08/09/2024
د مثانې التهاب يا
( Cystitis )
په دې ناروغۍ کښي په مثانه کښي درد او التهاب رامنځته کيږي چي سوى هم ورسره وي :
لاملونه يا
( Causes )
په مثانه کښي د ډبري/ تيږي شتون ،
د ادرار بندښت ،
سوزاک ،
د بندونو درد ،
د شکري ناروغي ،
په ښځو کښي د رحم التهاب ،
د بلاربښت مخه نيوونکي درمل استعمالول ،
او داسي نور ;
نښي نښانې يا
( Symptoms )
د بدن ستړيا ، د ادرار رنګ بدل وي او بد بوى کوي ، په مثانه کښي سخت درد موجود وي ، تبه او کانګې موجود وي ، کله يې ادرار بنديږي او کله بيا بيا تشناب ته روان وي ، که ناروغي دوامداره سوه نو ډير او ژر ژر ادرار ته ځي او شيان هم په کښي ليدل کيږي :
لابراتواري معاينه يا
( Lab/ Test )
په ادرارو کښي وينه او شيان موجوده وي
په ايکسريې او الټرساونډ کښي دمثانې التهاب ترسترګو کيږي :
درملنه يا
( Treatment )
Tab Norfloxacin 400 mg 1 × 2
د 5 ورځو لپاره
Inj Ceftrixon 1 mg 1 × 2 iv
يو انجکشن په ورځ کښي د 5 ورځو لپاره
Tab Ponstan 500 mg 1 × 2
Syp Citralka 2 × 3
دويې کاچوغي سهار او ماښام په يو ګيلاس اوبو کښي وڅښى