) :

د مور د شیدو ورکولو نړیواله اونۍ هر کال د اګست په لومړۍ اونۍ کې ترسره کیږي. د ۲۰۲۴ کال لپاره شعار ((د تشې بندول دي او د ټولو لپاره د شیدو تغذیې ملاتړ)) دی. کمپاین به د مور د شیدو تغذیه کونکي میرمنې ولمانځي، پداسې حال کې چې کورنۍ، ټولنې او روغتیایی کارکونکي باید د هرې شیدې ورکونکي مور ملاتړ وکړي (WHO, 2024).

د مور د شیدو په اړه مهم معلومات او د هغې احکام له نن څخه څوارلس پېړۍ وړاندې په قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو او همدارنګه د فقهې په کتابونو کې بیان شوي چې د ورځې له سپارښتنو او علم سره سم دي. د مور شیدې په ځانګړې توګه د ماشوم د حقونو پیل او د ماشومانو لپاره د الهي خوړو څخه لومړنی حلال او ښه تغذیه ده. په قرآن کریم کې د مور د شیدو په اړه مستقیماً په (۸) آیتونو کې خبرې شوي چې تر ټولو مهم یې د سورة البقرې (۲۳۳) آیت دی. د دې آيت له مخې:
هغه ميندې چې غواړي خپلو ماشومانو ته شيدې ورکړي، بايد تر دوو کلونو پورې ورته دوام ورکړي. ښځه د حمل، ولادت، شيدې ورکولو په وخت کې د خداى په لاره کې د مجاهد په اندازه اجر لري او که په دې موده کې مړه شي د شهيد ثواب یې دى. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې مفهوم یې دادی: د مور پاڅېدل او په شپه کې د هغې شیدې ورکول ثواب لري او د هرې شیدې ورکولو په بدل کې د هغې ثواب د خدای په لاره کې د اویا غلامانو د آزادولو سره برابر دی. خدای تعالی د ماشوم لپاره د هغه د ورځني اړتیاو مطابق خواړه ټاکلي دي. (Arak, 1401)
د مور د شیدو ورکولو عمل (“WABA” (World Alliance for Breast Feeding Action، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او یونیسیف (UNICEF) لخوا تنظیم شویدی. WBW د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازی د مور د شیدو په تغذیه سره (EBF) (Exclusive Breast Feeding) وده ورکولو په موخه رامنځ ته شویدی، چې ډیری روغتیایی ګټې ترلاسه کوي. مهم غذايي مواد، ساتنه، پراختیا او د وژونکو ناروغیو څخه لکه د سینه بغل مخنیوی کوي. د مور د شیدو ورکولو نړیواله اونۍ په لومړي ځل په (۱۹۹۲) کال کې د WABA لخوا ولمانځل شوه او اوس د (۱۲۰) څخه زیاتو هیوادونو کې د یونیسف، نړیوال روغتیایې سازمان او د دوی د شریکانو په شمول د افرادو، سازمانونو او حکومتونو لخوا لمانځل کیږي. WABA پخپله د (۱۹۹۱) کال فبروري په (۱۴) نیټه د دې موخي سره رامینځته شو چې د مور د شیدو ورکولو نړیوال کلتور بیا رامنځ ته کړي او په هر ځای کې د مور د شیدو ورکولو لپاره ملاتړ چمتو کړي. نړیوال روغتیایې سازمان او د ماشومانو د امریکا اکاډمۍ (AAP) د میندو او ماشومانو لپاره د شیدو تغذیه کولو ارزښت باندې ټینګار کوي. دواړه د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې د مور د شیدو ورکولو ځانګړي وړاندیز کوي او بیا لږ تر لږه یو کال او تر دوو کلونو یا ډیرو لپاره د مور په شیدو اضافي خوړو ټینګار کوي (WBW, 2010).

د مور د شیدو سره د ماشوم د تغذیې نړیواله اونۍ ده. د مور شیدې د ماشوم لپاره تر ټولو ښه خواړه دي. د مور شیدې خوندي او پاکې دي او د داسې اجزاو درلودونکې دي چې د بدن معافیت ښه کوي او په دې ډول مو ماشومان له ناروغیو ساتي.
• له زیږون وروسته لومړي ساعت کې ماشوم ته د مور شیدې ورکړئ.
• تر شپږو میاشتو پورې ماشوم ته یواځې د مور شیدې ورکړئ.
• تر دوه کلنۍ پورې ماشوم ته د مور د شیدو ورکړې ته دوام ورکړئ (WHO, 2021).
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق او د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې په نړۍ کې یوازې ۴۸سلنه ماشومان د مور په شیدو تغذیه کیږي.
دغو سازمانونو ویلي، په تېرو (۱۲) کلونو کې ماشومانو ته د مور د شیدو ورکولو کچه (۱۰) سلنه لوړه شوې؛ خو لا هم (۵۲) سلنه ماشومان د مور له شیدو بې برخې دي.

د ماشومانو د ملاتړ او د روغتیا نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۱۱مه ۱۴۰۳) د «د مور د شیدو ورکولو نړیوالې اونۍ » په مناسبت د احصایې په خپرولو سره وویل، چې د مور د شیدو ورکولو د کچې لوړېدل کولای شي په کال کې د څه باندې (۸۲۰) زره ماشومانو ژوند وژغوري.
د يادو بنسټونو په ګډه اعلاميه کې راغلي، چې د مور په شيدو کې موجود انټي باډي د ماشومانو له ناروغۍ او مرګ څخه د ژغورولو ترڅنګ ميندو کې د سرطاني او غير ساري ناروغيو خطر هم کموي.
په دغه اعلاميه کې راغلي، چې د نړۍ له نيمايي څخه زيات نفوس، يعنې په نړۍ کې څلور نيم ميليارده وګړي له لازمو روغتيايي خدمتونو بې برخې دي او له همدې امله په نړۍ کې زياتې ښځې خپلو ماشومانو ته د شيدو ورکولو توان نه لري.

دغه سازمانونه وايي؛ اوس مهال یوازې نیمایي هېوادونه د مور د شیدو د کچې په اړه معلومات راټولوي. د ملګرو ملتونو د بنسټونو په وینا، د روغتیایي نابرابرۍ پر وړاندې د سمو معلوماتو راټولول د کورنیو له خوا د میندو د ملاتړ د کچې په پوهاوې کې مرسته کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ټینګار کړی، چې کورنۍ، ټولنې، روغتیايي کارکوونکي، پالیسي جوړونکي او نور چارواکي باید د شیدو ورکوونکو میندو د ملاتړ په برخه کې خپل ګډ مسؤلیت ترسره کړي (Afghanistan, 2024).

مؤخدونه:
References
Afghanistan, I. (2024). WBW. https://www.afintl.com/pa/202408011775 Afghanistan International.
Arak. (1401). Breast Feeding of Child. https://arakmu.ac.ir/delijandh/fa/news/28429.
WBW. (2010). World Walk for Breast Feeding. http://www.llli.org/walk.html.
WHO. (2021). WBW. https://WHOAfghanistan/photos/a.109870555797804/4176785142439638/?type=3.
WHO. (2024). Breast Feeding Week 2024. https://www.who.int/campaigns/world-breastfeeding-week/2024.

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۰٣/۵/۱۷
د نشراتو او عامه اړيکو آمريت
ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

16/08/2022

Mirwais Neeka University
Graduation
Medical Faculty

coming soon...

رنګيني شېبې!!!میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسهد پوهنځی د اخيري سمسټر د اخيري ازمويني وروسته دمحصلینو د خوښۍ احساسات!(معالج...
14/08/2022

رنګيني شېبې!!!
میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه
د پوهنځی د اخيري سمسټر د اخيري ازمويني وروسته
دمحصلینو د خوښۍ احساسات!
(معالجوي طب پوهنځی)

د نشراتو آمريت
ورځ: یکشنبه
نېټه: ۱۴۰۱/۵/۲۳
ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

05/08/2022

KANKOR Exam | 1401/5/21
MNU | Mirwais Neeka University

Medical Faculty
Economics Faculty
Law & Political Science Faculty

Web: www.mnu.edu.af
Cell: +93 70 000 2241 / 0700002243
Address: Kandahar, Afghanistan

25/03/2022

Address

Mirwais Neeka University
Kandahar
3602

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Telephone

+93700002241

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Mirwais Neeka University posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to Mirwais Neeka University:

Share