Ehsas Medicine and Fashion

Ehsas Medicine and Fashion Medicine, Fashion, Cosmatics and Children Clothes

پر ګوته باندي د زړه ضربان او تنفس(اکسیجن) کتل ډیر اسانه او حساس!‼اوس تاسو کولای سئ چي نوموړې اله په ارزانه قیمت په عمده ...
04/05/2026

پر ګوته باندي د زړه ضربان او تنفس(اکسیجن) کتل ډیر اسانه او حساس!‼
اوس تاسو کولای سئ چي نوموړې اله په ارزانه قیمت په عمده او پرچون ډول د احساس طبي برخي څخه ترلاسه کړی.
ځانګړتیاوي:
۱ په کم وخت کي دمریض تنفس او زړه ضربان معلومول.
۲ د بیټریو زیات چارج ساتل.
۳ هر ځای دانتقال وړ.
۴ اسانه او هر څوک یی استعمالولای سي.
۵ کورونو او کلینیکونو کي اسانه استعمال.
ادرس: میرویس مینه، دشهید عبدالقدیم پتیال لیسې شمال طرفته، ګوندیګان کوڅه
شمیرې: 0700184145, 0707108194
یو ځل یی حتمي امتحان کړی.

27/05/2021

سلام درنو دوستانو ډیر ژر به تر تاسی پوری طبی معلومات بیرته راپیل کړم هیله ده په نشرولو کی یی راسره مرسته وکړی.

بسم الله الرحمن الرحیم                          عسل Honeyڅلورمه برخه..................................درنو لوستونکو نن ه...
11/11/2020

بسم الله الرحمن الرحیم

عسل Honey

څلورمه برخه..................................

درنو لوستونکو نن هم د څلورمي برخي سره ځیني احادیث ذکر کوو ترڅو معلومه سي چي ساینس چي کومي څیړني کوي هغه ۱۴۰۰ کاله مخکي حضرت محمد صل الله علیه وسلم ګټي بیان کړي او دا هم داسلامیت ثبوت دی چي اسلام نه یوازي دژوند ژغورونکي دین په حیث بلکي دساینس تر چتر لاندي یی هم ډیر څه وټول نړئ ته وړاندي کړي.

دام المومینین حضرت عایشه رضي الله عنها څخه روایت دی چي وایی درسول صل الله علیه وسلم دخوښي څښاک عسل وه او هره ورځ به یی سهار په نهاره دعسلو شربت جوړول او څیښل به یی او کله به یی دا شربت دماځیګر دلمانځه څخه وروسته څیښل.
په صحیحینو کي راځي چي دابوسعید خدري رض څخه روایت کوي چي حضرت محمد ص ته یوکس څلور ځله راغلی او دنس ناستي مشکل یی ورته ووایی نو حضرت محمد ص څلور سره واره ورته عسل وفرمایل او ورته یی وویل چي کله دي مریض په دری واره جوړ نسو نو هغه وخت کي ستا دمریض نس درواغ ویل بلکه عسل صحیح وه.

ددې لپاره نور احادیث هم ذکر سوي چي همدا دوه یی کافي بولم خو ددی سره دروغتیا نړیوال سازمان WHO هم په دي اړه ویلي چی عسل هره ورځ خوړل دانسان لپاره یوه فریضه ده او دکوچنیانو دروعتیا سازمان یا UNICEF هم دامنلی چي عسل دکوچنیانو دروحي او بدني ودي لپاره ګټور او اړین دي.

په عسلو کي ۲۲ امینو اسیدونه، ۲۸ معدني اجزا، ۱۱ انزایمونه او په زیات شمیر کاربوهایدریت شتون لري.

عسل دعامي شیریني څخه ځکه غوره دي چي......
• عسل دمعدې سوخت او زخم نه پیدا کوي
• عسل ژر هضمیږي
• عسل پر پښتورګو هیڅکله بدي اغیزې نه کوي.
• دعسلو استعمال هیڅکله پر دماغ بوج نه راولي
• دزړه تکان او خپګان عسل ډیر ژر ایسته کوي
• عسل هیڅکله قبض نه راولي او بالعکس قبض ماتوونکي هم دی
• عسل دنس چنجیان نه ډیروي او بلکل یی ختموي.

درنښت: ډاکټر عبدالهادي (احساس)

بسم الله الرحمن الرحیم                                عسل Honeyدریمه برخه..................................عسل لکه څنګه ...
10/11/2020

بسم الله الرحمن الرحیم

عسل Honey
دریمه برخه..................................

عسل لکه څنګه چي مو مخکي وویل پرډیرو کسانو تجربه سوي چي دځینو څخه یی موږ لاندي یادونه کوو......
۱) دتوري دانې عسل داسهال دعلاج لپاره شپږ کسه ناروغانو ته ورکړي ۱۰۰٪ فیصده نتیجه ورکوي.
۲) دتوري دانې عسل دلاندي ناروغیو لپاره ښه درمل تمام سوي دي.

• دکوچنیو چنجیانو Small worms لپاره ۷۰٪ مثبته نتیجه ورکوي.
• دکولسترول لپاره ۶۶٪ په شپږو ورځو کي دویني فشار هم څو برابره ټیټوي.
• دزخمونو لپاره ۶۶٪ فیصده
• دمعدې دپاړسوب لپاره دبرادقوش دګل عسل چي یو ډول ګل دی ۱۰۰٪ مثبت سویدي.
• دکیلې دګل عسل ۱۰۰٪ دویني دکمښت لپاره ګټور تمام سویدي.

ډاکټر ابراهیم شامخ چي په عین الشمس پوهنتون کي دجراحي متخصص دی وایی چي، عسل د ۱۵۰ ناروغیو لپاره ګټور ثابت سویدي چی هر سهار او ماښآم یوه کاچوغه عسل دتوري دانې(سیاه دانې) دپوډرو سره ګډ سي او همدارنګه عسل د پوستکي
۵۵۰ ناروغیو لپاره ګټور ثابت سویدي.
عسل او دویني فشار په اړه روغتیا پال (دسوقي) چي باطني او حساسیت ناروغیو استاد دی دعسلو څخه دفشار په کمولو کی ډیره استفاده کوي همدارنګه (سیمون بایوف او توکستیاماتیسون) چي دکولمبیا پوهنتون کي استادان دي او دواړه دسرطاني ناروغیو څیړونکي دي وایی چي عسل دسردرد او سرطان لپاره ډیر ګټور دي.

انجینر عدنان محمددین وایی، چی د (پرولپس) په نامه په عسلو کي یوه ماده کشف سویده او دلسو کیلو عسلو څخه یی ۱/۱۳۴ برخه یی همدغه ماده ده چي دا ماده مکروب وژونکې ده او کله چي مجئ دعسلو چوکاټ جوړوي نو همدغه ماده پکښي استعمالوي او ټول دیوالونه یی په همدغه ماده وهي تر څو مکروب ورنسي او خراب نشي او همدا ماده دغاښو ددرد، دخولې ناروغیو او دستوني خرابوالي لپاره ګټوره ثابته سویده.

راټولونه او ژباړه: ډاکټر عبدالهادي (احساس)

بسم الله الرحمن الرحیم                                عسل Honeyدوهمه برخه..................................په عسلو کي دو...
09/11/2020

بسم الله الرحمن الرحیم

عسل Honey

دوهمه برخه..................................

په عسلو کي دوه ډوله په خاص ډول شتون لري چي عبارت دي له ګلوکوز او فرکتوز البته نور ویټامینونه او منرالونه هم شتون لري چي مخکي مو ورڅخه یادونه کړي نو ځکه یی دوهم وار ذکر کول غوره نه ګڼم.
اوس ګلوکوز داسي یوه انرژي ده چي اغیزي یی ډیري ژر خپریږي او دلنډ وخت لپاره په بدن کي پاتیږي خو دضرورت په اساس یی څه په ینه کي ذخیره کيږي.
فرکتوز بیا اوږد مهاله انرژي ده چي اغیزې یی ترډیر مهاله په بدن کي پاتیږي.

دعسلواستعمال، ګټي،اغیزې دنورو درملو سره
1. په مساوي اندازه سره شونډ یا ادرک او عسل دټوخي، زکام، ستوني درد او دپزي بهیدو لپاره تجربه سوي درمل دي.
2. نیم ګرام دتورو مرچو سره ګډ خوړل دسالنډي لپاره ښه درمل دي.
3. دخولي دهرډول ناروغیو لکه : دانې، سپین داغونه لپاره ښه علاج دی.
4. دزخمونو لپاره دزرهاوو کلونو راهیسي ښه دوا ده جالبه لا داده چي سکار یا ټپ پرځاي نه پریږدي.
5. عسل په بدن کي قبضیت او غوړ په مکمل ډول ختموي البته چي دسهار لخوا وخوړل سي.
6. په عمومي ډول سره عسل دانسان په بدن کي معافیت پورته کوي او دمکروبونو لپاره ښه دفاع جوړوي.
7. دویښتانو لپاره تجربه سوي دوا ده لکه: رژیدل، ماتیدل، توییدل او نور.

ددې سره سره نوري ګټي هم لري ذکر کول یی ځکه نور نه وایم چي خسته تمام نسي ولي دا ددوندي ګټي لري ځکه الله سبحانه وتعالي په قران عظیم الشان کي ورڅخه یادونه کړې چي په عسلو کي شفا ده او تاسي انسانان کولای سی چي ورڅخه استفاده وکړي ځیني داسي مثالونه هم سته چي ستاسي سره به ټول شریک کړو چي غیري مسلمانانو ورڅخه دتجربي په اساس ګټه اخیستې او هغه هم په رشتیا هماغسي کار کړي لکه څنګه چي یی موږ دلته ګټي ویلي.

راتلونکې برخه هم مه هیروی ترڅو په مکمل ډول دعسلو دګټو څخه برخمن اوسی.

درنښت: ډاکټر عبدالهادي (احساس)

بسم الله الرحمن الرحیمدرنو دوستانو او لوستونکو زما دصفحې لومړی پوسټ به دداسي یوې مادې وي چي نن ورځ ورته زیات کسان ضرورت ...
08/11/2020

بسم الله الرحمن الرحیم

درنو دوستانو او لوستونکو زما دصفحې لومړی پوسټ به دداسي یوې مادې وي چي نن ورځ ورته زیات کسان ضرورت لري خو کیدای سي دهمدې مادې دګټي څخه خبر ونه اوسي زه غواړم په لنډو نقاطو کي تاسي ته ولیکم چي عسل څشي دي او کومي ګټي لري ترکیب یی دڅه څخه دي او کوم ویټامینونه او نور ګټور مواد په خپل ځان کي لري.

عسل Honey
عسل یوه ژړه، سره، سپینه او توربخنه مایع ده چي دعسلو مچمچئ پواسطه تولیدیږي چي ددوي دخوراک لپاره یوه سرچینه ده خصوصا دژمي موسم کي، عسل په سلو کي ۳۶٪ غلیظ دي په عسلو کي عموما ګلوکوز، فرکتوز، اوبه، تیل، منرالونه او نور ځانګړي انزایمونه شتونه لري.
دعسلو مچمچئ: څلور وزرونه او شپږ سترګي لري دچرګیني دحرارت درجه یی ۹۲،۹۳ فارنهایته ده که دباندي یخني او ګرمي وي خوهلته دننه دحرارت درجه ثابته ده تر څو عسل خراب او یا خوند کي یی تغیر رانسي دعسلو مچمچئ دخپل ځالي څخه تر (۱۰) میله لیري ځي دخوراک دپیدا کیدو په موخه مګر په عام طور باندي دیو څخه تر دوه میله لیري تللای سي.
دمچمچئ کاریګره ډله په پسرلي کي ۴ هفتې او په ژمي کي شپږ هفتې ژوند لري.
دمچمچئ مشره ښځینه مچمچئ ده چي هغې ته ملکه وایی چي داملکه پخپل ژوند کي د ۸۰۰-۶۰۰ هګۍ او په زیاته اندازه سره ۱۵۰۰ هګۍ اچوي دا ښځه ځکه مشره ده چي الله جل جلاله یی په سورت نحل کي ذکر کړی چي ما وښخي مچمچۍ ته وحي وکړې.
په یوه چرګني کي دمچیو شمیر د ۴۰۰۰-۶۰۰۰ پوري وي.
دمچمچیو سرعت په یوه ساعت کي ۱۵ میله دی او یوه مچمچئ په خپل یوه سفر کي ۵۰-۱۰۰ پوري ګلان ګوري او دیوه پاونډ عسلو جوړولو لپاره ۵۵۰۰۰ میله سفر کوي چي دیوه چرګني اندازه هم یو پاونډ ده او یوه مچمچئ په خپل ټول ژوند کي د ۱-۱۲ دچایو کاچوغي په اندازه عسل تولیدولای سي.
دعسلو مچمچئ بیله ژمي بل وخت نه مري دوی دګرمي په موسم کي خپل عسل خوري او دپسرلي انتظار کوي او په هغه ځای کي چي ملکه ژوند کوي ډیر مضبوط او ټینګ جوړوي یوه ډله دمچمچیو په کال کي ۶۰-۱۰۰ پاونډه عسل تولیدوي.
عسل دومره انرژي لري چي دیوه اونس په سوځولو سره دخمکي دکرې پرشاوخوا سفر کیدلای سيږ
عسل ډیره بهترینه غذا ده چي اسانه په هضم رسیږي او ډیر ډاکټران یی هم ناروغانو ته فرمایی.
په عسلو کي کولسټرول چي دفشار خاص سبب جوړوي، غوړ او سوډیم نسته مګر ویټامینونه پکي شتون لري.
دعسلو یوه ځانګړتیا داده چي رطوبت جذبوي همدا وجه ده چي په دوهمه نړیواله جګړه کي نازي ګوند مشر اډولف هټلر دخپلو زخمي سوو عسکرو ددرملني لپاره استعمالول چي ښه نتیجه یی هم ورکوله.
عسل دزخمونو، سوځل سوي ځایونو او انفکشن لپاره غوره علاج دی تجربه کولای یی هم سی.

درنو لوستونکو داچي معلومات ددې بهتریني مادې زیات دي نوځکه پاته برخه یی راتلونکي ته پریږدو تاسي صفحه تعقیب او follow کړی نور دصحت اړوند معلومات به هم درته ورسوم.
درنښت: ډاکټر عبدالهادي (احساس)

Address

Third District
Kandahar

Telephone

0702687970

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ehsas Medicine and Fashion posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The University

Send a message to Ehsas Medicine and Fashion:

Share