Mirwais Neeka University of Medical Sciences - MNUMS

Mirwais Neeka University of Medical Sciences - MNUMS ميرويس نيکه پوهنتون طب پوهنځۍ ته ښه راغلاست

میرویس نیکه پوهنتون یو غوره او میاري انتخاب دی، خپل راتلونکی مو همدلته وټاکئ.د 27 دورې کانکوز ازمویني لپاره نوم لکنه جری...
17/08/2024

میرویس نیکه پوهنتون یو غوره او میاري انتخاب دی، خپل راتلونکی مو همدلته وټاکئ.
د 27 دورې کانکوز ازمویني لپاره نوم لکنه جریان لري
په لاندي پوهنځیو کي خپل روښانه راتلونکي وټاکئ:

1. معالجوي طب
2. اقتصاد
3.حقوق
4.سیاسي علوم او نړیوالي اړیکي

د کانکور ازمویني نېټه: ۱۴۰۳/۶/۲
د نشراتو او عامه اړيکو آمريت
ویبپاڼه: www.mnu.edu.af
د معلوماتو شمېرې: 0700002241 / 0700002243
ادرس: ډنډ څلور لاری، شپږمه ناحیه، کندهار، افغانستان

17/08/2024
17/08/2024

چيري چي مو ارمانونه پوره کېږي، هلته نن انتخاب وکړئ او د خپل سبا لپاره پر ځان پانګونه وکړئ!

په میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسه کي
د ۲۷ دورې کانکور ازمویني لپاره نوم لیکنه جریان لري، په لاندي پوهنځیو کي په ځانکړي تخفیف سره نوم لیکنه وکړئ:

1.معالجوي طب [ سمیستر فیس ۲۵۰۰۰ افغانۍ]
2.اقتصاد [ سمیستر فیس ۶۰۰۰ افغانۍ]
3.حقوق [ سمیستر فیس ۵۰۰۰ افغانۍ]
4.سیاسي علوم او نړیوالي اړیکي [ سمیستر فیس ۵۰۰۰ افغانۍ]

ميرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسه يو غوره او معياري انتخاب

د کانکور ازمویني نېټه: ۱۴۰۳/۶/۲
ورځ: جمعه مبارکه

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت
ویبپاڼه: www.mnu.edu.af
د معلوماتو شمېرې: 0700002241 / 0700002243
ادرس: ډنډ څلور لاری، شپږمه ناحیه، کندهار، افغانستان

17/08/2024

میرویس نیکه پوهنتون یو غوره او معیاري انتخاب دی، راتلونکی مو همدلته وټاکئ
د ۲۷ دورې کانکور ازمویني لپاره په لاندې څانګو کي نوم لیکنه جریان لري:

معالجوي طب پوهنځی
اقتصاد پوهنځی
حقوق
سیاسي علوم او نړیوالي اړیکي

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af
برېښنالیک پته: [email protected]
د معلوماتو شمېرې: 0700002241 / 0700002243
ادرس: ډنډ څلور لاری، شپږمه ناحیه، کندهار، افغانستان

17/08/2024

موضوع : کوچني ته د مور د شیدو د ورکړي اونۍ
ليکنه: ډاکټر نورخالق نور
د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستیال
(د کارمندانو او استادانو د مقالو برخه)
میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

د مور د شیدو اونۍ (WBW) :

د مور د شیدو ورکولو نړیواله اونۍ هر کال د اګست په لومړۍ اونۍ کې ترسره کیږي. د ۲۰۲۴ کال لپاره شعار ((د تشې بندول دي او د ټولو لپاره د شیدو تغذیې ملاتړ)) دی. کمپاین به د مور د شیدو تغذیه کونکي میرمنې ولمانځي، پداسې حال کې چې کورنۍ، ټولنې او روغتیایی کارکونکي باید د هرې شیدې ورکونکي مور ملاتړ وکړي (WHO, 2024).

د مور د شیدو په اړه مهم معلومات او د هغې احکام له نن څخه څوارلس پېړۍ وړاندې په قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو او همدارنګه د فقهې په کتابونو کې بیان شوي چې د ورځې له سپارښتنو او علم سره سم دي. د مور شیدې په ځانګړې توګه د ماشوم د حقونو پیل او د ماشومانو لپاره د الهي خوړو څخه لومړنی حلال او ښه تغذیه ده. په قرآن کریم کې د مور د شیدو په اړه مستقیماً په (۸) آیتونو کې خبرې شوي چې تر ټولو مهم یې د سورة البقرې (۲۳۳) آیت دی. د دې آيت له مخې:
هغه ميندې چې غواړي خپلو ماشومانو ته شيدې ورکړي، بايد تر دوو کلونو پورې ورته دوام ورکړي. ښځه د حمل، ولادت، شيدې ورکولو په وخت کې د خداى په لاره کې د مجاهد په اندازه اجر لري او که په دې موده کې مړه شي د شهيد ثواب یې دى. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې مفهوم یې دادی: د مور پاڅېدل او په شپه کې د هغې شیدې ورکول ثواب لري او د هرې شیدې ورکولو په بدل کې د هغې ثواب د خدای په لاره کې د اویا غلامانو د آزادولو سره برابر دی. خدای تعالی د ماشوم لپاره د هغه د ورځني اړتیاو مطابق خواړه ټاکلي دي. (Arak, 1401)
د مور د شیدو ورکولو عمل (“WABA” (World Alliance for Breast Feeding Action، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او یونیسیف (UNICEF) لخوا تنظیم شویدی. WBW د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازی د مور د شیدو په تغذیه سره (EBF) (Exclusive Breast Feeding) وده ورکولو په موخه رامنځ ته شویدی، چې ډیری روغتیایی ګټې ترلاسه کوي. مهم غذايي مواد، ساتنه، پراختیا او د وژونکو ناروغیو څخه لکه د سینه بغل مخنیوی کوي. د مور د شیدو ورکولو نړیواله اونۍ په لومړي ځل په (۱۹۹۲) کال کې د WABA لخوا ولمانځل شوه او اوس د (۱۲۰) څخه زیاتو هیوادونو کې د یونیسف، نړیوال روغتیایې سازمان او د دوی د شریکانو په شمول د افرادو، سازمانونو او حکومتونو لخوا لمانځل کیږي. WABA پخپله د (۱۹۹۱) کال فبروري په (۱۴) نیټه د دې موخي سره رامینځته شو چې د مور د شیدو ورکولو نړیوال کلتور بیا رامنځ ته کړي او په هر ځای کې د مور د شیدو ورکولو لپاره ملاتړ چمتو کړي. نړیوال روغتیایې سازمان او د ماشومانو د امریکا اکاډمۍ (AAP) د میندو او ماشومانو لپاره د شیدو تغذیه کولو ارزښت باندې ټینګار کوي. دواړه د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې د مور د شیدو ورکولو ځانګړي وړاندیز کوي او بیا لږ تر لږه یو کال او تر دوو کلونو یا ډیرو لپاره د مور په شیدو اضافي خوړو ټینګار کوي (WBW, 2010).

د مور د شیدو سره د ماشوم د تغذیې نړیواله اونۍ ده. د مور شیدې د ماشوم لپاره تر ټولو ښه خواړه دي. د مور شیدې خوندي او پاکې دي او د داسې اجزاو درلودونکې دي چې د بدن معافیت ښه کوي او په دې ډول مو ماشومان له ناروغیو ساتي.
• له زیږون وروسته لومړي ساعت کې ماشوم ته د مور شیدې ورکړئ.
• تر شپږو میاشتو پورې ماشوم ته یواځې د مور شیدې ورکړئ.
• تر دوه کلنۍ پورې ماشوم ته د مور د شیدو ورکړې ته دوام ورکړئ (WHO, 2021).
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق او د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې په نړۍ کې یوازې ۴۸سلنه ماشومان د مور په شیدو تغذیه کیږي.
دغو سازمانونو ویلي، په تېرو (۱۲) کلونو کې ماشومانو ته د مور د شیدو ورکولو کچه (۱۰) سلنه لوړه شوې؛ خو لا هم (۵۲) سلنه ماشومان د مور له شیدو بې برخې دي.

د ماشومانو د ملاتړ او د روغتیا نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۱۱مه ۱۴۰۳) د «د مور د شیدو ورکولو نړیوالې اونۍ » په مناسبت د احصایې په خپرولو سره وویل، چې د مور د شیدو ورکولو د کچې لوړېدل کولای شي په کال کې د څه باندې (۸۲۰) زره ماشومانو ژوند وژغوري.
د يادو بنسټونو په ګډه اعلاميه کې راغلي، چې د مور په شيدو کې موجود انټي باډي د ماشومانو له ناروغۍ او مرګ څخه د ژغورولو ترڅنګ ميندو کې د سرطاني او غير ساري ناروغيو خطر هم کموي.
په دغه اعلاميه کې راغلي، چې د نړۍ له نيمايي څخه زيات نفوس، يعنې په نړۍ کې څلور نيم ميليارده وګړي له لازمو روغتيايي خدمتونو بې برخې دي او له همدې امله په نړۍ کې زياتې ښځې خپلو ماشومانو ته د شيدو ورکولو توان نه لري.

دغه سازمانونه وايي؛ اوس مهال یوازې نیمایي هېوادونه د مور د شیدو د کچې په اړه معلومات راټولوي. د ملګرو ملتونو د بنسټونو په وینا، د روغتیایي نابرابرۍ پر وړاندې د سمو معلوماتو راټولول د کورنیو له خوا د میندو د ملاتړ د کچې په پوهاوې کې مرسته کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ټینګار کړی، چې کورنۍ، ټولنې، روغتیايي کارکوونکي، پالیسي جوړونکي او نور چارواکي باید د شیدو ورکوونکو میندو د ملاتړ په برخه کې خپل ګډ مسؤلیت ترسره کړي (Afghanistan, 2024).

مؤخدونه:
References
Afghanistan, I. (2024). WBW. https://www.afintl.com/pa/202408011775 Afghanistan International.
Arak. (1401). Breast Feeding of Child. https://arakmu.ac.ir/delijandh/fa/news/28429.
WBW. (2010). World Walk for Breast Feeding. http://www.llli.org/walk.html.
WHO. (2021). WBW. https://WHOAfghanistan/photos/a.109870555797804/4176785142439638/?type=3.
WHO. (2024). Breast Feeding Week 2024. https://www.who.int/campaigns/world-breastfeeding-week/2024.

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۰٣/۵/۱۷
د نشراتو او عامه اړيکو آمريت
ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

خبرتیا/ اطلاعیه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د یو شمېر فارغانو د اسنادو چاري د لوړو زده کړو وزارت لخوا بشپړ سوي او ف...
25/05/2024

خبرتیا/ اطلاعیه

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د یو شمېر فارغانو د اسنادو چاري د لوړو زده کړو وزارت لخوا بشپړ سوي او فعلا يې اسناد د فارغانو چارو مدیریت ته رارسيدلي دي، هغه اشخاص چي نومونه يې په لاندي لیستونو کي ذکر وي کولای سي چي د خپلو اسنادو د ترلاسه کولو په موخه فارغانو چارو مدیریت ته تشریف راوړي.

یادونه د اسنادونو تر لاسه کولو لپاره خپله فارغ او یا هم د کورنۍ غړی چې په تذکره کې قرابت سره ولري د اصل تذکرې په درلودلو سره مراجعه وکړي.
د اسنادونو تسلیمی په وخت کې د نوم لیکنې فورم کاپي له ځان سره ولرئ"

مبارک مو سه! کندهار نن بیا د یوې ویاړلي ورځي شاهد وو؛میرویس نیکه پوهنتون (۱۰۰) سل تنه ځوان ډاکټران او ډاکټراني ټولني ته ...
22/08/2022

مبارک مو سه! کندهار نن بیا د یوې ویاړلي ورځي شاهد وو؛
میرویس نیکه پوهنتون (۱۰۰) سل تنه ځوان ډاکټران او ډاکټراني ټولني ته وړاندي کړل!

نن پنج شنبه د اسد میاشتي پر ۲۷مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی د يوولسمي دورې محصلینو فراغت غونډه ترسره سول.
په یاده غونډه کي د میرویس نیکه نيکه تعليمي او تحصيلي ګروپ عمومي رئیس ډاکټر نقیب الله افغان، د میرویس نیکه د روغتیایي علومو انستیتوت رئیس ډاکټر فاروق نعیمي، مؤسس ښاغلی بسم الله نظري، د پوهنتون علمي مرستیال، مالي او اداري مرستیال، د محصلانو چارو مرستیال، د پوهنځیو رئیسانو، اداري کارمندانو، استادانو، د ا.ا.ا استازو، د کندهار ولایت پلاوی، د ټولني روحانینو، علماء کرامو، د دولتي او خصوصي ادارو مسؤلینو، د فارغانو والدینو، میندو او خویندو ګډون کړی و.

د قرانکریم تر تلاوت کولو وروسته د یاد ګروپ عمومي رئیس ډاکټر نقیب الله افغان ټولو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ مبارکي وویل، ښاغلي افغان وویل کلونه وړاندي مو اولادونه امانت په دې امید موږ ته را سپارلي وه، چي په لوړو زده کړو یې سمبال درته وسپارو نن الحمدالله هغه ورځ راغلې ده او د خپلو استادانو په زیار او هڅو ستاسو اولادونه په عالي تحصلاتو سمبال ټولني ته د ډاکټر په صفت د خدمت لپاره وړاندي کیږي.
د ډاکټر افغان په خبره چي د نورو امکاناتو تر څنک زموږ د معالجوي طب پوهنځی محصلینو ته د عملي زده کړي لپاره مجهز خصوصي روغتون چي محصلین په مسلکي ډول زده کړي پکښي کوي ځانګړی سوی دی.
ډاکټر صاحب افغان هیله وښودل چي کورنۍ دي په خپلو اولادونو لا هم نوري لوړي زده کړي وکړي.

وروپسې د اجنډا سره سم د پوهنتون علمي مرستیال ډاکټر نور د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې شالید ته کتنه وکړل او خپلي ټولي لاسته راوړني او خدمات یې مخاطبینو ته وړاندي کړل.

وروسته د ا.ا.ا د تحصيلاتو حوزوي کميسیون استازی ښاغلي سید سمیع الله قریشي خوښي څرګنده کړل ښاغلي قريشي د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د رهبرۍ او استادانو څخه د زړه له تله مننه وکړل چي یو ستر خدمت ته یې مخه کړې ده او ځوان نسل روزي.

همدارنګه د معالجوي طب پوهنځی رئیس ډاکټر فضل الرحمن حاشر لخوا یادو فارغه کیدونکو ډاکټرانو ته د الله ج په نوم د خدمت کولو په موخه لوړه ورکول سول.

د محصلینو په استازولۍ هم وینا وسول چي د خپل تحصيلي مزل پر لوړو ژورو، خاطرو او زده کړو يې رڼا واچول، د استادانو څخه یې د زړه د تله مننه وکړل چي زحمت یې ورسره کښلی دی.

په پروګرام کي د ويسا اکاډمي زده کوونکو ترانې وویلې، تمثيلي پارچه وړاندي سول او د غونډي په وروستیو کي ټولو فارغ محصلانو ته د عربي ژبي د الفبا د تورو مطابق د فراغت تصدیق پاڼي ورکول سوې۔

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د ستاژ په برخه کي د هیواد په داخل او بهر کي هم محصلینو ته زمینه برابره کړې ده تر څو یاد ځوان ډاکټران وکولای سي چي خپله د ستاژ دوره بشپړ کړي.

د نشراتو آمريت
ورځ: پنج شنبه
نېټه: ۱۴۰۱/۵/۲۷
ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

Mirwais Neeka UniversityGraduationMedical Facultycoming soon...
16/08/2022

Mirwais Neeka University
Graduation
Medical Faculty

coming soon...

رنګيني شېبې!!!میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسهد پوهنځی د اخيري سمسټر د اخيري ازمويني وروسته دمحصلینو د خوښۍ احساسات!(معالج...
15/08/2022

رنګيني شېبې!!!
میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه
د پوهنځی د اخيري سمسټر د اخيري ازمويني وروسته
دمحصلینو د خوښۍ احساسات!
(معالجوي طب پوهنځی)

د نشراتو آمريت
ورځ: یکشنبه
نېټه: ۱۴۰۱/۵/۲۳
ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې سل تنه ښځینه او نارینه ډاکټران ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړل!نن چهارشنبه د حمل میاشت...
24/03/2022

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې سل تنه ښځینه او نارینه ډاکټران ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړل!

نن چهارشنبه د حمل میاشتي پر دريمه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی د لسمي دورې محصلینو فراغت غونډه ترسره سول.

په یاده غونډه کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رئیس ډاکټر نقیب الله افغان، د میرویس نیکه د روغتیایي علومو انستیتوت رئیس ډاکټر فاروق نعیمي، مالي او اداري مرستیال، د محصلانو چارو مرستیال، د پوهنځیو رئیسانو، اداري کارمندانو، استادانو، د ا.ا.ا استازو، د کندهار ولایت مرستیال، د ټولني روحانینو، علماء کرامو، د دولتي او خصوصي ادارو مسؤلینو، د فارغانو والدینو، میندو او خویندو ګډون کړی و.

په پرانسته کي عمومي رئیس ډاکټر افغان ټولو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ مبارکي وویل، ښاغلي افغان وویل کلونه وړاندي مو اولادونه امانت په دې امید موږ ته را سپارلي وه، چي په لوړو زده کړو یې سمبال درته وسپارو نن الحمدالله هغه ورځ راغلې ده او د خپلو استادانو په زیار او هڅو ستاسو اولادونه په عالي تحصلاتو سمبال ټولني ته د ډاکټر په صفت د خدمت لپاره وړاندي کیږي.

د ډاکټر افغان په خبره چي د نورو امکاناتو تر څنک زموږ د معالجوي طب پوهنځی محصلینو ته د عملي زده کړي لپاره مجهز خصوصي روغتون چي محصلین په مسلکي ډول زده کړي پکښي کوي ځانګړی سوی دی.
ډاکټر صاحب افغان هیله وښودل چي کورنۍ دي په خپلو اولادونو لا هم نوري لوړي زده کړي وکړي.

د معالجوي طب پوهنځی رئیس ډاکټر فضل الرحمن حاشر
د محصلینو پر تحصیلي بریاو رڼا واچول او تر څنګ يې یادو ډاکټرانو او کورنۍ ته د دې ویاړ مبارکي وویل.

د طب پوهنځی استاد ډاکټر مسعود نوشاد په خپلو څرګندونو کي یاد تازه دمه ډاکټران وستایل؛ هغه وویل د یو استاد په حیث افتخار کوم؛ چي په ټولو خصوصي او دولتي روغتونونو کي د میرویس نیکه پوهنتون محصلان او فارغان د وطن خلګو ته په خدمت بوخت وي، ډاکټر نوشاد دوی ته په ژوند کي د لا بریالیتوب هیله وښودل.

د محصلینو په استازولۍ هم وینا وسول چي د خپل تحصيلي مزل پر لوړو ژورو، خاطرو او زده کړو يې رڼا واچول، د استادانو څخه یې د زړه د تله مننه وکړل چي زحمت یې ورسره کښلی دی.

د کندهار ولایت مقام مرستیال الحاج مولوي حیات الله مبارک د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د رهبرۍ او استادانو څخه د زړه له تله مننه وکړل چي یو ستر خدمت ته یې مخه کړې ده او ځوان نسل روزي.

په پروګرام کي د امید خصوصي ښوونځی زده کوونکو ترانې وویلې، تمثيلي پارچه وړاندي سول او د غونډي په وروستیو کي ټولو فارغ محصلانو ته د عربي ژبي د الفبا د تورو مطابق د فراغت تصدیق پاڼي ورکول سوې ۔

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د ستاژ په برخه کي د هیواد په داخل او بهر کي هم محصلینو ته زمینه برابره کړې ده تر څو یاد ځوان ډاکټران وکولای سي چي خپله د ستاژ دوره بشپړ کړي.

د نشراتو آمريت
ورځ: چهارشنبه
نېټه: ۱۴۰۱/۱/۳
ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

Address

Kandahar

Telephone

+93700002241

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Mirwais Neeka University of Medical Sciences - MNUMS posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to Mirwais Neeka University of Medical Sciences - MNUMS:

Share